امنیت

د فرنټیر کور نوي عسکر په هر قیمت تروریزم ته د ماتې ورکولو لپاره ژمن دي

د محمد آهل لخوا

د فرنټیر کور نوي ګمارل شوي عسکر د سپتمبر په ۲۰ مه د چارسدې ډسټرکټ په شبقدر کې د ګريجويشن په مراسمو کې چمتو ولاړ دي. [محمد آهل]

د فرنټیر کور نوي ګمارل شوي عسکر د سپتمبر په ۲۰ مه د چارسدې ډسټرکټ په شبقدر کې د ګريجويشن په مراسمو کې چمتو ولاړ دي. [محمد آهل]

شبقدر -- د فرنټير کور نوي فارغ شوي عسکر، چې د هغه کسانو نه متاثره شوي دي کومو چې له هغوی نه مخکې جنګ کړی دی، وايي چې دوی چمتو دي چې پاکستان او خپل هیوادوال د ترهګرۍ له خطر څخه خوندي وساتي.

د عسکرو ليوالتيا ډيره لوړه وه کله چې ۹۵۶ عسکر په شبقدر فورټ کې، چې د پیښور نه شمال اړخ ته ۲۰ کلوميټره لرې موقعيت لري، د سپتمبر په ۲۰ مه فارغ شول.

ایف سي يو نيم پوځي پولیس ځواک دی او اصلي دنده يې د خيبر پښتونخوا او د فاټا تر منځ د پولې ساتل دي، خو دې ته په دې وروستیو کلونو کې يو شمير څو اړخیزه ذمه وارۍ سپارل شوي دي.

د هغوی په وظیفو کې د قانون پلي کونکو ادارو سره قانون او نظم ساتل، سفارتکارانو او نورو مهم کسانو ته امنیت ورکول، د دولت مهم تاسیساتو ساتل، د ملي شرکتونو او بريښنایي پروژو ساتل شامل دي.

په ۲۰۱۰ کال کې د اګست په ۵ مه په پېښور کې د پاکستان امنيتي چارواکي او د فرنټير کور د مشر صفوات غيور خپلوان د هغه تابوت وړي. يو ځانمرګي بريد کوونکي يوه ورځ مخکې په پېښور کې غيور او دوه نور پاکستانيان ووژل. [هاشم احمد / ای ايف پي]

په ۲۰۱۰ کال کې د اګست په ۵ مه په پېښور کې د پاکستان امنيتي چارواکي او د فرنټير کور د مشر صفوات غيور خپلوان د هغه تابوت وړي. يو ځانمرګي بريد کوونکي يوه ورځ مخکې په پېښور کې غيور او دوه نور پاکستانيان ووژل. [هاشم احمد / ای ايف پي]

د ایف سی ډيره ستاینه کيږي

په دې مراسمو کې د کورنيو چارو وزير احسن اقبال او د ايف سي کمانډنټ لياقت علي خان برخه اخيستې وه، چې دواړو د ترهګرۍ سره په مبارزه کې او خپلو هيواد د غړو د ژوند او عزت ساتلو لپاره د ايف سي او د هغې د قربانو ستاينه وکړه.

خان پاکستان فارورډ ته وویل، "ایف سي د ګلګت نه تر مهران پورې ترهګرۍ ته په ماتې ورکولو کې د پوځيانو، نيم پوځي ځواکونو او پوليسو سره په فعاله توګه بوخت ده، اود هغوی قربانۍ د هغوی حوصله په ګوته کوي."

دغه ځواک نه یوازې له دې کبله بې ساري دی چې دا د فاټا او د میشتو سیمو ترمنځ ناکراره سيمې خوندي ساتي، بلکې دا د بیړنیو حالاتو په سمبالولو کې او د سفارتي مشنونو او نورو حساسو ځایونو ساتلو کې هم چمتوالی لري.

خان وویل چې ایف سي د پاکستان یوازینی ځواک دی چې د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې یې لوړ پوړی قوماندان ووژل شو. د پوليسو ايډيشنل انسپکټر جنرل صفوات غيور په اګست ۲۰۱۰ کال کې په پیښور کې په يو ځانمرګي برید کې وژل شوی وو.

د نوموړي په وينا، د ايف سي نورو ۳۵۶ پرسونلو خپل ژوند قربان کړى دی او ۵۶۰ کسان په راه راست، , ضرب عضب اوردالفساد عملياتو کې ټپيان شوي دي.

خان وویل چې ایف سي اوس مهال یو پیاوړی ځواک دی چې عصري وسایل او عصري آلات لري او د هغې ساحه پراخه شوې ده.

اقبال وویل، "پاکستان دا ثابته کړې چې دا يو داسې هیواد دی چې په خپله خاوره کې يې تروریزم ته ماتې ورکړی دی، او دا ستاسو په څیر د زړور سرتیرو له کبله ممکنه شوه." "په ۲۰۱۳ کال کې، پاکستان په نړۍ کې ترټولو خطرناک هیواد ګڼل کیدو، خو نن موږ په آسیا کې په چټکۍ سره وده کوونکې اقتصادي ځواک يو."

اقبال پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ په خپلو وسله والو ځواکونو او امنیتي ادارو باندې وياړو چې د خپل وطن لپاره خپل ژوند قرباني کوي، او ایف سي تل تروریزم ته په ماتې ورکولو کې مخکښ ځواک پاتې شوی دی."

نوي عسکر د جګړې لپاره چمتو دي

عجب خان، چې د چارسدې يو عسکر دی، د فارغيدو نه وروسته خپل ویاړ څرګند کړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "دا یوه ښه ورځ ده، له دې امله نه چې ما دا روزنه پای ته ورسوله، بلکې زه اوس یو سرتیری یم او خپل وطن په ځانګړي توګه د تروریزم له خطر څخه خوندي ساتلو لپاره چمتو يم."

رحیم الله، د ایف سي يو بل فارغ شوی عسکر، دره آدم خیل ته نژدې په اخوخيل کلي کې د خپل ژوند په اړه خبرې وکړې.

هغه وويل: "موږ ډېرې ستونزمنې ورځې ليدلې وې، کله چې موږ توان نه لرلو چې د خپلو کورونو نه بهر راوځو او مونږ مجبور وو چې د هغه وسله والو لپاره خواړه تيار کړو او راوړو کومو چې زمونږ په کلي باندې حکومت کولو." "خو اوس زموږ د قانون پلي کونکو ادارو دوی ته ماتې ورکړی دی."

هغه وويل: "کله چې زه ماشوم وم، ما غوښتل چې د پاکستان او اسلام د دې دښمنانو سره جګړه وکړم، او نن زما هغه خوب رښتيا شوى دى." "زه چمتو یم چې هغوی په نښه کړم."

مراد خان، چې د مانسهرې نوې عسکر دی، وويل چې د هغه مور او پلار غوښتل چې هغه دې ډاکټر جوړ شي، خو هغه د وسله والو ځواکونو سره یوځای شو چې خپل هیوادوال خوندي وساتي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "ما غوښتل چې يو سرتیری جوړ شم، او نن زه یم." هغه زیاته کړه چې د ايف سي کمانډر مرحوم غیور د هغه لپاره د يوې جذبې سرچينه ده.

هغه وويل: "زه وياړ محسوسوم کله چې زه د ايف سي په بارکونو کې او په سړکونو باندې د هغه انځورونه وينم." "زه غواړم چې د هغه په څیر شم، چې د پاکستان د دښمنانو په وړاندې پياوړی ولاړ وو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500