په سيند کې د انصار الشريعه پاکستان ۳ شکمن غړي ونيول شول

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- دنيا تلويزيون راپور ورکړو چې امنیتی ځواکونو د سيند صوبې په بدین ډسټرکټ کې د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۱ مه) د وسله والې ډلې انصار الشريعه پاکستان درې شکمن غړي ونيول.

امنيتي سرچينو وويل، دغه شکمن کسان د نيولو نه د بچ کيدو لپاره د کراچۍ نه تښتېدلي ول، خو ځواکونو هغوی په بدين کې ونيول.

چارواکو د انصار الشريعه پاکستان سره په تړاو يو شمیر کسان وروسته له هغې نيولي دي کله چې انصارالشريعه پاکستان په کراچۍ کې د اختر په ورځو کې د متحده قومي مومنټ مشر د خواجه اظهارالحسن د وژلو هڅه وکړه .

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500