د پنجاب پوليسو ۶ مجرمان ووژل

د سټاف راپور

لاهور - ميډيا راپور ورکړو چې د پنجاب پولیسو په لاهور او قصور ډسټرکټ کې شپږ مجرمان ووژل.

دنیا تلویزیون راپور ورکړو چې ډسټرکټ پوليس افسر وويل، پوليسو د يکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۵ مه) په قصور ډسټرکټ کې هغه وخت په موټر سايکل سپاره جنايتکارانو باندې ډزي پيل کړې کله چې هغوی د ودريدو د حکم خلاف ورزي وکړه. پولیسو دوه مجرمان ووژل. دغه کسان د ۴۴ نه زيات غلاګانو کې ښکیل وو.

په لاهور کې د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۴ مه) د پوليسو او جنايتکارانو تر منځ متقابلو ډزو کې څلور کسان وژل شوي دي. دغه کسانو په ۲۰۱۶ کال کې یو ۱۴ کلن تن اغوا کړی او وژلې وو. کله چې پوليسو دغه څلور کسان نيول، نو د هغوی ملګرو په دوی باندې ډزې وکړې او د ټوپک جګړه پیل شوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500