زده کړه

خیبرپښتونخواه په سکولونو کې د جسماني سزا د ختمولو لپاره يوه مسوده منظوره کړه

د محمد شکيل لخوا

طالب علمان د مارچ په ۲۹ مه په وادي سوات مينګوره کې په يو سکول کې د فاينل امتحان لپاره ناست دي. د خيبر پښتونخواه کابینې په دې مياشت کې يوه مسوده منظور کړه چې د خيبر پښتونخواه په ټولو سکولونو کې په جسماني سزا باندې بنديز لګوي. [عبدل مجید/ای ايف پي]

طالب علمان د مارچ په ۲۹ مه په وادي سوات مينګوره کې په يو سکول کې د فاينل امتحان لپاره ناست دي. د خيبر پښتونخواه کابینې په دې مياشت کې يوه مسوده منظور کړه چې د خيبر پښتونخواه په ټولو سکولونو کې په جسماني سزا باندې بنديز لګوي. [عبدل مجید/ای ايف پي]

پیښور -- د خيبر پښتونخواه (کابینې) يوه مسوده منظوره کړې ده چې په پبلک او پرايويټ سکولونو کې يې جسماني سزا غیر قانوني عمل ګرځولی دی.

چارواکو د اپریل په ۱۱ مه د خيبر پښتونخواه د وزیر اعلی پرویز خټک په مشرۍ کې د کابینې په يوې غونډه کې دا پریکړه وکړه.

دې مسودې ته د خیبر پښتونخواه په اسمبلۍ کې د نورو اقداماتو او ووټ ضرورت دی.

د خیبرپښتونخواه د لوړو زده کړو وزیر مشتاق غني پاکستان فارورډ ته د اپريل په ۱۵ مه وويل، "د ماشومانو پر وړاندې د غير انساني جسماني سزا د منع کولو لپاره هیڅ قانون موجود نه و، او په زياتره کيسونو کې والدينو د عدالت نه علاوه هيڅ يوه لاره نه لرله."

د خیبرپښتونخواه د لوړو زده کړو وزير مشتاق غني (ښي اړخ ته) په پیښور کې د اپريل په ۱۱ مه ميډيا ته د کابينې د مختلفو پریکړو په اړه معلومات ورکوي، چې په دې کې د يوې مسودې منظوري شامله ده چې د هغې له مخې به په سکولونو کې په جسماني سزاګانو باندې بنديز ولګوي. [محمد شکیل]

د خیبرپښتونخواه د لوړو زده کړو وزير مشتاق غني (ښي اړخ ته) په پیښور کې د اپريل په ۱۱ مه ميډيا ته د کابينې د مختلفو پریکړو په اړه معلومات ورکوي، چې په دې کې د يوې مسودې منظوري شامله ده چې د هغې له مخې به په سکولونو کې په جسماني سزاګانو باندې بنديز ولګوي. [محمد شکیل]

هغه وويل، "د قانون نشتوالي والدين مجبوره کړل چې قانوني جنګ پيل کړي او چارواکي د هغوی په شکايتونو غور وکړي."

غني وویل، د پیښور هايې کورټ د خیبرپښتونخواه حکومت ته لارښوونه کړې چې مناسب قوانین جوړ او عملي کړي. هغه زیاته کړه چې دا اقدام وروسته له هغې پورته کړی شو کله چې د سکولونو ماشومانو ته په نامناسبه او ظالمانه توګه د سزا ورکولو شکایتونه ترلاسه شول.

هغه وويل، "دا قانون به په پرايويټ او حکومتي سکولونو دواړو کې پلي شي، او هغه څوک چې د دې قانون سرغړونه کوي، هغوی ته به د شپږو مياشتو قيد او د ۵۰،۰۰۰ روپو (۴۵۰ آمريکايي ډالره) جرمانه ورکړی شي."

غني هيله څرګنده کړه چې دا قانون به د جسماني سزا مخه ونيسي او زده کونکي، چې د داسې ناوړه چلند سره مخامخ شوې ول، به وهڅوي چې سکولونو ته راستانه شي، چې د خيبرپښتونخواه په سکولونو کې به د داخلې شمير زيات کړي.

د ښوونکو مهارتونه ښه کول

احسان الله شاه، چې په ګورنمنټ هايي سکول ګنج ګيټ پيښور کې يو استاد دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "په سکولونو کې ښوونکي او انتظامي عمله د نظم ساتلو او د زده کونکو د کارکردګۍ د ښه کولو په بهانه طالب علمان وهي او هغوی ته جسماني سزا ورکوي، ځکه چې دوی تر فشار لاندې وي چې د خپلې ادارې کارکردګي ښه کړي."

هغه وويل، "د خیبرپښتونخواه د حکومت لخوا د جسماني سزا د ختمولو هڅې به ښې اغیزې رامنځته کړي. دا به هغه ماشومان راجلب کړي کوم چې د سکولونو نه وتلې دي او هغوی ته به د زده کړې لپاره له ويرې څخه پاک چاپیریال چمتو کړي."

شاه وړاندیز وکړ، د قانون اغیزمنتوب زياتولو لپاره، ښوونکي باید په سمه توګه پوهه کړل شي چې وهل ټکول د ماشومانو ذهنونو ته زيان رسوي.

هغه وويل، "د خیبرپښتونخواه ښوونکو په دې وروستیو کې 'ښوونکي د طبيب په توګه' تربيت ترلاسه کړو چې د زده کوونکو په وړاندې يې زما نظر په بشپړه توګه بدل کړو." هغه زیاته کړه، د جرم او قيد ويره به هغه کسان منع کړي کوم چې په جسماني سزا ورکولو کې ښکيل دي.

رشيد خان، چې په ګورنمنټ هایي سکول ګلشن رحمان کالوني پيښور کې د انګريزۍ استاد دی، وويل، د ښوونکو په مناسبه توګه تربيت به دوی ته هغه مهارتونه ورکړي کوم چې د زده کونکو سره د سختو اقداماتو په پرتله د چلند لپاره ضروري وي. دا به په سکولونو کې د جسماني سزا په ختمولو کې مرسته وکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په دې کې شک نشته چې د حکومت هڅې د چارواکو جديت او اندیښنه منعکس کوي -- چې دا د ستاينې وړ خبره ده." خو پایلې به نورې هم زیاتې شي که چيرې ښوونکو ته درس ورکړل شي چې د زده کونکو سره د خپلو ماشومانو په توګه چلند وکړي، نه چې د دښمنانو په توګه.

د خان له مخې، ډیر ښوونکي د جسماني سزا مخالف دي، خو ځینې دا د بد اخلاقه طالب علمانو سره د چلند لپاره یوازینۍ لار ګڼي.

نوی قانون به هغه ښوونکي مجبوره کړي چې "خپل زاړه عادتونه پريږدي او له ماشومانو سره د مینې او شفقت چلند وکړي."

له وېرې پرته زده کړه

په پیښور کې د اووم جماعت يو طالب علم، احسن اقبال، وویل، "کله چې استاد زه په کلاس کې د خپل ملګري سره د خبرو کولو له امله ووهلم، نو ما خپل پلار ته وویل چې زه به خپل تعليم پريږدم."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "سبا له دا زما لپاره ستونزمنه وه چې سکول ته لاړ شم، خو د دعا کولو نه علاوه زما سره بله لاره نه وه." "د ډير زيات سوال او منت او په سکول کې د سزا ورکولو په اړه پلار ته د حل ویلو نه وروسته، هغه موافقه وکړه او زه يې بل سکول ته منتقل کړم."

هغه وويل، "زه فکر کوم چې په سکولونو کې دې په جسماني سزا بنديز ولګول شي." "اقدامات دې باید پورته کړی شي چې د فشار پرته يو ښه چاپيريال يقيني کړي او زده کونکي د ويرې او یا زور زياتي پرته په خپلو مطالعاتو تمرکز وکړي."

اقبال باچه، چې د احسان پلار دی او د خيبر پښتونخواه په اسمبلۍ کې کلرک دی، وويل، "د ماشومانو نازک ذهني او نفسياتي حالت دا غوښتنه کوي چې د دوی سره دې په سکولونو کې په سمه توګه چلند وکړی شي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په حکومتي سکولونو کې جسماني سزا عام ده، چیرې چې زياتره ماشومان د منځنۍ طبقې سره تعلق لري او سرچینې نه لري چې [د دوی والدېنو ته توان ورکړي] چې شکایتونه ثبت کړي او قانوني سرچينې ترلاسه کړي."

هغه وويل، "هغه والدين، چې ماشومان یې د ناوړه او سخت چلند قربانیان دي، د دې مسلې په اړه د حکومت ستاینه کوي، چې دا په مستقیم ډول په هغه سلګونو زره ماشومانو باندې اثر کوي کوم چې په دولتي او پرايويټ سکولونو کې تعليم ترلاسه کوي."

هغه وويل، "ټولو والدېنو له پکار ده چې اوس ډاډ او باور ترلاسه کړي چې د هغه [او يا د هغې] ماشومان به په آزاد چاپیریال کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500