لاهور -- جيو نيوز د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۳۰ مه) راپور ورکړو چې نيم پوځي رينجرو د پنجاب صوبې په بیلابیلو برخو کې ۵۷ مشکوک وسله وال ونيول.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې دغه بریدونه د بغاوت ضد رد الفساد عملياتو يوه برخه وه. آی ايس پي آر زياته کړه، چې ۲۱ شکمن کسان د افغانستان وګړي وو.
جيو نيوز راپور ورکړو چې فرنټير کور د بلوچستان په نوشکي سيمه کې ګوله بارود او نشه يي توکي ونيولې.
د سيند د رينجرو له مخي، رينجرو د يو شکمن چې د هغوی په حراست کې وو د معلوماتو په رڼا کې د جمعې په ورځ (د مارچ په ۳۱ مه) په کراچۍ کې د وسلو يوه زیرمه چي په يوې هدیره کې پټه شوې وه ترلاسه کړه.
رينجرو وويل، چې په دغو وسلو کې سب مشين ګنونه، ټوپکې او تومانچې شاملې وې.