مظفر ګړ -- جيونيوز راپور ورکړو چې د پنجاب پولیسو د تروریزم ضد ادارې د جمعې په ورځ (د دسمبر په ۲۲ مه) په مظفرګړ کې په عملیاتو کې يو تروريستي پلان ناکامه کړو او درې ترهګر يې ونیول.
د سي ډي ټي د وينا له مخې، وسله والو د منع شوي تنظيمونو سره تړاو لرلو او دوی پلان لرلو چې د کرسمس په مراسمو باندې بريد وکړي.
چارواکو د هغوی نه لاسي بمونه او نور مهمات ترلاسه کړل.
جيو نيوز د جمعې په ورځ راپور ورکړو، په عين حال کې، د سي ټي ډي افسرانو په ملتان ډسټرکټ کې د تحریک طالبان پاکستان دوه وسله وال وروسته له هغې ووژل کله چې دوی په پوليسو باندې ډزې پيل کړې.
چارواکو د وسله والو د شتون په اړه خفيه معلومات ترلاسه کړل او د جلال پور پیرواله ته نږدې ېې په یوې ودانۍ چاپه ووهله. درې وسله وال وتښتېدل.
د سي ټي ډي افسرانو په دې پیښه کې وسلې او مهمات ترلاسه کړل.