تروريزم

ملاله یوسفزۍ د افراطیت پر وړاندې له مثالي بريا سره د خپل ښار لیدنه کوي

ای ايف پي

د نوبل د سولې انعام ګټونکي ملاله یوسفزۍ (ګس اړخ ته) د مارچ په ۳۱ مه خپل کلي ته د دورې په جریان کې د پاکستان د اطلاعاتو او نشرياتو وزارت وزيرې مریم اورنګزيب سره په ګلي باغ کې سوات کيډټ کالج ته راځي. [عبدل مجيد/ای ايف پي]

د نوبل د سولې انعام ګټونکي ملاله یوسفزۍ (ګس اړخ ته) د مارچ په ۳۱ مه خپل کلي ته د دورې په جریان کې د پاکستان د اطلاعاتو او نشرياتو وزارت وزيرې مریم اورنګزيب سره په ګلي باغ کې سوات کيډټ کالج ته راځي. [عبدل مجيد/ای ايف پي]

سوات -- د نوبل د سولې انعام ګټونکي ملاله یوسفزۍ د دې هفتې په پای کې وادي سوات ته په لومړي ځل سفر وکړو. وادي سوات په پاکستان کې د وسله والو نه ډکه سيمه وه چيرته چې هغه پنځه کاله مخکې د طالبانو لخوا په سر ويشتلی شوي وه.

دا لنډ سفر د پاکستان لپاره یوه مثالي لمحه ده، چې د افراطيت په وړاندې په اوږدې مبارزه کې په منظم ډول د سوات د بریا کیسه څرګندوي.

یوسفزۍ ای ايف پي ته وويل، "ما سوات په داسې حالت کې پريښودو چې زما سترګې پټي وې او اوس زه بېرته راغلم او زما سترګي کهولاو دي." هغې هغه حالاتو ته اشاره وکړه کله چې پوځ په ۲۰۱۲ کال کې د ډزو نه وروسته هغه په کوما کې په هيلي کوپټر کې منتقل کړه.

هغې په مينګوره کې په يو سکول کې وويل، "زه ډېره خوشحاله يم. زما خوب رښتيا شوى دی. زما د وروڼو او خويندو د قيمتي قربانيو له کبله په سوات کې امن بحال شوی دی.

ملاله يوسفزۍ (په منځ کې) د مارچ په ۳۱ مه په ټويټر باندې په خپور شوي يو تصوير کې د خپلې کورنۍ سره پوز جوړوي. هغې وليکل، "زه ډیره خوشحاله شوم کله چې ما خپله کورنۍ په کور کې وليدله، د ملګرو سره مې لیدنه وکړه او په دې خاوره مې خپلې پښې بیرته کيښودې." [ملاله یوسفزۍ/ ټویټر]

ملاله يوسفزۍ (په منځ کې) د مارچ په ۳۱ مه په ټويټر باندې په خپور شوي يو تصوير کې د خپلې کورنۍ سره پوز جوړوي. هغې وليکل، "زه ډیره خوشحاله شوم کله چې ما خپله کورنۍ په کور کې وليدله، د ملګرو سره مې لیدنه وکړه او په دې خاوره مې خپلې پښې بیرته کيښودې." [ملاله یوسفزۍ/ ټویټر]

مینګوره هغه ځای دی چيرته چې د ملاله کورنۍ ژوند کولو او چيرته چې د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په ۹ مه سکول ته روانه وه او یو وسله وال د سکول بس ته وختو او پوښتنه یې وکړه، "ملاله څوک ده ؟" او هغه يې وويشتله.

هغه په لومړيو کې په پوځي هسپتال کې علاج ترلاسه کړو او او بیا يې د انګلستان په برمنګهم کې علاج ترلاسه کړو.

د شنبې په ورځ، ملاله د هيلي کوپټر نه د وادي سوات تصويرونه وويستل او په ټويټر يې دغه تصويرونه خپاره کړل او ويې ويل، "دا ما ته په ځمکه باندې تر ټولو ښکلی ځای دی."

هغې په يو ټويټ کې وویل، "زه ډیره خوشحاله شوم کله چې ما خپله کورنۍ په کور کې وليدله، د ملګرو سره مې لیدنه وکړه او په دې خاوره مې خپلې پښې بیرته کيښودې."

اسلام آباد ته بيرته د تلو نه مخکې، هغې هلته کې د ۴۵ مينټو لپاره وخت تير کړو او نور زيات تصويرونه يې وويستل. دا ټوله دوره په ښکاره توګه د دوو ګهنټو نه لږه زياته وه.

د هغې کورنۍ هم ای ايف پي ته د خپلې خوشحالۍ په اړه وويل.

د هغې پلار، ضیا الدین یوسفزۍ، وویل: "زه يقين نه شم کولی چې بيرته په سوات کې یم او له خپلو خلکو سره لیدنه کوم."

له ژړا سره کور ته راتلل

دا دوره دوه ورځې وروسته له هغې ترسره شوه کله چې ملاله، چې د انګلستان په اکسفورډ يونيورسټۍ کې طالب علمه ده، پاکستان ته سفر وکړو، چیرته چی د هغې د حیرانوونکي سفر له کبله په خلکو کې خوشحالي او د فخر احساس رامنځته شو. د حکومتي چارواکو په وینا، هغه د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۲ مه) بیرته انګلستان ته راستانه شوه.

هغه په ژړا شوه کله چې هغې د تیر پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۹ مه) په ټيلي ويژن باندې خطاب وکړو او ويې ویل چې دا د هغې "آرمان" دی چې بیرته راشي او له پاکستاني رسنیو سره يې ژمنه کړې ده چې هغه به د تعليم د مکمل کيدو نه وروسته په دايمي توګه بیرته راشي.

له دې سره سره هغه د سخت انتقاد سره هم مخ شوې ده. ملاله په نړیواله کچه پراخه درناوی ترلاسه کوي، خو په پاکستان کې د هغې په اړه خلک مختلف خيالات لري. ځینې هغه د مغرب يوه ايجنټه ګڼي او وايي چې د هغې مشن د هیواد انځور ته زيان رسولی دی.

په دې وروستیو ورځو کې د سيمې اوسيدونکي ای ايف پي ته د ملاله ستاینه کړې ده، او هغې ته يې د خيبر پښتونخواه په محافظه کاره سيمه کې د تعلیم په پرمختګ کې د مرستې -- په ځانګړي توګه د جينکو لپاره تعليم -- له کبله کريډت ورکړو.

د دې میاشتې په پیل کې، د جينکو سکول، چې د ملاله فنډ د پیسو سره جوړ شوی و، د مینګورې په شمال ختیځ کې په شانګله ډسټرکټ کې پرانيستل شو، چیرته چې د هغې کورنۍ ښار ته د تلو نه مخکې ژوند کولو.

ملاله په سوات کې ای ايف ته وويل چې هغه د ۲۰۱۲ کال نه وروسته په سیمه کې په پراخه کچه بدلونونه ويني -- خو هغې راپوررونه لوستلي دي چې تر اوسه پورې ۵۰٪ پورې ماشومان سکولونو ته نه ځي.

هغې ژمنه وکړه، "موږ باید سخت کار وکړو چې دوی ټول په سکولونو کې داخل کړو."

د سوات اوسېدونکو هم د هغې د دورې هرکلې وکړو او له پاکستانيانو څخه یې وغوښتل چې د جينکو د تعليم د پراختیا لپاره د هغې د هڅو ملاتړ وکړي.

نذير خان، چې يو سرکاري ملازم دی، ای ايف پي ته وويل، "موږ د ملاله او د هغې نعرې -- يو قلم، يو استاد -- هرکلی کوو کومه چې هغې پورته کړې ده."

د سيمې يو اوسيدونکي ارشد علي وويل، "خلک د هغې په اړه مثبت او همدارنګه منفي خيالات لري."

"موږ دې ته اړتیا لرو چې وګورو چې هغې تر اوسه پورې څه کړي دی، هغې په شانګله کې یو ماډل سکول جوړ کړی دی چې د هغې مقصد -- چې په هيواد کې په ځانګړي توګه د جينکو لپاره تعليم ته وده ورکړي -- په ګوته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه یوه زړوره جينۍ ده. د سوات د يو اوسيدونکي په توګه زه په هغې فخر کوم

ځواب