امنیت

د پوځ د عامه ښوونځي اغيزمن وګړي وايي چې د عمر نري مرګ 'الهي انصاف' دی

ظاهر شاه لخوا

عمر نری په پېښور کې، د دسمبر ۲۰۱۴ کال APS وژنې اصلي طراح، په يوه بې تاريخه سکرين شاټ کې ده دویم څخه ښودل شوی دی. هغه د جولای په ۹ مه په افغانستان کې وژل شوی دی. [د محمد ظاهر شاه لخوا]

عمر نری په پېښور کې، د دسمبر ۲۰۱۴ کال APS وژنې اصلي طراح، په يوه بې تاريخه سکرين شاټ کې ده دویم څخه ښودل شوی دی. هغه د جولای په ۹ مه په افغانستان کې وژل شوی دی. [د محمد ظاهر شاه لخوا]

پېښور - په پېښور کې د دسمبر د ۲۰۱۴ کال د پوځ د عامه ښوونځی (APS) وژنې اصلي طراح د ځوان قربانیانو کورنیو ته د مرستې احساس ورکړی دی.

د تحریک طالبانو(TTP) د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۱۶ مه د بريد له امله ۱۲۲ ماشومان او ۲۲ ښوونکي وژل شوي وو.

پخوا نا معلومه خلیفه عمر منصور چې د عمر نري په نامه بللی شي، لومړي ځل د تحریک طالبانو لوی قوماندان په توګه راڅرګند شو کله چې هغه په یو ویډیو کې مسوولیت په غاړه واخیست.

مرګ منصورلپاره راځي

د جولای په ۹ مه غچ واخيستل شو، کله چې منصور او د داعش او تحریک طالبان پاکستان څلور وسله وال د ننګرهار په ولایت کې په افغانستان کې ووژلی شو.

د پاکستان د پوځ وياند جنرال عاصم سليم باجوه د جولای په ۱۳ مه په يو تويټ کې د منصورد مړينې تاييد وکړ.

منصور د نورو ظلمونو مسوولیت په غاړه واخيست. تير کال په ستمبر کې دوی په بډابير، پېښور کې د پاکستان د هوايي ځواک په اډه کې يو تروریستي برید کړی و، چې ۲۹ تنه په کې وژل شوي وو. همدارنګه دوی د جنورۍ په مياشت کې د خیبر پښتونخوا د چارسدې په ولسوالۍ کې پر باچا خان پوهنتون بريد کړی و، چې ۱۸ زده کوونکي او د پوهنځی غړي په کې وژلی شوي وو.

منصور به د نري په نامه بلل کیدو ځکه چې د هغه وجود نری و، په مهمند ايجنسۍ کې د تحريک طالبان يو قوماندان سنړل اسيا آنلاين ته وويل. هغه زياته کړه چې د منصور عمر د ۳۰ کالو څخه زيات و.

د پاکستان پوځي سرچینو سنټرل اسيا آنلاين ته وويل، څلور ترهګر چې له منصور سره وژل شوي دي، هغوی کې د ځانمرګي بريد کوونکو روزونکی، ملنګ او د داعش قوماندان قاري سيف الله شامل وو.

منصور او سيف الله د تحریک طالبان پاکستان يوې ډلې سره اړيکې لرلې، چې زياتره په پېښور او دره آدم خيل، فاټا کې فعال وو. وروسته د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ ضرب عضب عملياتو له امله دوی افغانستان ته وتښتېدل.

'د الهي انصاف يوه ورځ'

د منصورڅخه د اغيزمنې کورنۍ وګړي د هغه د مرګ له اورېدو وروسته په هوسا زړه سا واخيست، په داسې حال کې چې د پاکستان امنیتي شنونکي دا د تحريک طالبان پاکستان پر ضد ستر ګوزار لمانځوي.

طفيل خټک، د APS شهید شېر شاه پلار، چې د ۱۶ کالو و، وويل: "موږ نن يو ځل بيا وژړل، خو دا د هغه مور او پلار، چې خپل عزيزان يې وژلی شوي وو، لپاره د انصاف ورځ ده" "نن بې رحمه قاتل مړ دی."

هغه سنټرل اسيا آنلاين ته وويل "دا د بې ګناه زده کوونکو لپاره د الهي انصاف ورځ ده چې د ترهګرو لخوا، زما د زوي په ګډون، له بي رحمۍ سره وژل شوي وو."

هغه وويل: " نه عمر نري او نه بل چا له دې قتل عام نه څه ترلاسه کړي دي. مور او پلار او زده کونکي ... په خپلو قربانو فخر کوي."

هغه وويل: " عمر او نورو ترهګرو د اسلام خدمت نه دی ترسره کړی خو نن به د الله جل جلاله مخکې حاضريږي چې د خپلو جرمونو ځواب ورکړي"

اسفند خان چې په APS کې په لسم ټولګي کې وژل شوی وو، د هغه پلار اجون خان، وويل: "دا يوه لويه ورځ ده. موږ فکر کوو چې زموږ ماشومان به په قبرونو کې له راحت سره وي ځکه چې نن دوی لیدلې دي چي د هغوی قاتلانو ته سزا ميلاو شوه."

اجون د شهدا د بنسټ، يوه اتحاديه چې د APS شهيدانو په مور او پلار مشتمل ده، عمومي منشي دی. د دی بنسټ غړو له چارواکوغوښتي دي چې ترهګرو او ملګرو ته د ماشومانو د وژلو له امله سزا ورکړی شي.

هغه سنټرل اسيا آنلاين ته وويل: "د APS د برید طراح د مړينې د خبر په اوريدو په هکله هر څوک خوښ دی، خو موږ غواړو چې نور تورن کسان او د هغوی ملګري دې د عدالت منګولو ته وسپارل شي."

"موږ ډېر خوښ يو، خو موږ به د آرام سا واخلو که چيرې نړۍ ته د يو درس لپاره ټول تروریستانو او د هغوی چوپه خوله ملګرو ته په عامه توګه سزا ورکړی شي."

د تحریک طالبان پاکستان لپاره يو لوی ګوزار دی

شنونکي وايي چې د منصور او سيف الله د له منځه وړل، د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله دوه کلیدي عملیاتي وفادار، تروریزم سره د جګړې په لړ کې يو ستر برياليتوب دی. دې د ترهګرۍ شبکې عملیاتي او د رسولو برخه يې ماته کړي ده.

په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه متقاعد ډګرمن محمد سعد سنټرل اسيا آنلاين ته وويل: "د عمر نري مرګ ډير مهم دی - اوس به پردواړو پاتې قوماندانانو، ملا فضل الله او د جماعت احرار عمر خالد خراساني [د تحریک يوه ډله] تمرکز کولی شي. دوی هم په افغانستان کې موجود دي."

سعد وايي چې د منصور مرګ به د پاکستان د ترهګرۍ پر ضد هڅې لوړي کړي او د پاکستان ولس ته به سوکالۍ ورکړي.

سعد وويل، د دې په وينا، د ټیټ رتبو مشرانو په چټکۍ سره په چريکي جګړو کې خپل مړي قوماندانان بدل کړي دي.

هغه وويل، له دې امله، د وسله والو له منځه وړلو لپاره افغانستان او پاکستان باید چې ټولیزهڅي وکړي او د اوږدې مودې ستراتيژي تنظيم وکړي. هغه زياته کړه چې د پاکستان او افغانستان د پولې سره په بې له حکومته سيمو کې اقتصادي پرمختګ او اداري کنترول پکار دی.

په پېښور کې متقاعد ډګرمن محمود شاه، د فاټا پخواني امنيتي منشي وويل چې منصور د تحریک تر ټولو بريدونو اصلي پلان جوړونکی و. هغه زياته کړه چې د منصور مرګ د تحریک طالبان لپاره سخت ګوزار دی.

هغه سنټرل اسيا آنلاين ته وويل: " د عمر نري او قاري سيف الله مرګ به د ترهګرو شبکه شنډه کړي چې د شبکې د عملیاتي مرګ معنه لري"

د پېښور پوهنتون په ایریا سټډي سنټر کې د افغانستان او مرکزي آسیا د چارو عالم پرويز اقبال ترين وويل چې د منصور نوم له ترهګرۍ سره تړاو لري.

هغه سنټرل اسيا آنلاين ته وويل: "د هغه مرګ به نه یوازې د ترهګرو عملیات کمزوري کړي." " بلکه دا د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې فتح ده او یو پیغام ورکوي چې که زر وي او یا ورسته خو هر تروریست به د دغه شان سزا سره مخامخ کيږي، ."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500