د تحریک طالبان پاکستان تروریستان چې د اې پي ايس قتل عام سره یې تعلق لرلو، پهانسي کړی شول

د سټاف راپور

راولپنډۍ -- د جيو نيوز له مخې، د تحریک طالبان پاکستان دوه ترهګر د چهارشنبې په ورځ (د می په ۲۴مه) پهانسي کړی شول.

د پهانسۍ د ځای په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

يو ترهګر هغه ځانمرګي بريد کوونکي ته په پناه ورکولو کې تورن وو، کوم چې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په آرمي پبلک سکول کې په قتل عام کې ګډون کړی وو. دوهم په امنيتي ځواکونو بريد کړی وو چې يو شمير کسان په کې وژل شوي وو.

دپوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، پوځي عدالتونو دواړو کسانو ته د مرګ سزا ورکړه.

په ای پي ايس قتل عام کې نږدې ۱۵۰ ماشومان او ښوونکي وژل شوي وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500