د پاکستان پوځ د ترهګرو په وړاندې عملياتو ته دوام ورکوي

د سټاف راپور

راولپنډۍ -- ميډيا راپور ورکړو چې د پاکستان د پوځ کمانډرانو د روان رد الفساد عملیاتو ترسره کولو سره د ترهګرۍ په وړاندې جګړې لپاره خپلې ارادې څرګندې کړي دي.

د سما تلويزيون له مخې، د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یو بيان کې وويل، جنرلانو د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۹مه) په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ د کمانډرانو په ۲۰۰م کنفرانس کې خپلې ارادې څرګندې کړې. د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د غونډې مشري وکړه.

د سما تلويزيون له مخې، د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، په دغه غونډه کې د افغانستان پولې ته خاردار شپول تړلو او په پوليسو، عدالتي نظام او مدرسو کې په اصلاحات کولو باندې بحث وکړی شو.

باجوه وويل، رد الفساد به تر هغه وخته پورې جاري وي تر څو چې پاکستان سوله او ثبات ترلاسه کړی نه وي.

دنيا نيوز د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړو، د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، باجوه په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال ته په يو پيغام کې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۸ مه) په کابل کې په يو هسپتال باندې د تروریستي برید په اړه خپل خفګان څرګند کړو.

باجوه د بچ شوي کسانو د علاج کولو لپاره د پاکستان له خوا د مرستې وړانديز وکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500