پاکستان -- پاکستانيان په کراچۍ، لاهور او د هیواد په نورو برخو کې د دسمبر په ۲۵ مه د کرسمس د تيارۍ لپاره رنګارنګ چراغونه، د سينګار سامانونه کاروي او بازارونو ته ځي.
د پاکستان حکومت په وینا، عیسایان د پاکستان د ۲۱۳ ميليونو آبادۍ ۱.۶٪ برخه ده، چې په دې کې زياتره په اسلام آباد او د پنجاب په انتظامي ضلعو کې دي.
د اقلیتي ډلو شمير کره نه دی او متنازعه دی، په داسې حال کې چې ځینې کسان وایي چې د پاکستاني عیسایانو شمیر د ۲ میلیونو او ۱۰ میلیونو ترمنځ دی.
د دوی د لږ شمیر او د سخت دریځو مذهبي ډلو د دوامداره ګواښونو او د وحشي تروريستيبریدونو تاریخ سربيره،پاکستاني عيسايان دا چهټي د خوشحالۍ، موسیقۍ او د کرسمس ونو سره لمانځي.