|

د تحقيقاتو په رڼا کې ۲۲ شکمن کسان په ديامير سکول باندې په بریدونو کې مسؤل وګرځول شول

پاکستان فارورډ

ديامير -- ډان ورځپا‌ڼې د جمعې په ورځ (د اکتوبر په ۱۹ مه) راپور ورکړو چې د ګلګت بلتستان سیمې په ديامير ضلع کې په سکولونو باندې د بريدونو په اړه ګډو تحقیقاتو وموندله چې دغه کسان د دې پيښې مسئوليت لري.

نامعلومو برید کوونکو د اګست په لومړیو کې په ديامير کې د يو درجن نه زيات د جينکو سکولونه سوځولي ول.

په ديامير کې د پوليسو سينير سپرنټنډنټ رای اجمل وويل، پوليسو په عملیاتو کې ۸۷ شکمن کسان ونیول. هغه زياته کړه چې ۲۲ شکمن کسان د بریدونو مسولیت په غاړه لري، په داسې حال کې چې ۶۵ نور کسان د تحقیق وروسته خوشې کړې شول.

په چلاس، تنګير او داريل سيمو کې د شکمن کسانو پر وړاندې ۲۵ نور کيسونه ثبت شوي دي.

ايس ايس پي اجمل وويل، پوليس په چټکۍ سره د هغو کسانو تعقيب کوي چې لا تر اوسه نه دي نيول شوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Pf icons no 0

0 تبصرې

* ضروري برخې ښيي
Captcha

د رایو شمېر

تاسو د وزیر اعظم عمران خان د حکومت د لومړو درې مياشتو نه څومره مطمئن یئ؟

نتایج وګورئ