تروريزم

وسله وال په پاکستان او افغانستان کې په ښځو او ماشومانو 'رحم نه کوي'

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

په سيند صوبه کې د ديارلسمې پيړۍ د لال شهباز قلندر په مزار کې د بمي چاودنې نه يوه ورځ ورسته، دوه ټپي شوي ماشومان او یوه ښځه د سيهون په يوهسپتال کې د فبرورۍ په ۱۷ مه په بستر کې پراته دي او يو نارینه د هغوی ترڅنګ ولاړ دی. [آصف حسن/ ای ايف پي]

په سيند صوبه کې د ديارلسمې پيړۍ د لال شهباز قلندر په مزار کې د بمي چاودنې نه يوه ورځ ورسته، دوه ټپي شوي ماشومان او یوه ښځه د سيهون په يوهسپتال کې د فبرورۍ په ۱۷ مه په بستر کې پراته دي او يو نارینه د هغوی ترڅنګ ولاړ دی. [آصف حسن/ ای ايف پي]

پیښور -- د څارونکو په وینا، د دوی د ادعاګانو برعکس، افغان طالبان او تحریک طالبان پاکستان دواړه د ښځو او ماشومانو د وژلو په اړه هیڅ انديښنه نه لري.

په یوې وروستۍ پيښه کې، جوشوا بویل، د کينیډا يو کس، چې افغان طالبانو هغه او د هغه کورنۍ د پنځو کلونو لپاره يرغمال کړي وه، وویل وسله والو د هغه ماشومه لور ووژله او د هغه په مېرمن، کيټلان کولمن، چې د امریکې وګړي ده، باندې یې جنسي تیری وکړو.

د پاکستان پوځ د اکتوبر په میاشت کې دغه کورنۍ وژغورله.

وحشيانه تاريخ

په پیښور کې يو امنیتي شنونکي خادم حسین پاکستان فارورډ ته وویل، "د کینیډایي جوړې لخوا دا تور ... ... چې د هغوی ماشومه طالبانو وژلي وه يو نوی خبر نه دی ځکه چې طالبان د ښځو او ماشومانو د وژلو عادت لري."

افغان کډوال ماشومان او کورنۍ د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر په ۲۷ مه په کابل کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په يو کيمپ کې د بمونو او ماينونو مثالونه ګوري. څارونکي وايي چې ښځې او ماشومان اکثر د افغانستان او پاکستان په قبايلي سیمو کې د ترهګريز بریدونو او د ځمکني ماینونو د چاودنو ښکار کيږي. [وکیل کوهسار/ای ايف پي]

افغان کډوال ماشومان او کورنۍ د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر په ۲۷ مه په کابل کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په يو کيمپ کې د بمونو او ماينونو مثالونه ګوري. څارونکي وايي چې ښځې او ماشومان اکثر د افغانستان او پاکستان په قبايلي سیمو کې د ترهګريز بریدونو او د ځمکني ماینونو د چاودنو ښکار کيږي. [وکیل کوهسار/ای ايف پي]

د جنوبي وزیرستان یو ژورناليسټ، چې د نوم نه ښودلو غوښتنه يې وکړه، وويل، که څه هم افغان طالبانو دا تور رد کړی دی، خو وسله وال د ښځو په وړاندې د جنسي تیري کولو ریکارډ لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمو کې، طالبان وسله والو ښځې وهلې او هغوی یې د نژدې نارینه خپلوانو نه بغير د کور نه د وتلو نه منع کړي دي."

هغه وويل: وسله وال په شرمناکه توګه بېګناه ښځې او ماشومان وژني.

دغه ژورناليسټ د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو یو راپور ته اشاره وکړه او ويې وويل، طالبان وسله والو د ۲۰۱۷ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې ۱،۶۶۲ وګړي ووژل او ۳،۵۸۱ کسان یې ټپيان کړل، چې په دې کې زياتره ښځې او ماشومان ول.

په یوې ځانګړې پیښه کې، طالبانو او داعش د اګست په ۵ مه په ګډه په افغانستان کې د سرپل صوبې په لرې پرتې سيد ډسټرکټ کې ۶۰ نارينه، ښځې او ماشومان ووژل.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په جل مګسي ډسټرکټ کې په يو صوفي مزار کې د اکتوبر په ۵ مه په وګړو باندې په يو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان، د درې ماشومانو په ګډون، ووژل شول او يو شمير کسان نور ټپيان شول.

وسله وال طالبان 'رحم نه لري'

حسين وويل، په پيښور کې په ۲۰۱۴ کال کې په آرمي پبلک سکول کې د قتل عام ياد لا تراوسه پورې د اوسيدونکو په ذهنونو کې تازه دی، کله چې د تحريک طالبان پاکستان وسله والو په سکول برید وکړو او د ۱۴۰ نه زیات ماشومان او ښوونکي یې ووژل.

هغه وويل، "دوی د انسانیت لپاره هیڅ رحم نه لري، دوی ښځې، ماشومان، ځوانان او مشران وژني او د خپلې اجنډې پيروي وکړي." هغه زیاته کړه، چې د طالبانو په مرسته کې د کموالي اصلي لامل د ښځو او ماشومانو سره ناوړه چلند دی.

په پېښور کې په لیډي ریډنګ هسپتال کې ډاکټر مشتاق احمد وويل، داسې ظالمانه فعاليتونه "د ښځو او ماشومانو په وړاندې د وسله والو چلند په ګوته کوي."

احمد، چې د هسپتال په بېړنۍ څانګه کې کار کوي، پاکستان فارورډ ته وویل: "په تیرو لسو کلونو کې، موږ په بمباریو او ځانمرګي بریدونو کې ۳،۰۰۰ ژوبل ناروغان ترلاسه کړي دي."

هغه وويل، د دغو قربانيانو زيات شمېر کسان معذوره شوي دي اودوی نه شي کولی چې عادي ژوند وکړي.

هغه وويل: "په بازارونو کې زياتره بریدونه په هغه بازارونو کې وشول کومو ته چې اکثر ښځې ځي." هغه زياته کړه، "په ښځو او ماشومانو باندې په خپلو کورونو کې بریدونه شوي دي."

د اسلام په وړاندې بزدلانه اقدامونه

په پيښور يونيورسټۍ کې يو سوشالوجسټ، خالد رحمان، وويل، د وسله والو لخوا د ښځو او ماشومانو بې رحمه وژل د غندنې وړه ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا عمل د اسلام او همداراز د سیمه ایزو نورمونو خلاف دی. د دې نارمونو مطابق، د ښځو ډير زيات درناوي کيږي." هغه زیاته کړه چې "پښتانه ټولنه د ښځو په پراخه کچه درناوی کوي."

هغه وويل، د خيبر پختونخواه په سوات ډسټرکټ کې، د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ د ترهګرو د واکمنۍ په دوران کې، وسله والو ښځې له خپلو کورونو څخه د وتلو نه منع کړې او ښځينه نرسانې او ډاکټرانې يې په روغتونونو کې د کار کولو نه منع کړل.

ماشومان اکثر د طالبانو د بریدونو قربانیان جوړيږي.

محمد اسامه، ۱۰ کلن، په خیبر ایجنسۍ کې د مارچ په مياشت کې د ماین په چاودنه کې سخت ټپي شوی و. هغه دواړه پښې له لاسه ورکړې او د ټول عمر لپاره به په بستر کې وي.

د دغه ماشوم پلار، محمد شوکت، پاکستان فارورډ ته وویل: "هغه د ماشومانو سره کرکټ کولو او د وسله والو لخوا په نصب شوي ماین باندې یې پښې کيښودلې." هغه زياته کړه، "موږ هغه په پيښور کې حيات آباد مډيکل کمپلکس ته ورسوو، خو د هغه زخمونه ډیر جدي و ... او هغه خپلې پښې له لاسه ورکړې."

شوکت وويل، هغه په خپله سيمه کې له لسو څخه زيات ماشومان پېژني، چې د ماینونو له کبله يې خپلې پښې له لاسه ورکړي دي.

هغه وويل: "خلک د ترهګرو لپاره هيڅ درناوى نه لري، هغوی ماشومان او ښځې ويروي." هغه زياته کړه، "[وسله وال] نشي کولی چې د پوځ سره مخامخ جګړه وکړي او د دې وجې نه ملکیان په نښه کوي -- دا د زړورتیا نښه نه ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500