جرم او انصاف

خیبر پښتونخوا د بريښنا د غلا پر ضد مبارزه پيلوي

جاويد خان لخوا

په پېښور کې يو پاکستانې د جولای په ۹ مه د يو ترانسفارمر ته نږدې تيريږي. خېبرپښتونخوا د بريښنا د غلا پر ضد مبارزه کوي چې د بلونو ورکونکو مصرفوونکو ساتنه وکړي. [جاويد خان]

په پېښور کې يو پاکستانې د جولای په ۹ مه د يو ترانسفارمر ته نږدې تيريږي. خېبرپښتونخوا د بريښنا د غلا پر ضد مبارزه کوي چې د بلونو ورکونکو مصرفوونکو ساتنه وکړي. [جاويد خان]

پېښور - د خیبر پښتونخوا (KP) پوليس او نور دولتي اداري د برېښنا د غلا پر ضد مبارزه کوي چې خلکو ته مناسب برېښنا رسول يقينې کړي.

د بریښنا غلا د کلونو راهیسې يوه ستونزه ده او د برېښنا مزمن کموالی له خېبرپښتونخوا سره ټوله هیواد اغېزمن کوي.

يوه بې ثباته ستونزه

لکه څنګه چې بېلابېلو رسنيو راپورونه ورکړي چې د هېواد دا ناتواني چې مناسب بریښنا خلکو ته ورکړي، په جې ډې پې کې تقريبًا دوه سلنه نکتې کمې راولي او د خلکو غوسې هم زياتوي. يو بهرني تینک ټانک په دې وروستيو کې د "ټولنیز او سیاسي اغیز" بې ثباتۍ په اړه خبررداری ورکړ چې په دې کې د مظاهرو او عامه شتمنۍ له منځه وړل شامل دي.

بې ايمانه کسان چې د نورو ټولو خلکو لپاره کارونه خورا ناوړه کوي، يا خو خپل بيلونه پر وخت نه ادا کوې او يا په ناقانونه توګه بريښنا ترلاسه کوي.

د خیبر پښتونخوا چارواکې په لټه کې دي چې د بلونو ورکونکو مصرفوونکو اوتاسيساتو د ساتنې لپاره ګامونه واخلي. دوی د متروک شوي بلونو ورکونکو په وړاندې هم مبارزه پيل کوي.

د پېښور د بریښنا د رسولو PESCO کمپنۍ د پولیسو مرکز يو کور افسر امير محمد وويل: "موږ د جنوري د لومړې نيټې نه د جولای د لسمې نيټې پورې د بریښنا د غلو په وړاندې د ۷۱۴ څخه زياتې قضيې ثبت کړي دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په دغه موده کې موږ تقريبًا ۴۰.۷ میلیونونه روپۍ (امریکايي ۳۸۸،۲۸۵ ډالره) د پوروړو څخه ترلاسه کړي." هغه زياته کړه چې پوليسو تقريبًا ۸۰۰ کسان هم نیولې دي.

په پېښور کې د PESCO پولیسو مرکز، چې په ۲۰۱۳ کال کې جوړ شوی و، د ولايت مرکزي سیمې او همدارنګه د نوښار، هنګو، کوهاټ او د هزاره ډويژن ځينې برخې کنټرولوي. د محمد د لاندې تقريبًا ۵۰ پوليس افسران کار کوي.

په چارسده او بنو کې د پولیسو دوه نور مرکزونه د برېښنا د غلا څارنه کوي او دوی د باقياتو راټولول يقينې کوي.

پولیس او PESCO په ګډه کار کوي

د پوليسو افسران د PESCO سب ډيويژن د چارواکو سره همکاري کوي او دغه چارواکې هم د چاپو په ترڅ کې د پوليسو سره مرسته کوي.

محمد وويل: " د PESCO د لالا سب ډيويژن په حدودو کې د بريښنا د غلو پر وړاندې ۷۰ څخه زياتې قضيې ثبت شوي دي." "هغه نور سب ډيويژنه چې زياتې قضيې په کې ثبت شوې دي، په هغې کې د ولايت د مرکز د رحمان بابا، داودزی او ګل بيلا سیمې شامل دي."

محمد وايي چې د بريښنا پرضد مبارزه غلا ډېره کمه کړې ده.

هغه وويل، په ۲۰۱۵ کال کې پوليسو د بريښنا د غلو په وړاندې ۱،۵۵۷ قضيې ثبت کړي او ۷۰.۸ ميليونونه روپۍ (امریکايي ۶۷۵،۴۴۴ ډالره) يي راټولې کړي.

د بريښنا د غلو د تعقیب څخه مننه کوو چې PESCO په ۲۰۱۵ کال کې راټیټ شوي تلفات ثبت کړي. دا تلفات په ۲۰۱۴ کال کې د ۳۴ میلیارده (امریکايي ۳۲۴ ميليونونه ډالره) په پرتله په ۲۰۱۵ کال کې ۱۶ ملیارده (امريکايي ۱۵۳ ميليونونه ډالره) کم شول.

د PESCO وياند شوکت افضل پاکستان فارورد ته وويل: " پوليسو د کونډو [د بريښنا د کنټرولولو توکي] او د بريښنا د غلو په وړاندې په پرله پسې چاپوغلا کمه کړې ده." "که څه هم، باید نور ګامونه پورته کړی شي."

هغه وويل، هغه سيمې چې په کومو کې د بريښنا غلا زياته ده، هلته خلک د بريښنا د نشتوالې سره مخامخ دي.

هغه وويل: "هغه سیمې چې اوسيدونکي یې ډیر په منظمه توګه بيلونه ورکوي، هغوی مناسب بريښنا ترلاسه کوي."

چارواکې د بريښنا د غلا پر وړاندې هڅې زیاتوي

د خیبر پښتونخوا چارواکې په لټه کې دي چې دا وبا له منځه ويسې.

د PESCO افسرانو په مارچ کې د خېبرپښتونخوا اعلی وزير پروېز خټک سره ليدنه وکړه چې د بريښنا د غلا د مخنيوي لپاره د پيښور د ولسوالۍ د ادارې او نورو ادارو مرستې ترلاسه کړي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د جون په مياشت کې د بريښنا د غلا پر ضد د مبارزې په ترڅ کې د کمزوري فعالیت له امله يو شمير چارواکې وځنډول او د هغوی خلاف یې څېړنې پيل کړې. د خېبرپښتونخوا حکومت دا سخت امر صادر کړ چې د بريښنا د غلا پر ضد مبارزو ته دې سرعټ ورکړی شي، په ځانګړې توګه په کور کې د جوړو شوي کونډو په ړنګولو کې چې د بريښنا د مزو سره په مستقیم ډول پيوست دي.

د PESCO اجرایوي رییس انوار الحق یوسفزۍ د اپریل په ۲۱ مه خبري غونډه کې وویل: " د خېبرپښتونخوا حکومت سره د يو تړون له مخې، ډپټې کمشنران او د PESCO چارواکې بريښنا د غلا کونکو او پوروړو پر وړاندې د عملياتو مشري کوي."

هغه وويل، PESCO دغو هڅو ته دوام ورکوي چې د خېبرپښتونخوا ټولو مصرفوونکو ته د بريښنا رسول يقينې کړي.

هغه وويل: " پيسکو ۹۳ ګریډ سټیشنې لري." هغه زياته کړه، " په خېبرپښتونخوا کې په نورو ۱۰ ګریډ سټیشنو باندې کار روان دی."

د بريښنا د غلا د مخنيوې لپاره نور اقدامات

د پوليسو د دندې ترڅنګ، د خېبرپښتونخوا چارواکي د نورو اقداماتو هڅه کوي چې غلا کمه کړي.

دوی د برېښنا مېټرې د اوسيدونکيو د سيمو نه لرې وړي او په پایو يي لګوي. هغوی بیا طرح شوی، پوښل شوی کیبل لګوي چې د بريښنا غلا ګرانوي.

له دی خبرو وروسته پرمختګ ترلاسه کولو کې به وخت لګې.

د پيښور په شمال کې د یوه کلي اوسيدونکي، محمد اسحق، پاکستان فارورډ ته وويل :"په کلیوالي سیمو کې چې ميټرې په کې بهر نصب شوې دي اوهلته نوې مزي د زړو مزو پر ځای نصب شوې دي اوس هم په پرتله د ښاري سیمو نه زيات د بريښنا نشوالې لري."

هغه وويل باید د هغه سیمو مصرفوونکي زياته بريښنا ترلاسه کړي په کومو کې چې کمه غلا کیږي.

چارواکې وايي، دوی هڅه کوي چې په بېلابېلو لارو د بريښنا رسول لوړکړي. چې په دې کې په خيبر ايجنسۍ کې د برېښنا د توليد د يو شمير وړو بندونو جوړول شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موږ له عمران خان سره مینه کوو

ځواب