پاکستاني ځواکونو ۲ وسله وال ووژل او ۱۰ شکمن کسان یې ونيول

د سټاف راپور

کراچۍ - پاکستاني ځواکونو په کراچۍ او د پنجاب صوبې په ملتان ډسټرکټ کې دوه وسله وال ووژل او ۱۰ شکمن کسان یې ونیول.

جيو نيوز خبر ورکړو چې نيم پوځي رینجرو په کراچۍ کې د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۶مه) د يو منع شوي تنظيم دوه غړي ووژل.

د رینجرو وياند د وينا له مخې، رينجرو د وسلو يوه زیرمه هم ترلاسه کړه.

امنيتي ځواکونو په کراچۍ کې د شپې په چاپو کې اته شکمن کسان ونیول.

دنیا تلویزیون خبر ورکړو چې په ملتان ډسټرکټ کې، د پنجاب پولیسو د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د چارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۵مه) دوه مشکوک وسله وال ونيول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500