راولپنډۍ -- سما تلويزيون د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۲۱ مه) راپور ورکړو چې پاکستاني پوځ د افغانستان د پولې په اوږدو کې په شوال او راجګال سيمو کې د خیبر-۴ عملیاتو د اختتام اعلان وکړو.
پاکستان په دغه عملیاتو کې ۵۲ ترهګر ووژل او په سیمه کې يې ۹۱ پوسټونه جوړ کړل.
د پوځ ویاند ميجر جنرال آصف غفور په راولپنډۍ کې په يو کانفرنس کې وویل، چې پوځ د ترهګرو يو شمير ځمکني ماینونه شنډ کړل.
هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې، چې د جولای په ۱۶ مه پيل شول، دوه سرتېري وژل شوي دي.