|

پولیس په ګلګت بلتستان کې د ۱۲ سکولونو د ویجاړولو تحقيقات پیلوي

پاکستان فارورډ

ديامير، ګلګت بلتستان -- پولیس د ګلګت بلتستان په ديامير ضلع کې د پنجشنې د ورځې په وروستيو کې ( د اګست په ۲ مه) په روښانه توګه د ۱۲ سکولونو د سوځولو تحقيقات کوي.

نامعلومو بريد کوونکو د شپې دغه سکولونو ته اور ولګولو او وتښتېدل. د دې پيښې له کبله په ځایي اوسیدونکو کې ويره رامنځته شوه.

د ديامير د پولیسو سپرنټنډنټ رويې اجمل له مخې، په دغه ويجاړ شوي سکولونو کې، نيم سکولونه د جينکو ول.

هغه زياته کړه، په ځينو کيسونو کې، بريد کوونکو کتابونه بهر ته وغورځول او اور يې ورته ولګوو.

د ځایی پولیسو له مخې، ټول سکولونه د شپې بند ول، ځکه په دې پيښه کې څوک ژوبل نه شول.

هیڅ يوې ډلې سمدلاسه د دې پیښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Pf icons no 0

0 تبصرې

* ضروري برخې ښيي
Captcha

د رایو شمېر

آیا تاسو د تروریزم تمویل او غیرقانوني پیسو لیږدولو لپاره د پاکستان د اقداماتو څخه خوشحاله يئ؟

نتایج وګورئ