ګوادر -- د ډان خبري اژانس له مخې، چارواکو وويل، چې د بلوچستان صوبې په کیچ ډسټرکټ کې پوځیانو د سه شنبې په ورځ (د اګست په لومړۍ نيټه) یو وسله وال ووژلو او دوه شکمن وسله وال یې ونیول.
چارواکو زياته کړه چې درې کسانو د بريد کولو په ترڅ کې په امنیتي پرسنلو ډزې وکړې، خو پوځيانو هم بيرته ډزې وکړې.