تکنالوژي

بلوچستان پوليسو ته د ترهګرۍ پر ضد ځانګړې روزنې برابروي

عبدل غنی کاکړ لخوا

د بلوچستان پوليس د جولای په ۲۸ مه په کوټه کې د ترهګرۍ پر ضد روزنه ترلاسه کوي. پوځ په پام کې لري چې پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو ته په بلوچستان کې د تروریزم ضد ځانګړې روزنې ورکړي. [د عبدل غنی کاکړ لخوا]

د بلوچستان پوليس د جولای په ۲۸ مه په کوټه کې د ترهګرۍ پر ضد روزنه ترلاسه کوي. پوځ په پام کې لري چې پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو ته په بلوچستان کې د تروریزم ضد ځانګړې روزنې ورکړي. [د عبدل غنی کاکړ لخوا]

کوټه -- د کورنیو چارو وزارت چارواکو پاکستان فارورډ ته وويل، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې په بلوچستان ولایت کې له پولیسو او د ليوي ځواکونو سره د تروریزم خلاف جګړه کې مرسته وکړي.

دغه پريکړه هغه وخت رامنځته شوه کله چې تېره اونۍ په کوټه ملکي روغتون کې يوه ځانمرګي بريد له ۷۰ څخه زيات کسان ووژل. ولايتي چارواکې ډاريږي چې ترهګر کولای شې چې په دې ولايت کې "نرم" هدفونه په نښه کړي.

له پوځ څخه مرسته غوښتل

د پوځ روزنې به ژر پيل کړی شي

په کوټه کې د دفاع لوړ پوړې چارواکي محمد بلال درانی پاکستان فارورډ ته وويل: "د پوليسو او د ليوي ځواکونو لومړيو دوو دستو د انتخاب له وروسته د پاکستان پوځ به دوی ته د ترهګرۍ پر ضد ځانګړې روزنې ورکړي."

هغه وويل، په دې روزنه کې شارپ شوټنګ ، پلان شوي بریدونه، په کوټو کې جګړه او نور مهارتونه شامل دي."

هغه وويل، چارواکې به د زده کونکو انتخاب د هغوی د "ريکارډ پر بنسټ" کوي.

هغه وويل، په لومړي سر کې به روزنه د ۳۰ ورځو لپاره دوام لري خو " دا کولای شې چې دوو مياشتو ته ورسي."

هغه وويل: " د زده کړې په دويم پړاو کې به ... پوليسو او د ليوي ځواکونو ته د دوو اونيو یوه ځانګړی کورس وړاندې کړی شي. دوی به په دغه کورس کې هغه عصري وسایل کاروي کوم چې د ترهګرۍ پر ضد عملياتو کې کارولی شي."

هغه زياته کړه: "دا روزنې به زموږ ځواکونه وتوانوي چې د داخلي امنيت د ننګونو سره مبارزه وکړي."

هغه وويل، پوځ له مخکې د پوليسو سره مرسته کړې ده.

دراني وويل: " د تروریزم ضد د پولیسو سلګونو افسرانو د روزنو سربیره، پوځ په ۲۰۱۳ کال کې د بلوچستان پوليسو ته ۵،۰۰۰ وسلې ورکړي چې قميت يې ۵۰۰،۰۰۰ روپۍ (امريکايي ۴،۷۷۸ ډالره) و."

په کوټه کې د امنیتي چارو يو کارپوه محمد ندیم پاکستان فارورډ ته وويل، په کوټه کې د ځانمرګي بريد په څېر د دې وروستيو تاوتريخوالي په رڼا کې په بلوچستان کې ځايي ځواکونه د "د ترهګرۍ ضد پرمختللو روزنو ته اړتيا لري"

هغه وويل: "په بلوچستان کې پوليس د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې مهم رول لوبوي." "دا روزنه به ... ډېره ګټوره ثابته شي."

ندیم وايي، په کوټه کې دا چاودنه ښيې چې په بلوچستان کې ترهګرو ډلو "خپلې تګلارې ته بدلون ورکړی دی." نوموړي زياته کړه چې د دې پيښې له امله د پوليسو او د ليوي ځواکونو ته روزنې ورکول یوه اړينه خبره ده.

د بلوچستان حکومت ژمنه لرې چې د ګواښ مقابله وکړې

د کور او د قبايلي چارو ولایتي وزير، مير سرفراز بګټي، پاکستان فارورډ ته وويل: "د بلوچستان حکومت په بشپړه توګه د ترهګرۍ په وړاندې د عمل ملي پلان د پلي کولو ژمنه لري."

هغه وويل: "د استخباراتي پرسونلو لخوا ترسره شوې ځانګړې عمليات د ترهګرو ډلو 'پلانونه افشا کوي."

هغه وويل: "په بلوچستان کې د ترهګرۍ د اوسنۍ څپې موخه دا ده چې د پرمختګ بهير ګډوډ کړي." "دغه تروريستي ډلې غواړي چې ... په دې ولايت کې ناکراري خپره کړي، خو دوی نه شي بریالي کیدی"

هغه وويل: "موږ هيله لرو چې د پوليسو او د ليوي نوي روزل شوي پرسونل به د ولايت لخوا د تروریزم په وړاندې مبارزې ته اضافي پياوړتيا ورکړې."

د قبایلو د مرستې په لټه کې

پوځ په بلوچستان کې قبايلو ته غږ کوي چې تروریزم ته د ماتې ورکولو لپاره رامخکې شې او دوی سره مرسته وکړي.

د پوځ د جنوبي قوماندانۍ قوماندان ډګر جنرال عامر رياض، په چمن کې د جولای په ۲۹ مه د قبايلو مشرانو يوې جرګې ته وويل: " قبايلې مشران او د هغوی ټولګې باید د یوه اغیزمن رول لوبولو لپاره مخې ته راشي."

هغه وويل: "دا د قبايلې مشرانو لومړى مسووليت دی چې دوی هغه عناصر په ګوته کړې کوم چې په ناکرارۍ کې لاس لري." " سوله به رامنځته شي ... موږ ټولو له پکار ده چې په ګډه سره کار وکړو."

رياض وويل: "د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه به ترهغه پورې دوام لري تر څو چې موږ وروستنې تروریست له منځه وړی نه وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500