کراچۍ -- ډان خبري اژانس د يکشنبې په ورځ ( د اګست په ۶ مه) د سيند د پولیسو د تروریزم ضد ادارې له خولې خبر ورکړو، چې کيدې شي په کراچۍ کې په دې وروستیو کې د پوليسو او د يو ريټايرډ پوليس په هدفي وژنو کې ګڼ شمیر وسله والې ډلې ښکيل وي.
د سي ټي ډي په وینا، د دې اوسني ټولو وژنو طريقه کار مختلف وو. سي ټي ډي زياته کړه چې د تحریک طالبان پاکستان یا لشکر جهنګوي اورپکۍ ډله د دې برخه کيدې شي.
سي ټي ډي وويل، یو نوی افراطي ګروپ، انصارالشريعه، تعلیم يافته او د ميډيا ماهرين غړي لري.