د پنجاب د ترهګرۍ ضد پولیسو ۴ دهشت ګرد ووژل

د سټاف راپور

شيخو پوره، پاکستان - جيو نيوز راپور ورکړو چې د پنجاب پولیسو د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (سي ټي ډي) افسرانو په شيخو پوره ډسټرکټ کې د چارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۸مه) د منع شوی تروریستي ډلې څلور غړي ووژل.

سي ټي ډي وويل چې درې شکمن ترهګر وتښتيدل.

د سي ټي ډي له مخې، يو ترهګر چې په ۱۰۰ وژنو کې ښکيل وو په نښته کې په ډزو ووژل شو. پوليسو د هغه د نيولو لپاره د ۳ ميليونو روپو (۲۸،۶۲۰ امريکايي ډالرو) انعام وړاندې کړی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500