امنیت

د کورنیو چارو وزیر وايي چې په پاکستان کې د تروریزم سره په مبارزه کې بريا نژدې ده

د محمد آهل لخوا

د فرنټير کور سرتیري د مارچ په ۸ مه په ورسک ګيريسن پيښور کې د عسکرو د ټريننګ لپاره په اکيډمۍ کې د پنځيشتم پاسنګ آوټ په مراسمو کې برخه اخلي. [محمد آهل]

د فرنټير کور سرتیري د مارچ په ۸ مه په ورسک ګيريسن پيښور کې د عسکرو د ټريننګ لپاره په اکيډمۍ کې د پنځيشتم پاسنګ آوټ په مراسمو کې برخه اخلي. [محمد آهل]

پيښور -- د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وئلي دي چه په ټول هیواد کښې امن بحال شوې دې

هغه د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۸ مه) په پیښور کې په ورسک کې د سرتيرو د ټريننګ لپاره په اکيډمۍ کې د فرنټير کور د عسکرو د پنځيشتم پاسنګ آوټ په مراسمو کې کښې وینا اوکړهی.

په دې مراسمو کې په مجموعي توګه ۶۰۸ نوي عسکر فارغ شول او د ګډون کوونکو لپاره يې جسماني تربيتي مشقونه ترسره کړل. په دغه ګډون کوونکو کې د ايف سي (شمال) انسپکټر جنرل محمد وسيم اشرف شامل و.

اقبال سرتيرو ته وويل، "تاسو خوش قسمته يئ چې د هغه یو زړور ځواک برخه يئ کوم چې د هیواد د نظرياتي او جغرفيايي سرحدونو په دفاع کې ښکیل دي او دا ستاسو ټولو لپاره د ډير عزت خبره ده."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د مارچ په ۸ مه په پېښور کې د ایف سي سرتيرو د پاسنګ آوټ معاينه کوي. [محمد آهل]

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د مارچ په ۸ مه په پېښور کې د ایف سي سرتيرو د پاسنګ آوټ معاينه کوي. [محمد آهل]

هغه وویل، "د ایف سي هغه ځواکونه، چې د هیواد دفاع او د نورو د ژوند ساتلو لپاره يې خپل ژوندونه قربان کړي دي، د هیواد اصلي اتلان دي."

يو آخرنی ګوزار

اقبال په دې مراسمو کې پاکستان فارورډ ته وویل، ضرب عضب عملیات، چې په جون ۲۰۱۴ کال کې پیل شوي ول، د ترهګرو ملا ماته کړه او په قبايلي سيمو کې يې د حکومت واکمني بحال کړه.

هغه وويل، د رد الفساد عملیات، چې په فبروري ۲۰۱۷ کال کې پيل شوي ول، لاندې پرله پسې امنيتي کوشونه ترسره شول." هغه زياته کړه، "جنګ ديو کس نه بلکې یوازې د هیواد کار دی."

هغه وويل، "د ايف سي ظرفيت د تروریزم ضد ملي پلان لاندې لوړ شوی دی، چې په دې کې د نیم پوځي ځواک نوي څانګې جوړول او اساسي ټريننګ او عصري وسایل او وسلې برابرول شامل دي."

هغه زياته کړه، چې حکومت د جامع اصلاحاتو له لارې ايف سي د جديد ټکنالوجۍ او وسلو سره سمبال کړی دی، چې دغه ځواک ته د جديد چيلنجونو سره د مقابلې لپاره توان ورکوي.

اقبال د فراغت په مراسمو کې وويل، "زه باور لرم چې د حکومت ګامونه به د قانون پلي کونکي ادارو سره په ګډه د ایف سي مسلکي وړتیا لوړه کړي او په هيواد کې د تروریزم په ختمولو او د امن په بيا بحالۍ کې به فعال رول ولوبوي."

سرتيري د ترهګرۍ د 'له منځه وړولو' لپاره چمتو دي

عامر خان، چې په ټول ټريننګ کې يې د ښه کاردګۍ له کبله د عزت توره ترلاسه کړه، وويل، "موږ ټول د پاکستان نه د اورپکۍ د ختمولو لپاره چمتو یو." "دوی به هيڅکله دلته کې نور ځای ونه مومي."

هغه وويل، "هر ځوان عسکر زړه ور او بهادر دي، او بزدله دښمن مورال نه لري چې مونږ منع کړي." "ترهګر په تيښته دي او ماتې يې ترلاسه کړی دی؛ موږ به هغوی ته آخرنی ګوزار ورکړو."

بابر رحمان، چې د کمانډنټ اعزازي امسا يې ترلاسه کړه، پاکستان فارورډ ته وويل،"د ماشومانو او ملکي خلکو په قاتلانو به رحم ونه کړی شي، او دوی به يقيناََ وځپل شي."

هغه وويل: "دا زما آرمان و چې زه يو عسکر جوړ شم او د انسانيت هغه دښمنان ختم کړم، کومو چې په آرمي پبلک سکول کې حتی ځوانان هم معاف نه کړل." هغه په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پيښور کې د تحريک طالبان پاکستان يو بريد ته اشاره وکړه، چې د ۱۴۰ نه زيات ماشومان او ښوونکي په کې وژل شوي ول.

هغه وويل، د وسله والو په وړاندې په جنګ کې په لومړيو ليکو کې د جنګ کولو له کبله په ځانګړي توګه ايف سي ته کريډت ورکړل شوی دی.

کيډټ وقار سعيد، چې په خپل کلاس کې تر ټولو ښه نشانه باز دی، وويل، "دا زما آرمان و چې د هغه ترهګرو سره په مبارزه کې په لومړۍ لیکه کې جنګ وکړم، کومو چې د عام پاکستانيانو د ګمراه کولو لپاره د مذهب نوم کارولی دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د سرتیرو او ملکیانو قربانۍ زموږ زړورتیا څرګندوي ... ترهګر موږ ته ماتې نه شي راکولی، او موږ به هغوی ته خپله زړورتيا وښيو."

نهار الدین، چې یو بل کیډټ دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "زه به ترهګرو ته د ماتې ورکولو لپاره ډير زيات کوشش وکړم."

هغه وويل، "موږ د سولې او مينې سرتيري يو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما آرمان

ځواب