روغتیا

د افغانستان - پاکستان د پولې په اوږدو کې هم مهالې هڅې د پولیو د له منځه وړلو هیلې زیاتوي

د عديل سعید راپور

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د مارچ په ۱۲مه د ننګرهار ولایت د جلال اباد په لمنو کې د واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته پولیو واکسین ورکوي.‌ پولیو، چې یو وخت په ټوله نړۍ کې یو مصیبت وو، اوس یوازې په افغانستان،‌ پاکستان او نایجیریا کې پاتې دی. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د مارچ په ۱۲مه د ننګرهار ولایت د جلال اباد په لمنو کې د واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته پولیو واکسین ورکوي.‌ پولیو، چې یو وخت په ټوله نړۍ کې یو مصیبت وو، اوس یوازې په افغانستان،‌ پاکستان او نایجیریا کې پاتې دی. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

پېښور -- د پاکستان او افغانستان تر منځ د دې لپاره ګډې هڅې، چې د سرحد دواړو خواوو ته د معافیت د هم مهاله کمپاینونو له لارې پولیو له منځه وېسي،په نړیواله سطحه د دغې کمزورې کوونکې ناروغۍ د پای ته رسولو لپاره هیلې زیاتوي.

د عاجلو عملیاتو د مرکز/ایمیرجینسي اپرېشن سنټر (اي او سي) د قبایلي علاقو د تخنیکي چارو ارتباطي شخص ډاکتر ندیم جان د اګست په ۲ مه پاکستان فارورډ ته وویل، «د دواړو هم سرحده هېوادونو روغتیایي ټیمونو سره لاسونه ورکړي چې د شریک دښمن، پولیو پر ضد مبارزه وکړي،»

پولیو، چې یو وخت د نړۍ په سطحه یو مصیبت وو، اوس یوازې په درې هېوادونو -- افغانستان، پاکستان او نایجیریا کې پاتې دی.‌

هغه وویل، «پاکستان او افغانستان ګډه پوله لري او د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) یې یو بلاک بولي، نو دې ته اړتیا ده چې په سرحدونو کې، چې هره ورځ پرې زرګونو خلک اوړي را اوړي، د هم مهاله هڅو د ترسره کولو له لارې د دغه وایرس د خپرېدا مخه ونیول شي.»

د ګلوبل پولیو ایراډیکیشن انیشیټیف موسسې کارمند فریدریک ور (چې اوبرنګه واسکټ، سپین کمیس یې په غاړه او چپ خواته ناست دی) د جولای په ۷ مه د تورخم په سرحدي دروازه کې د پاکستان او افغانستان د ټرانزیټ واکسیناسیون د ټیمونو د یوې ګډې کتنې څارنه کوي. [اي او سي قبایلي علاقې]

د ګلوبل پولیو ایراډیکیشن انیشیټیف موسسې کارمند فریدریک ور (چې اوبرنګه واسکټ، سپین کمیس یې په غاړه او چپ خواته ناست دی) د جولای په ۷ مه د تورخم په سرحدي دروازه کې د پاکستان او افغانستان د ټرانزیټ واکسیناسیون د ټیمونو د یوې ګډې کتنې څارنه کوي. [اي او سي قبایلي علاقې]

د ټرانزیټ واکسیناسیون د یوه ټیم غړي د جولای په ۷ مه د تورخم د تلاشۍ په نقطه کې د پاکستان خواته ساحه کې یوه ماشوم ته مخکې له دې چې له خپلې کورنۍ سره د افغانستان خواته واوړي، د پولیو واکسین تطبیقوي. [اي او سي قبایلي علاقې]

د ټرانزیټ واکسیناسیون د یوه ټیم غړي د جولای په ۷ مه د تورخم د تلاشۍ په نقطه کې د پاکستان خواته ساحه کې یوه ماشوم ته مخکې له دې چې له خپلې کورنۍ سره د افغانستان خواته واوړي، د پولیو واکسین تطبیقوي. [اي او سي قبایلي علاقې]

هغه وویل، «دا هڅه په دې تمرکز کوي، چې په سیمه کې هر ماشوم تر پوښښ لاندې ونیول شي،»

پخوانۍ قبایلي سیمې (فاټا)، چې یو وخت په پاکستان کې د پولیو وایرس مرکز بلل کېده، اوس له پولیو څخه تشې دي او په تېرو دوه کلونو کې په کې د پولیو د هېڅ پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.‌

جان وویل، روغتیایي کارکوونکیو په دې سیمه کې د پولیو وروستۍ پېښه د ۲۰۱۶ د جولای په ۲۷مه ثبت کړې ده.

هغه وویل، حتی په سیمه کې د چاپېریال له ګنده اوبو څخه د اخیستل شویو نمونو نتیجه د پولیو وایرس په برخه کې منفي راغله، «چې دا په قبایلي سیمه کې د یادې ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې یوه ډېره ښه نښه ده،»

د واکسیناسیون ګډ کمپاینونه

پاکستان او افغانستان ۲۶۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري، چې هره ورځ پرې خلک اوړي را اوړي، او دا کار د دغه وایرس د خپرېدا خطر زیاتوي.‌

ندیم وویل، «د ۲۰۱۵ په نیمایي کې، د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې ګډ کمپاینونه پیل شول، او د ۲۰۱۸ په اپریل کې،‌ [چارواکو] پرېکړه وکړه چې په ټول پاکستان او افغانستان کې د معافیت د کمپاینونو په هم مهاله کولو سره دغه ساحه پراخه کړي،»

اوس، د پولیو د واکسیناسیون میاشتني کمپاینونه په عین نېټه او وخت په دواړو هېوادونو کې ترسره کیږي چې ښایي د واکسین ټیمونه هرې هغې کورنۍ ته، چې په پوله اوړي را اوړي، ورسېږي.

د نېشنل سټاپ ټرانسمېشن آف پولیو (اېن - سټاپ) پروګرام کارکوونکي ډاکتر وزیراکبر پاکستان فارورډ ته وویل، «د پولیو وحشي وایرس (R4B5C)، چې په پېښور کې پیدا شوی، عین هغه ډول وایرس دی چې د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې پیدا شوی دی، او هغه تګ راتګ کوي،»

هغه وویل، جینیټیک تسلسل په پاکستان او افغانستان کې د وایرسونو تر منځ مشابهت او د خلکو د تګ راتګ له لارې د وایرس د انتقال ډېرېدونکی خطر په ګوته کوي.‌

اکبر وویل، د دغو اندېښنو د لیرې کولو لپاره، د دواړو هېوادونو د پولیو ټیمونو او نړیوالو کارپوهانو په تېر مارچ کې په متحده عرب اماراتو کې سره ولیدل، او پرېکړه یې وکړه چې د دغه وایرس د خپرېدا د ودرولو او د نه واکسین شویو ماشومانو له لارې د هغه د بیا پېښېدلو لپاره ګډې او هم مهاله هڅې وکړي.‌

هغه وویل، د پاکستان او افغانستان روغتیایي چارواکي په منظمه توګه د ویډیو له لارې سره خبرې کوي چې د واکسیناسیون پلانونه جوړ کړي. د تقویم په حساب، په هر کال کې په دواړو هېوادونو کې د واکسیناسیون خواوشا ۱۱ هم مهاله کمپاینونه ترسره کیږي. د روژې په میاشت کې د روژې له کبله واکسیناسیون نه و ترسره شوی.

هغه وویل، د دواړو هېوادونو د ټرانزیټ واکسیناسیون ټیمونه همدارنګه په تورخم، خرلاچۍ، غلام خان او چمن سرحدي دروازو کې سره ګوري او د ماشومانو د واکسیناسیون او نوم لیکنې په هکله معلومات سره شریکوي.

د ډبلیو اېچ او د پولیو د له منځه وړلو د نړیوال نوښت له خوا جوړ شوي، د څارنې خپلواک بورډ، له خوا پاکستان ته د نایروبي د پوهنتون لېږل شوي یوه پروفیسر، فریدریک ور وویل، «د ماشومانو د واکسیناسیون او څارنې هڅو په برخه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ همغږي غوره کار دی، خو دا هڅې باید دوام ومومي،»

د قبایلي علاقو د اي او سي له خوا د جولای د ۷ مې د یوې اعلامیې په اساس، ښاغلې ور په جولای کې د پېښور او خیبر علاقې لیدنه وکړه چې په سرحد کې د واکسیناسیون څارنه وکړي او همدارنګه یې د پاکستان او افغانستان د پولیو د ټیمونو تر منځ د ملاقات نظارت وکړ.‌

د هر ماشوم واکسینول

په سرحدي دروازو کې، روغتیایي کارکوونکي د پاکستان خواته هر هغه ماشوم، چې د پولیو واکسین ورکول کیږي، د هغه د لاس د غټې ګوتې د نښې په اخیستلو سره ثبتوي. د افغانستان خواته، روغتیایي کارکوونکي د واکسین شوي ماشوم د شهادت د ګوتې نښه اخلي. وروسته، هغوی دغه معلومات سره شریکوي چې مطمئنه کړي چې هغوی هر هغه ماشوم، چې په سرحد اوښتی، تر پوښښ لاندې راوستی دی.‌

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو د له منځه وړلو د چارو ارتباطي شخص، ډاکتر امتیازعلي شاه، وویل، «ګډو هڅو مرسته کړې چې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې وشي،»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «په پاکستان کې، په ۲۰۱۸ کال کې د پولیو د یوازې درې پېښو راپور ورکړل شوی وو او ټول یې د بلوچستان ایالت په ډوکي ولسوالۍ کې ول،»

هغه وویل، په ۲۰۱۴ کې، په پاکستان کې د پولیو د ۳۰۶ پېښو راپور ورکړل شوی وو. په ۲۰۱۵ کې هغه ۳۵ ته راکم شو، په ۲۰۱۶ کې ۲۰، په ۲۰۱۷ کې ۸ ته او اوس په ۲۰۱۸ کې تراوسه پورې درې پېښو ته راکم شوی دی.

هغه زیاته کړه، په ۲۰۱۸ کې تر اوسه پورې ډاکترانو په خیبر پښتونخوا او پخوانۍ فاټا کې د پولیو د هېڅ پېښې په هکله راپور نه دی ورکړی، چې دا هم یوه ښه نښه ده.

شاه وویل، «پاکستان د پولیو د له منځه وړلو غاړې ته ور رسېدلی دی، په داسې حال کې چې افغانستان هم په دې برخه کې پرمختګ ښیي او په ۲۰۱۸ کې تر جون پورې یې ۸ پېښې ثبت کړې دي. په افغانستان کې د امنیتي وضعې،او هغو ستونزو په پام کې نیولو سره، چې د معافیت ټیمونه ټولو ماشومانو ته د لاسرسي په برخه کې ورسره مخامخ دي، د پولیو د پېښو ټول شمېر چې یوه منفرد عدد ته راښکته شوی دی، یوه ښه نښه ده.»

هغه وویل، دا چې د پولیو پېښې د یوې ولسوالۍ په یوازې یوه کوچنۍ سیمه کې پېښې شوي دي «ښیي چې په پاکستان کې پولیو محدوده شوې او په هېواد کې د دغه مصیبت د له منځه وړلو لپاره یوې وروستۍ ټېلې ته ضرورت دی.»

هغه وویل، خو په سیمه کې د پولیو له له منځه وړلو څخه پرته، د بیا پېښېدلو خطر همېشه موجود دی، له دې امله، له دواړو هېوادونو څخه د دغې ناروغۍ د ورکولو لپاره ګډو هڅو ته ضرورت دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا په ټوله نړۍ کې د ویروس حمله ده، چې يوازې په یو هیواد کې نه ده. نو مونږ په ګډه د ويروس سره مقابله کولی شو. یوازې مونږ له پکار ده چې د څه مودې لپاره احتياط وکړو.. د دې پر ځای چې ويروس مونږ زمونږ د غیر مسؤلیت له کبله وځپي .. که خلک دا جدي ونه ګڼي، او داسې مثالونه شتون لري چې دې ویروس ته خلک په جدي توګه نه ګوري. نو احتياط په نړۍ کې خورا مهم دی. دا سروې شوې ده چې اوس د سواد کچه ډیره لوړه ده. اوس مونږ کولی شو چې په عملي ډول د خلکو ذهنونه د دې په اړه پاک کړو او دوی ته اجازه ورکړو چې د کورونا خطر وپیژني که یوځل دا د کنټرول څخه ووځي. طبي ټیم باید د پاملرنې او تاثیراتو په اړه په رسنیو کې اعلانونه وکړي. ما په عملي ډول دا لفظ استعمال کړو. خلک اوس هم نه پوهيږي چې کورونا څه شی دی .. دوی د ویروس مړي نه دي لیدلي د نړۍ د رسنیو په کچه بیا به له شخصي څخه ټولنیزه غوښتنه وکړي. مهرباني وکړئ دې ته يې وهڅوئ .. دا چې صبر د زيان نه ښه دی، وروسته له دې چې مونږ بې وسه شو. پوهاوی رامينځته کول.

ځواب

ښه کار.

ځواب

۱۲،۰۰۰ روپۍ د نغدو پيسو د پروګرام نه ورکړل کيږي، ۱۲،۰۰۰ ورکړل کیږي

ځواب