ملاله یوسفزۍ پلان لري چې په آکسفورډ کې داخله وکړي

ای ايف پي

لندن -- د سولې د نوبيل انعام ګټونکي ملاله یوسفزۍ، چې په خپل کورني پاکستان کې د جينکو د تعليم لپاره د اواز پورته کولو له کبله د طالبانو لخوا په ډزو ويشتلی شوي وه، د پنجشنبې په ورځ ( د اګست په ۱۷ مه) اعلان وکړو چې هغې په آکسفورډ يونيورسټۍ کې د زده کړې لپاره ځای ترلاسه کړی دی.

"زه ډيره زياته خوشحاله يم چې زه به آکسفورډ يونيورسټۍ ته لاړه شم!!" دغه ۲۰ کلنې جینۍ په ټویټر باندې د هغه پیغام د یو تصویر سره پوسټ وکړو په کوم کې چې په فلسفه، سیاست او اقتصاد په کورس کې د هغې د داخلې تصدیق شوی دی.

هغه یوازې د ۱۵ کالو وه چې وسله والو طالبانو په اکتوبر ۲۰۱۲ کال کې په سوات دره کې په سر هغه وخت وويشتله کله چې هغی په يو بس کې سفر کولو.

ملاله یوسفزۍ د انګلستان په برمنګهم کې طبي علاج ترلاسه کړو، او له هغه وخت راهیسې د خپلې کورنۍ سره هلته کې ژوند کوي.

ملاله یوسفزۍ ته د هند د کيلاش ستيارتي سره په ۲۰۱۴ کال کې د ۱۷ کالو په عمر کې د سولې لپاره نوبيل انعام ورکړل شو. کيلاش ستيارتي ته د ماشومانو د حقوقو لپاره د مبارزې له کبله دغه انعام ورکړل شو.

اکسفورډ د بینظیر بهوټو، چې د پاکستان پخوانۍ وزيراعظمه وه او په ۲۰۰۷ کال کې وژل شوې وه، د زده کړی ځای وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500