ديامير -- ډان ورځپاڼې د جمعې په ورځ (د اکتوبر په ۱۹ مه) راپور ورکړو چې د ګلګت بلتستان سیمې په ديامير ضلع کې په سکولونو باندې د بريدونو په اړه ګډو تحقیقاتو وموندله چې دغه کسان د دې پيښې مسئوليت لري.
نامعلومو برید کوونکو د اګست په لومړیو کې په ديامير کې د يو درجن نه زيات د جينکو سکولونه سوځولي ول.
په ديامير کې د پوليسو سينير سپرنټنډنټ رای اجمل وويل، پوليسو په عملیاتو کې ۸۷ شکمن کسان ونیول. هغه زياته کړه چې ۲۲ شکمن کسان د بریدونو مسولیت په غاړه لري، په داسې حال کې چې ۶۵ نور کسان د تحقیق وروسته خوشې کړې شول.
په چلاس، تنګير او داريل سيمو کې د شکمن کسانو پر وړاندې ۲۵ نور کيسونه ثبت شوي دي.
ايس ايس پي اجمل وويل، پوليس په چټکۍ سره د هغو کسانو تعقيب کوي چې لا تر اوسه نه دي نيول شوي.