تروريزم

يوه امريکايي ښځه چې حقاني شبکې يرغمال کړې وه، د جنسي تيري او د وهلو تفصيلات ورکوي

ای ايف پي

کیټلان کولمين د نومبر په ۲۰ مه ای بي سي نيوز ته د ظلمونو په اړه تفصيلات ورکوي. [ای بي سي نيوز]

کیټلان کولمين د نومبر په ۲۰ مه ای بي سي نيوز ته د ظلمونو په اړه تفصيلات ورکوي. [ای بي سي نيوز]

نیویارک -- یوه امریکایی ښځه، چې د طالبانو سره تړاو لرونکي وسله والو له پنځه کلونو لپاره يرغمال کړې وه، وايي چې کله هغه په قيد کې وه نو هغه د تاوتریخوالي او جنسي تیري سره مخامخ شوه او د هغې ماشوم زوی ووهل شو.

کیټلان کولمين او د هغې خاوند، جوشوا، چې د کینیډا سره تعلق لري، د حقاني شبکې لخوا هغه وخت په ۲۰۱۲ کال کې ونيول شول کله چې دوی د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې سفر کولو. د دوی د نيولو وجوهات معلوم نه دي.

د حقاني شبکې مشري سراج الدین حقاني کوي. هغه د افغان طالبانو نايب مشر هم دی.

د دغه کورنۍ قيد په تیره میاشت کې په پاکستان کې ختم شو، او دوی هڅه کوي چې په کينيډا کې خپل ژوند بیا جوړ کړي.

کولمين، ۳۱ کلنه، په زندان کې درې ماشومان زيږولې ول.

کله چې دغه کورنۍ په تيره مياشت کې بیرته خپل هیواد کينيډا ته لاړه، نو، بويل، ۳۴ کلن، په خپلو تښتوونکو تور ولګوو چې هغوی د " جبري اسقاط" له امله د هغوی يوه ماشومه لور وژلې وه او د هغه د میرمن سره یې جنسي تیری کړی و.

کولمين ای بي سي نيوز ته په یوه تلویزیوني مرکه کې د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۰ مه) وويل، "دوی جيل ته راغلل، او دوی زما میړه په زور بهر ته وويستلو، هغه یې بهر ته راکاږو، او یو ساتونکي زه په ځمکه وغورځولم، زه یې ووهلم او ویې ویل چې 'زه به تا ووژنم، زه به تا ووژنم."

"دوه کسان وو چې په ما یې حمله وکړه. دریم کس په دروازه ولاړ وو. او وروسته، دغه ځناورو ما ته زما جامې هم رانه کړې."

کولمين وويل،دا د يو ماشوم لپاره نا قابل برداشت حالت وي چې هغه مسلسل په ویره کې وي."

هغې وويل، ساتونکي "ډېر سخت وو، حتی چې کله کله به دوی د ماشومانو سره هم سختي کوله." هغې زياته کړه چې ساتونکو د هغې زوی، چې اوس د څلورو کالو دی، ووهلو او او هغه او د هغې مېړه يې په لښتو ووهل.

هغې ای بي سي نيوز وویل: "هغوی به زه وهلم، يا به يې زخمي کولم او يا به يې په ځمکه غورځولم."

د بويل له مخې، د کولمین د اننګي هډوکی او دری ګوتې هغه وخت ماتې شوې کله چې هغه د خپل ماشومانو د ساتلو لپاره مداخله وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دروغ هم.حد لري. قسم دی دمره دروغ مو باد کړي چې هېڅ سرحد نلري.

ځواب