زده کړه

پنجاب د دهشت ګردۍ د يرې له کبله د سکولونو امنيت زياتوي

آمنه ناصر جمال لخوا

په دې تصوير کې د نومبر په ۶ مه په لاهور کې د څلورم کلاس ماشومان ښودل شوي دي. د پنجاب صوبايي حکومت د والدينو او د سکول د استاذانو د زياتې مطالبې نه وروسته د سکولونو سيکيوريټي زیاتوي. [امنه ناصر جمال]

په دې تصوير کې د نومبر په ۶ مه په لاهور کې د څلورم کلاس ماشومان ښودل شوي دي. د پنجاب صوبايي حکومت د والدينو او د سکول د استاذانو د زياتې مطالبې نه وروسته د سکولونو سيکيوريټي زیاتوي. [امنه ناصر جمال]

لاهور - د پنجاب د تعليم سيکريټري عبدل جبار شاهین له مخې، د صوبه پنجاب پبلک سکولونه به د ۴،۰۰۰ نه زيات سيکيوريټي ګارډونو د بهرتۍ نه ګټه پورته کړي.

هغه وويل، د سکولونو زیات امنيت د والدينو او استاذانو د ډيرې مودې راهیسې يوه مطالبه وه.

دا يره په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پيښور کې په آرمي پبلک سکول باندې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو د بريد نه وروسته رامنځته شوه. په دغه بريد کې ۱۴۱کسان، چې زياتره په کې د سکول ماشومان وو، وژل شوي ول.

دې راپورونو چې وسله وال د سکول ماشومان د پيسو لپاره يا د ځانمرګي بریدونو لپاره هغه وخت اغوا کوي کله چې دوی سکول ته ځي يا د سکول نه کور ته راځي نور هم د والدينو يره زياته کړه او دوی د حکومت نه د خپلو ماشومانو د حفاظت لپاره مطالبه وکړه.

شاهین پاکستان فارورډ ته وويل: "والدين د خپلو ماشومانو د امنیت په اړه اندېښمن وو."

هغه وويل: " فنانس ډپارټمنټ د پنجاب د تعليم ډپارټمنټ په تجويز باندې د سيکيوريټي ګارډونو لپاره د ۴،۱۲۰ نوي پوسټونو منظوري ورکړې ده."

په لومړي پړاو کې، نوي ګارډونه به کيټيګري بي سکولونو ته ورکولی کیږي، چې دا په ښاري سيمو کې هغه سکولونه دي کوم چې ۲۰۰ يا زيات طالب علمان لري. وروسته به نوره بهرتي هم وکړی شي چې نورو سکولونو ته سيکيوريټي برابر کړي.

د سکولونو زيات امنيت

په دې مسلې باندې د خلکو د زيات دباو له امله، قانون جوړونکي اقدامات کوي چې د سکولونو سيکيوريټي يقيني کړي او د اغواکارۍ مخنيوی وکړي.

په تیر اګست کې، د لاهور هايي کورټ چيف جسټس سيد منصور علي شاه د سکولونو انتظاميې ته هدايات ورکړل چې دوی دې دا يقيني کړي چې سيکيوريټي ګارډونه د سکول د ګاډو حفاظت وکړي او دا چې پوليس د هغه ګاډو کوم چې سکول ته ماشومان وړي راوړي، څارنه وکړي.

شاهین وويل: "حکومت اقدامات کوي چې د زده کوونکو خونديتوب او جسماني امنیت لوړ کړي او د قانون نافذ کونکو او پرايويټ سيکيوريټي ايجنسو سره همکاري زیاته کړي."

د صوبايې حکومت د يو بيان له مخې، د پاکستان تر ټولو لويه صوبه کې ۵۲،۳۱۴ پبلک سکولونه دي. حکومت به په هر يو ډسټرکټ کې د سيکيوريټي ګارډونو تنخواګانې ورکوي.

په پنجاب کې د پرايويټ سکولونو کره شمېر معلوم نه دی ځکه چې ډیر د ادارې سره رجسټر نه دي. د پرايويټ سکولونو مالکان سيکيوريټي ګارډونه بهرتي کوي او د هغوی تنخوا ګانې ورکوي.

د والدينو يره ختمول

د سکولونو انتظاميه او والدين وايي، د پنجاب په پبلک سکولونو کې امنیت له مخکې نه ښه شوی دی.

په لاهور کې د ګارډن ټاون پبلک سکول ايډمنسټريټره صفيه مهر وويل: "زموږ پبلک سکولونو خپله فزيکي سيکيوريټي په مختلفو طريقو سره زیاته کړې ده." "موږ د سکولو وادنۍ ته د تلو لاري کمي کړي دي. مونږ هغه دروازې بندې کړي دي د کومو چې به څارنه نه کيدله او په مرکزي دروازې باندې د ټولو راتلونکو کسانو چيکنګ کيږي."

هغې پاکستان فارورډ ته وويل چې د سکول پرسونلو د کيمپس د داخلي او خارجي آبادۍ د امنيت معاينه شروع کړې ده او چارواکو او يا پوليس ته د هر ډول شکمن کړنو په اړه راپور ورکوي.

صابره صداقت، چې د لاهور په لور مال کې د سنټرل ماډل هايي سکول يو ۱۱ کلن هلک مور ده، وويل: "په دې ورستيو کې د اغوا او تروريستي پېښو د سکولونو د امنيت په اړه په عام خلکو کې اندېښنې رامنځته کړي."

هغې پاکستان فارورډ ته وويل چې د زيات امنيتي تدابيرو نه مخکې، والدين به سکولونو ته د خپلو ماشومانو لېږلو په اړه ناکراره وو.

هغې وويل: "په دې وروستيو کې په پبلک سکولونو کې امنيت او حفاظتي اقدامات ځکه زيات کړی شوي دي چې طالب علمانو به ځان د خپلو سکولونو په آبا دۍ کې غير محفوظ محسوسولو.

د زده کوونکو نفسياتي صحت په اړه انديښنه

خو په لاهور کې د نفسياتو ډاکټر ناصر سعید خان په سکولونو کې د امنیتي پرسونلو د موجودګۍ په اړه انديښنه څرګنده کړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په حقیقت کې، په پاکستان کې هر ماشوم خبر دی چې د تعليم محاصره شوې ده."

هغه وويل: "په پبلک سکولونو کې زده کوونکي په دې مجبورولی کیږي چې د يو شمېر نوي قوانينو او اصولو پيروي وکړي. دا عمل د زده کوونکو علمي فعالیت کموي." "زده کوونکي به فکر کوي چې يو زيات کنټرول شوی چاپيريال د هغوی تخلیقي صلاحیت، انفراديت او فکري پراختيا له منځه وړي ده."

هغه وويل، د دې نه علاوه، د تروریستي بریدونو او يا د يرې ترهې نورو پیښو ليدلو نه وروسته، هغه ماشومان چې د پوسټ ټرامټک بيمارۍ کې اخته وي هغوی ته يوازې د زيات امنيتي اقداماتو نه بلکې د اضافي نفسياتي مرستې ضرورت دی.

خان دا تجويز وړاندې کړو چې د نفسياتي ډاکټرانو تربيت لپاره موقعې دې رامنځته کړی شي چې څنګه به دوی د هغه ماشومانو سکريننګ کوي، څنګه به هغوی په ګوته کوي او ريفر کوي کومو ته چې د يو افت او تروريستي پيښې نه وروسته د نفسياتي علاج ضرورت وي.

زيات امنيت 'ضروري' دی

په ګارډن ټاون کې، سټيشن هاوس افسر، مظفر وويل: "څنګه چې د پبلک سکولونو سیستمونه د ترهګرۍ نه په دوام داره توګه ويره محسوسوي، په امنيت کې زیاتوالی ډير ضروري دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د قانون نافذ کونکو افسرانو او پرايويټ امنيتي پرسونلو شتون په چټکۍ سره په پبلک سکولونو کې زياتيږي." "د سکولونو درې ديرش فيصده راپور ورکړو چې دوی په سکولونو کې پوليس يا امنيتي پرسونل لري چې دوی هره ورځ د ۶ نه ۷ ګهنټو پورې د سکول ساتنه کوي."

هغه وويل، پوليسو او پرايويټ امنیتي ساتونکي مختلف قسم کارونه ترسره کوي، لکه د سکول د ګراونډونو ګشت کول، د سکول د سټاف سره په تفتيش کي مرسته او لټون کول.

هغه وويل: "د سکول چارواکو له پکار ده چې دوی په خپلو سکولو کې خاص قسم ستونزې په ګوته کړي او د امنيتي اقداماتو نافذ کولو نه مخکې دا تعین وکړي چې څنګه به دوی په منطقي توګه دا مسله حل کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه غواړم چې د نړۍ د تازه ترين پیښو نه ځان باخبره وساتم.

ځواب