پاکستان د تحريک لبيک پاکستان مشر په ضمانت خوشی کړو

ای ايف پي

لاهور -- د هغه سازمان د سه شنبې په ورځ (د می په ۱۴ مه) وويل، د پاکستان يوې محکمې د يو سخت دريځي عالم په ضمانت د خوشي کيدو امر کړې چې تير کال يې هيواد په ځای ودرولی وو او د آسيه بي بي د خوشې کيدو خلاف يېد تاوترېخوالي احتجاجونه ترسره کړې ول. آسيه بي بي يوه عيسايڼه ده چې د توهين رسالت په تور تورنه وه.

د خادم حسين ر ضوي د خوشې کيدو فيصله يو څو ورځې وروسته له هغې وشوه کله چې آسيه بي بي پاکستان پريښودو. هغې په په هغه کيس کې د مرګ په انتظار کې اته کاله تير کړل چې په پاکستان کې يې افراطيت په ګوته کړی وو.

داسې ښکاري چې هغه په کنيډا کې د خپلې کورنۍ سره يو ځای شوې ده.

رضوي د تير نومبر په مياشت کې وروسته له هغې په توقيف کې وساتل شو کله چې پوليسو په پنجاب او کراچۍ کې د هغه په سلګونو ملګرو په وړاندې مبارزه ترسره کړه.

هغه وروسته له هغې د ترهګرۍ او بغاوت د تورونو سره مخامخ شو کله چې سپريم کورټ د اکتوبر په ۳۱ مه د بي بي کيس او د مرګ سزا ختمه کړه او هغه د تاوتريخوالي د احتجاجونه مشري وکړه.

د رضوي ګروپ، تحريک لبيک پاکستان، وياند په ټويټر باندې په يو ويډيو پيغام کې وويل، "نن لاهور هايي کورټ علامه خادم حسين رضوي ته ضمانت ورکړو."

د لاهور هايي کورټ يو چارواکي ای ايف پي ته تاييد وکړ چې محکمې رضوي ته ضمانت ورکړی دی او تمه لرو چې هغه به د سه شنبې په ورځ خوشې کړې شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500