امنیت

ډیری ښځې د خیبرپښتونخواه د بم شنډلو په يونټ کې شاملیږي

د جاويد خان لخوا

د خیبر پښتونخواه (کی پي) ښځینه پولیس په تير اکتوبر کې په نوښار ضلع کې د چاودیدونکو توکو ناکامه کولو لپاره د خیبر پختونخواه د پولیسو په سکول کې د بم شنډلو په بنيادي ټريننګ کې برخه اخلي. [د خيبر پښتونخواه پولیس]

د خیبر پښتونخواه (کی پي) ښځینه پولیس په تير اکتوبر کې په نوښار ضلع کې د چاودیدونکو توکو ناکامه کولو لپاره د خیبر پختونخواه د پولیسو په سکول کې د بم شنډلو په بنيادي ټريننګ کې برخه اخلي. [د خيبر پښتونخواه پولیس]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه پولیسو د بم شنډلو يونټ په تیره عشره کې په زرګونو بمونه ناکامه کړې دي او هڅه کوي چې په خپلو ليکو کې ښځې شاملې کړي.

دې يونټ، چې په اصل کې په ۱۹۸۶ کې د بم شنډلو سکواډ په توګه جوړ شوی و، د سپيشل برانچ لاندې کار کولو. سپيشل برانچ د خیبرپښتونخواه د پولیسو د استخباراتو څانګه ده. دا په ۲۰۰۸ کال کې یو ښه يونټ جوړ شو او په ۲۰۱۶ کال کې په ټوله خیبرپښتونخواه کې د عملیاتي ضرورتونو د پوره کولو لپاره اپرګريډ کړی شو.

د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود پاکستان فارورډ ته وویل، "بي ډي يو د خیبرپښتونخواه د پولیسو یو مهم يونټ دی."

د خیبر پښتونخوا د پولیسو ویاند، وقار احمد، پاکستان فارورډ ته وویل، "دې يونټ په تیره عشره کې په زرګونو چاودیدونکي وسایل، ځانمرګي واسکټونه، راکټونه، مارټرونه او د چاودیدونکو توکو نه ډک ګاډي ناکامه کړي دي."

ښځینه پولیس تير اکتوبر په نوښار ضلع کې د چاودیدونکو توکو کنټرولولو لپاره د خیبر پختونخواه د پولیسو په سکول کې د بم شنډلو په بنيادي ټريننګ کې برخه اخلي. [د خيبر پښتونخواه پولیس]

ښځینه پولیس تير اکتوبر په نوښار ضلع کې د چاودیدونکو توکو کنټرولولو لپاره د خیبر پختونخواه د پولیسو په سکول کې د بم شنډلو په بنيادي ټريننګ کې برخه اخلي. [د خيبر پښتونخواه پولیس]

هغه وضاحت وکړو، په دې يونټ کې د بم د ناکامه کولو متخصصين، چې په دې کې انسپکټران، حکم خان او عبدالحق شامل دي، په تېرو کلونو کې د چاودېدونکو توکو په ناکامه کولو کې خپل ژوند قربان کړی دی.

هغه وويل، "که څه هم په تیرو څو کلونو کې تروریستي پیښې ډيرې کمې شوي دي، خو د خیبرپښتونخواه پولیسو بي ډي يو په ۲۰۱۸ کال کې ۱۹۸ چاودیدونکي توکې ناکامه کړي دي."

وقار احمد وويل، د خیبرپښتونخواه پولیسو بي ډي يو په هیواد کې ترټولو مصروفه يونټ دی، ځکه چې دا صوبه له اوږدې مودې راهيسې د افراطیت او تررويستي فعالیتونو مرکز پاتې شوی دی.

د ښځو زيات شتون

د وقار احمد له مخې، ډیرو ښځینه پولیسو په نوښار ضلع کې د چاوديدونکو توکو د ناکامه کولو لپاره د خیبرپښتونخواه د پولیسو په مرکز کې د بم شنډلو په ټريننګ کې په رضاکارانه ډول برخه اخيستې ده.

وقار احمد وويل، "تقريباََ په ۳۰۵۳ پولیسو افسرانو کې، چې د بم شنډولو بنيادي ټريننګ ورته ورکړل شو، ۸۶ ښځې دي."

هغه وويل، "ښځینه پولیس، لکه د خپلو نارینه همکارانو په څیر، د کمانډو او د بمونو د شنډلو کارپوهانو په توګه د ځانګړي ټريننګ ترلاسه کولو نه وروسته په مختلفو يونټونو کې فعال رول لوبوي."

د وقار احمد په وینا، لږ ترلږه یو ښځینه افسره د عملیاتو لپاره د پولیسو د سپرنټنډنټ په توګه تعينات شوې ده، په داسې حال کې چې نږدې اته ښځې د ډپټي سپرنټنډنت په توګه کار کوي.

په پیښور کې د ټريفک د پوليسو سپرنټنډنټ، ریاض احمد، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ ډیرې ښځینه پولیس افسرانې لرو چې د ټريفک پولیسو د یوې يا بلې څانګې مشري کوي، او دوی ډیر ښه کار کوي."

د ټولو لپاره يو مثال

په پېښور کې یوه خبریالې، آمنه خان، پاکستان فارورډ ته وویل، "د شیشې په فرش تلل هیڅکله آسانه نه ده، او کله چې په خیبرپښتونخواه کې د پولیسو ځواک سره د یوځای کيدو خبره راشي او په ځانګړي توګه د بم د ناکامه کولو یا په کمانډو ټريننګ کې د ګډون کولو، نو ښځو ته د ډیرې زړورتيا ضررت وي."

هغې وويل، د صوبې قانون پلي کوونکي ښځینه افسرانې په هېواد کې تر ټولو زړور دي.

آمنې وویل، "په خیبرپښتونخواه کې، هغه ځای چيرته چې ځان وژونکي بمونه، ټوپکونه او جرمونه موجود وي، د داسې پيشې انتخاب ډير استقامت غواړي."

آمنې وويل، "کله چې ما په ۲۰۱۵ کال کې رفیعه قسیم، هغه ښځه چې د بم د شنډولو ټريننګ يې ترلاسه کړو، سره وليدل، نو هغه د پوليسو یوازېنۍ غړې وه، هغې به ما ته د بي ډي يو سره د یوځای کيدو لپاره د خپل خواهش او د هغه کار کولو په اړه ویل چې د یوې عادي ښځې لپاره آسانه نه وي."

آمنې وویل چې "ځوانو ښځو له پکار ده چې د دې حیرانونکو ښځو نه زده کړه وکړي." "دوی زمونږ د ټولو لپاره د جذبې يوه سرچينه ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500