د ښځو حقوق

د سوریې میندي په جګړه کې استقامت څرګندوي

په بيروت کې د نوهاد ټوپالين لخوا

د سوریې ښځې د يو وړوکې پروجيکټ د برخې په توګه د ژمي لپاره ګرمې جامې ګنډي. په دغه پروجيکټ کې داما (Damma) تنظيم مرسته کړې ده. داما د ښځو لخوا جوړ شوی يو غير سرکاري تنظيم دی. [تصوير د داما تنظيم نه په مننه]

د سوریې ښځې د يو وړوکې پروجيکټ د برخې په توګه د ژمي لپاره ګرمې جامې ګنډي. په دغه پروجيکټ کې داما (Damma) تنظيم مرسته کړې ده. داما د ښځو لخوا جوړ شوی يو غير سرکاري تنظيم دی. [تصوير د داما تنظيم نه په مننه]

درې ښځي چې په خپل هيواد کې د روانې جګړې سره مخامخ دي د خپلو ماشومانو ساتنه کوي او د خپل برداشت ماده په بېلابېلو طریقو څرګندوي.

جورګيټ خوري يو ټوپک لري او په محاذ باندې جګړه کوي، منتها عبدل رحمان د غير حکومتي تنظيم چې هغې جوړ کړی دی له لارې د ښځو او ځوانانو سره مرسته کوي، اوسليمه جبالين د پخلي کوونکي په توګه کار کوي چې د خپلو ماشومانو سره مرسته وکړي.

د هغوی توان ته په سلامي وړاندې کولو سره، المشارق د مور د ورځې په درشل کې د دغې درې ښځو سره خبرې وکړې. د مور ورځ د مارچ په ۲۱ مه په منځني ختیځ کې ولمانځل شوه.

په الحسيکا کې، ۴۲ کله خوري، درې کاله مخکې د اسور د ښځو ریجمنټ سره یوځای شوله او اوس تياری کوي چې په عملياتو کې برخه واخلي چې الرقا د داعش نه آزاده کړي.

د سوریې ماشومان په یو سکول کې په يوه سرګرمۍ کې ګډون کوي. دغه سکول داما تنظيم په مدايا کې پرانيستلی دی. [تصوير د داما تنظيم نه په مننه]

د سوریې ماشومان په یو سکول کې په يوه سرګرمۍ کې ګډون کوي. دغه سکول داما تنظيم په مدايا کې پرانيستلی دی. [تصوير د داما تنظيم نه په مننه]

خوري، چې يوه نيا به جوړه شي ځکه چې د هغې ۱۹ کلنه لور په ګيډه لومړې بچې لري، وويل، "کله چې جګړه پيل شوه، نو ما دوه افشنونه لرل: چې زه به يوه کډواله جوړه شم او يا به پاتې شم او دويرې ژوند به تير کړم."

هغې المشارق ته وويل، "وروسته له هغې کله چې داعش او النصره فرنټ په ۲۰۱۵ کال کې د خبور سيند په کلو باندې حمله وکړه او خلک يې بې ځایه کړل، نو زه د سوترو ځواک سره يو ځای شوم."

هغې وويل: "ما د سپکو او درنو وسلو کارولو تربيت ترلاسه کړو او د داعش په وړاندې جګړه کې مې ګډون وکړو." "نن زه د الرقا جنګ لپاره ځان تياروم."

خوري، چې د سوریې په شمال ختيځ کې په فبروري ۲۰۱۶ کال کې د الحول او الشدادي په حق کې جګړه وکړه، وويل، چې د تروریزم سره د جګړې لپاره او په خپله ځمکه کې د پاتې کيدو لپاره يوازينۍ لاره وسله ده.

هغې وويل: "کيدی شي چې زه يو بل هیواد ته تلې وې، خو ما دا فيصله رد کړه." "زه په ثابت قدمۍ او استقامت باندې زور ورکوم."

هغې يادونه وکړه، چې د الحول په جګړه کې، ښځو چې د هغې تر څنګ مبارزه کوله د سيمو سخت موسم د ۲۷ ورځو لپاره وزغملو، خو د جګړې د ختميدو نه مخکې هغوی د شکست منلو نه انکار وکړو.

خوري وويل: "موږ د داعش نه يو کيلومټره لرې جګړه وکړه او هغوی ته مو ډيره زياته مرګ ژوبله ورسوله." "ما توان لرو چې د هغوی يو شمېر کسان ونيسم او خپلو کمانډرانو ته يې وسپارم."

هغې وويل، په دغه ورځ چې دې کومه کاميابي ترلاسه کړه د هغې استقامت څرګندوي. هغې زياته کړه، چې "موږ له د يوې ښځې په توګه پکار ده چې مونږ په استقامت او صبر سره پاتې شو."

هغې وويل: "کله چې زه خپل پوځي يونيفورم واغوندم، نو زه بيا د يوې ښځې په توګه ځان نه ګڼم، بلکې زه ځان د يو جنګيالۍ په توګه ګڼم." "زما شخصیت بدل شو، او زما خاوند او زما لور زما سره مرسته وکړه. زما خاوند په خپله یو جنګیالی دی."

خوري وويل چې د مور ورځ "يوه موقع ده چې د خپلو کورنيو او ټولنو سره د ميندو قربانۍ ولمانځو." هغه دا يقين لري چې دا هرې يوی ميندې ته دا خبره په ګوته کوي چې دوی د خپل هېواد لپاره اضافي قربانۍ وړاندې کړي او دفاع يې وکړي، له دې امله چې د هغې ماشومان له عزت سره ژوند وکړي."

د ماشومانو او د ځوانانو رهبري کول

۳۹ کلن عبدل الرحمن، المشارق ته وويل: "په ۲۰۱۴ کال کې، د ملګرو يوې ډلې او ما داما ګروپ جوړ کړو چې د تشدد نتيجې کمې کړي، ښځو ته واک ورکړي او ماشومانو ته تربيت ورکړي چې له دوی سره د روانې جګړې اثرات په ختمولو کې مرسته وکړي."

د پنځو بچو مور وويل، چې هغه او شپږ نورو ښځو دا سازمان جوړ کړو چې ماشومانو ته تعليم ورکړي، ښځو ته نفسياتي مرسته برابر کړي او د وړو پرمختیايي پروژو جوړولو له لارې په پيسې ګټلو کې مرسته وکړي.

هغې وويل، داما تنظيم، چې د عبدل الرحمن په ټاون کې شروع شو، اوس په وادي براده، مدايا او د لبنان په بکا دره کې څانګې لري.

هغې وويل: "ما په خپل هېواد کې د ويرې او د ستونزو په پرتله په استقامت سره د پاتې کيدو اراده وکړه." هغې دا خبره هم نوټ کړه چې يو څو مياشتې مخکې هغه مدايا ته واستولی شوه خو هغې د ښځو او ماشومانو لپاره خپل کار ته دوام ورکړی دی."

هغې وويل: "کله چې زه مدايا ته لاړم، نو زما استقامت يو بل شکل اختيار کړی دی چې په هغې کې د نشه يي توکو د زيانونو په اړه ماشومانو او ځوانانو ته تربيت ورکول شامل دي." هغې زياته کړه چې په دې کې د نشه يې توکو په اړه پوهاوي رامنځته کول او ځوانان په مثبت تفريحي، تعليمي او فني سرګرمو کې بوخت کول هم شامل دي.

عبدل الرحمن او نورو مخکښ ښځو د ماشومانو لپاره يو سکول پرانيستلی دی، او د وړو کاروبار له لارې د هغوی سره مرسته کوي چې دوی د جګړې لخوا رامنځته شوي ستونزو سره مقابله کولو کې مرسته وکړي.

هغې وويل: "کله چې زه وغواړم چې په استقامت سره ودريږم نو ما له پکار ده چې خپل استقامت نورو ښځو او ماشومانو ته ورسوم چې د هر قسم تاوتريخوالي نه په بچ ساتلو کې د هغوی سره مرسته وکړم." "د دې لپاره، موږ د تاوتریخوالي د خطر په هکله د پوهاوې ورکشاپونه منعقد کوو."

د يو ښه مستقبل لپاره کوشش کول

درې کاله مخکې ۲۸ کلنه سليمه جبالين، په لویدیځ کلیوال حلب کې د عطارب نه لبنان ته د خپلو درې ماشومانو سره وتښتيدله. دغه ټول ماشومان د ۸ کالو نه کم عم وو.

نن ورځ، هغه د غره لبنان په مټن ډسټرکټ کې په مزارت ياچوه کې د پخلې له لارې پيسې ګټې. هلته کې هغه اچار، مربې او نور داسې خوراکونه جوړوي.

هغې المشارق ته وويل، وروسته له هغې چې د هغې خاوند په سوریه کې ووژل شو، هغه د خپلو ماشومانو د تحفظ لپاره د هېواد نه وتښتېده. هغې زياته کړه، چې د خپلو ماشومانو حفاظت د هغې لپاره يو ډير غټ بوج وو.

هغې وويل: "ما د نوې حالوتو، د خپل غم او په يو داسې هيواد کې د ګڼ شمېر ستونزو سره مقابله وکړه کوم ځای چې ما هيڅوک نه پيژندل."

د مرستې د انتظار نه بغير، جبالين د رسټورانټونو دروازې وټکولې او په کيچن کې یې د کار کولو آفر وړاندې کړو. دغه رسټورانټونو به د حلب د اصلي خلکو لپاره خوراکونه تيارول.

هغې وويل: "ټولې دروازې زما لپاره بندې شوې." "زه به خپلې کوټې ته په ژړا راغلم، خو ما خپل همت ونه بايلو ځکه چې ما ته خو خپلو ماشومانو ته نفقه ورکول په غاړه وو. ما سره نږدې ۱۲۵ امريکايې ډالره وو او د سبزۍ يو دوکان ته لاړمه او ما سبزي او ميوې او د نورو پيسو مې غوښه واخيسته. کله چې زه کورته راغلمه، زه کيچن ته لاړمه او د بلې ورځې پورې ترې راونه وتم. ما يو شمير خوراکونه، د اچار خوراکونه او د زردالو مربا تياره کړه."

"ما چې څه تيار کړې وو هغه ما يو رسټورانټ ته ورکړل او په دې خبره مې زور ورکړو چې د رسټورنټ خاوند دې دا وڅکي."

هغې وويل، هغه په چټکې سره هغې ته د خپل کور مخې ته بهر د کار کولو اجازه ورکړه او هغې ته يې د اچار خوراکونو او نورو خوراکونو په ځانګړې توګه د انګورو د ډکو پاڼو او پسټریانو تيارولو آرډر ورکړو.

هغې وويل، "نن زه په خپل کور کې د رسټورانټ لپاره خوراکونه تياروم." هغې زياته کړه چې د رسټورنټ لپاره د پخلې نه علاوه، زه د کورنو لپاره هم خوراکونه تياروم.

جبالين وويل، د خپلو ماشومانو لپاره او هغوی ته د يو ښه ژوند ورکولو لپاره، دا کار د هغې سره په استقامت سره په پاتې کيدو کې مرسته کوي.

هغې وويل: "د خپل خاوند د مرګ نه وروسته، ما په خپله خوښه بې ځایه کيدل غوره کړل چې د تاوتریخوالي سره د مخامخ کيدو نه ډډه وکړم او خپل ماشومان د جګړې د ستونزو او د تاوتريخوالي نه لرې وساتم."

"زه په خپل کار باندې د ستړيا سره فخر کوم، ځکه چې زما استقامت زما د بچو ملاتړ کوي او ما په دې جوګه کوي چې هغوی ته تعليم برابر کړم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500