اټک -- سما تلويزيون راپور ورکړو چې د پنجاب صوبې پوليسو د سه شنبې په ورځ (د می په ۹ مه) د برطانيې يو تښتول شوی وګړی وژغورلو او په اټک کې يې درې شکمن تښتوونکي ونيول.
د برطانيې ځوان چي په اصل کې پاکستانی دی د اپريل په ۲۰ مه وتښتول شو. د هغه اغواکارانو په بدل کې د ۸۰ ميليونو روپو (۷۶۳،۱۷۶ امريکايي ډالره) مطالبه کوله.