کوټه - ميډيا راپور ورکړو چې د پاکستان دوه پوليس په بلوچستان کې د شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۸مه) ووژل شول.
پوليس وايي، چې وسله والو کسانو په په ډیره مراد جمالي کې په پوليسو ډزې وکړې.
د جيو نيوز له مخې، د پوځ د عامه اړیکو دفتر وويل، امنیتي ځواکونو د يکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۹مه) په کاهان کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د وسلو يوه زیرمه ترلاسه کړه.
آی ايس پي آر زياته کړه چې فرنټير کور او نورو ادارو دغه بريد ترسره کړو.