اسلام اباد -، د ازادۍ راډيو له مخې، د پوځ د عامه اړيکو دفتر (ISPR) د دوشنبې په ورځ ( د جنورۍ په ۹مه) په يو بيان کې وويل، پاکستان په کاميابۍ سره د خپل لومړني سب مارين لانچډ کروز ميزايل تجربه وکړه.
آی ايس پي آر وويل، چې بابر کروز-۳ په ۴۵۰ کلوميټر فاصله کې دننه نيوکلير چاودیدونکي مواد وړی شي.
آی ايس پي آر زياته کړه، دغه ميزايل، چې په بحر هند کې د يو نا معلومه ځای نه لانچ کړی شو، خپل هدف وويشتو.