روغتیا

پاکستان غواړي چې د پوليو واکسين پر ضد آنلاین مواد بلاک کړي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د واکسين ورکولو کارمندان د فبرورۍ په ۲۷ مه په قبايلي ضلعو کې ماشومانو ته واکسين ورکوي. [د خيبر ايجنسۍ د روغتيا رياست]

د واکسين ورکولو کارمندان د فبرورۍ په ۲۷ مه په قبايلي ضلعو کې ماشومانو ته واکسين ورکوي. [د خيبر ايجنسۍ د روغتيا رياست]

پاکستان چې په نړۍ کې د پوليو په هغه درېو وروستیو هیوادونو کې دی چېرته چې پوليو شتون لري، هڅه کوي چې په انټرنېټ باندې د واکسینو پر ضد ويډيوګانو باندې بندیز ولګوي چې د مخنیوي وړ پوليو ناروغۍ له منځه وړلو لپاره هڅو ته زيان رسوي.

بابر بن عطا، چې د پوليو له منځه وړلو لپاره د وزيراعظم عمران خان فوکل پرسن دی، پاکستان فارورډ ته وويل، په یوټیوب، فېسبوک او په نورو سایټونو باندې د واکسین د اغیزمنتوب په اړه بې بنياده شکونه د پنځو کالو نه کم ماشومانو ته د واکسین ورکولو هڅو ته په ناوړه توګه زيان رسوي.

هغه د مارچ په ۷ مه د بابر لخوا پي ټي ای ته په يو ليکل شوي ليک کې غوښتنې ته په حواله وويل، "له دې امله، موږ د پاکستان مخابراتي شرکت (پي ټي ای) څخه غوښتنه کړې چې په ښه طريقه د واکسين کمپاين د ترسره کولو لپاره د دې ډول مواد په لرې کولو کې مرسته وکړي."

په دې ډول آنلاین موادو کې اکثر هغه ادعاګاني شاملي دي چې اسلام واکسین ورکول منع کوي او لویدیځ دا د مسلمانانو د شنډولو لپاره جوړ کړي.

د پوليو واکسین ورکوونکی د فبرورۍ په ۲۷ مه په قبایلي ضلعو کې يو ماشوم ته واکسين ورکوي. [د خیبرپښتونخواه د روغتیا رياست]

د پوليو واکسین ورکوونکی د فبرورۍ په ۲۷ مه په قبایلي ضلعو کې يو ماشوم ته واکسين ورکوي. [د خیبرپښتونخواه د روغتیا رياست]

عطا وویل، "فېسبوک موافقه کړې چې ویډیوګاني محدود کړي، خو موږ په بشپړ توګه د دغه ويډياګانو لرې کول غواړو." هغه زیاته کړه چې حکومت د ګرځنده ټیلفونونو شرکتونو څخه غوښتلې چې والدينو ته د واکسين په اړه پیغامونه واستوي."

هغه وويل،موږ ډير نژدې يو چې د پولیو ناروغي ختم کړو. "موږ په ټول هیواد کې نږدې ۳۴ ميلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړي، خو په انټرنيټ باندې د واکسينو پر ضد د پروپګنډې له کبله ۳۰۰،۰۰۰ ماشومانو ته واکسين نه دي ورکړل شوي."

عطا وويل، دا ډيره ستونزمنه ده چې د واکسينو په وړاندې د پروپګنډې ويډيوګانې کنټرول کړي ځکه چې د دې جوړونکي نامعلومه دي.

هغه زياته کړه، "دا ويډيوګانې د واکسين ورکولو مخه نيسي" او ماشومان په پوليو ناروغۍ کې اخته کيدو ته پريږدي.

غلط معلومات

په پېښور کې، نږدې ۵۰،۰۰۰ کسانو د واکسين ورکولو نه انکار کړی، ځکه چې ځینې کسان اوس هم په دغه غلطو معلوماتو باور لري چې په انټرنېټ يې ترلاسه کړل.

جميل شاه، چې په پېښور کې د متنو اوسيدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ نه غواړو چې د اسلامي تعليماتو په وړاندې عمل وکړو چې د واکسين ورکولو اجازه نه ورکوي." "زه څه ثبوت نه لرم، خو ما په انټرنېټ لیدلي چې واکسین د شنډتوب سبب ګرځي."

کاشف علي، چې پېښور ته نژدې په رینګ روډ باندې اوسيږي او د سکول استاد دی، وویل، واکسین یو داسې شی دی چې د مسلمانانو پر ضد هیوادونو لخوا کارول کيږي چې مسلمانانو ته زيان ورسوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ واکسين په هيڅ صورت کې نه غواړو."

د دې برعکس، پاکستاني عالمان د واکسین ورکولو په اړه امرونه صادر کړي دي.

مولانا محمد شفيع، چې په پیښور کې په کارخانو مارکيټ کې امام دی، وویل، "موږ ګڼ شمير فتوې جاري کړي چې خلک وهڅوو چې ماشومانو ته واکسين ورکړي." "دا د والدينو لومړنی مسؤلیت دی چې خپل ماشومان د ناروغۍ په وړاندې خوندي وساتي او د هغوی روغ راتلونکې يقيني کړي."

شفيع وويل، عالمان دنده لري چې والدينو ته خبر ورکړي چې واکسین يو غوره انتخاب دی چې د پوليو او نورو د مخنیوي وړ ناروغیو په وړاندې ماشومان خوندي وساتي.

مبارزې ته دوام ورکول

رانا صفدر، چې د پولیو له منځه وړلو لپاره ملي کوآرډينيټر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، پوليو یوه نړیواله روغتیایي مسله ده ځکه چې دا وایرس د پاکستان، افغانستان او نایجیریا څخه هر ځای ته منتقل کیدی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو ايچ او) د واکيسنونو کارولو سره په ۱۹۹۰ کې په کال کې د پولیو ۳۵،۰۰۰ کيسونه په ۲۰۱۹ کال کې يوازې څلورو کيسونو ته راکم کړي دي. دا په داوامداره توګه د پوليو کمپاينونه د ترسره کولو غوښتنه کوي چې ماشومان د معذورۍ نه خوندي وساتي.

صفدر وويل، تر څو چې یو وایرس هم شتون لري، "دا هر ځای ماشومان په خطر کې اچولی شي."

هغه تاييد وکړو چې پي ټي ای د فېسبوک او ټویټر مدیرانو سره اړیکه نیسي.

صفدر وویل، "د ټولنیزو رسنیو ټول شرکتونه د مشکوکو موادو له کبله د زيات فشار سره مخامخ دي." "ډیر شرکتونه غواړي چې هغه ګروپونه او پاڼې لرې کړي چې د واکسینونو په اړه غلط معلومات خپروي."

صفدر وويل، د واکسين ورکولو شرح هم د وسله والو ډلو له خوا د سخت مخالفت له امله اغيزمنه شوې ده، او حکومت ديني عالمان استخدام کړي چې د دې ستونزې په وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي.

د تیرو پنځو کلونو په ترڅ کې، طالبانو لږ تر لږه د ۶۰ پوليو کارکوونکو د وژلو نه علاوه د پوليو پر ضد د واکسين ورکولو خلاف فتوې صاد کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500