کراچۍ -- د ډان خبري اژانس اپور ورکړو چې د تروریزم ضد عدالت د سيند صوبې په شکارپور کې د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۷مه) ۱۲ کسانو ته په شکار پور کې په ۲۰۱۶ کال کې د اختر په ورځ په یو ناکامه شوي ځانمرګي بريد کې د لاس لرلو د وجې سزا ورکړه.
دغه عدالت دریو تورن کسانو ته د مرګ سزا واوروله په داسې حال کې چې دوه کسان موجود نه وو. نهه نورو تورن کسانو په غير موجودګۍ کې د ټول عمر سزا ترلاسه کړه.
په ناکامه ځانمرګي بریدونو کې ۱۳ کسان ژوبل شوي وو. دوه ځانمرګي بريد کوونکو ځان والوزاوو، يو ونیول شو او یو وتښتېدو.
تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد مسوليت په غاړه اخیستی وو.