د پاکستان مرکزي بينک د 'شنې' بينکارۍ لپاره لارښوونې جاري کوي

پاکستان فارورډ

اسلام اباد -- ډان خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۶ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان سټيټ بينک 'د شنې بينکارۍ لارښونې' معرفي کړي دي او بينکونو او د پراختیا او د مالي چارو موسسو څخه یې غوښتنه کړې چې دا په یو کال کې پلي کړي.

د يو ستر بينک يو لوړ پوړي چارواکي ډان ته وویل، بينکونه او د پراختیا او د مالي چارو موسسې هڅول کیږي چې د چاپیریال دوستانه پروژې برابر کړي.

دغه لوړ پوړي چارواکي وويل، چې ادارې به دا يقيني کوي چې عمومي مالي چارې د ولايتي، ملي او نړیوال چاپیریال معیارونو سره سم دي.

د دې لارښوونو له مخې، بينکونو او د پراختیا او د مالي چارو موسسو له پکار ده چې خپلې زیربنې او چاپیریال دوستانه جوړ کړي.

د پاکستان سټيټ بينک د بدیل انرژۍ (هوا، لمریز، بایوماس او د نوي کيدو وړ انرژۍ سرچینې)، د نالو د اوبو يبا کارولو، د اوبو د ساتنې، د فاضل موادو ضايع کولو، د فاضل اوبو بيا کارولو او د عامه ترانسپورت لپاره د شین مالي تمویل پور ورکولو غوښتنه کوي.

د ډان خبري اژانس له مخې، بينکونه او د پراخيتا او د مالي چارو موسسې هڅول کیږي چې دوی د ټولې مالي او سرمايه کارۍ يوه خاص برخه د شنې سرمايه کارۍ لپاره د يو ځانګړې فنډ په توګه مقرر کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500