امنیت

پاکستاني ځواکونو په فاټا کې د وسله والو پټنځایونه وموندل او د وسلو زیرمه يې ترلاسه کړه

د محمد آهل لخوا

آی ايس پي آر د ۲۰۱۷ د دسمبر په ۷ مه اعلان وکړو چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په خیبر ایجنسۍ کې د تروریزم سره د مبارزې په عملیاتو کې نيول شوې وسلې او مهمات ښي. [آی ايس پي آر]

آی ايس پي آر د ۲۰۱۷ د دسمبر په ۷ مه اعلان وکړو چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په خیبر ایجنسۍ کې د تروریزم سره د مبارزې په عملیاتو کې نيول شوې وسلې او مهمات ښي. [آی ايس پي آر]

پیښور -- د پوځ د عامه اړيکو دفتر د پنجشنبې په ورځ ( د دسمبر په ۷ مه) راپور ورکړو چې پاکستاني پوځونو، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په روانردالفساد عملیاتو کې برخه اخلي، د فاټا په خيبر ايجنسۍ کې د ترهګرو پټنځای او د وسلو ډیپو قبضه کړی دی.

د آی ایس پي آر د يو بيان له مخې، پوځیانو شیخان کلي ته نژدې په نګروسا الګيد سیمه کې د لټون عملیاتو په ترڅ کې "څلور غارونه، درې پټنځايونه او د چاوديدونکو توکو جوړولو لپاره يوه ترک شوي فيکټري" وموندله.

امنیتي پرسونلو د وسلو او مهماتو، آی اي ډيز، لاسي بمونو، چاودیدونکو توکو او د آی اي ډيز د جوړولو لپاره د توکو زيرمه ترلاسه کړه.

د ترهګرۍ مرکز قبضه کول

علي خان شينواري، چې په خيبر ایجنسۍ کې د دنيا نيوز خبريال دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا د امنيتي ځواکونو لپاره يوه لويه بريا ده چې دوی د غارونو او پټنځايونو نيټ ورک دړې وړې کړو او چاودېدونکي توکي او وسلې يې ونيولې."

پاکستاني پوځیانو د چاوديدونکي توکو د جوړلو لپاره هغه شيان ونیول کوم چې ترهګرو په خیبر ایجنسۍ کې پټ کړي ول. [آی ايس پي آر]

پاکستاني پوځیانو د چاوديدونکي توکو د جوړلو لپاره هغه شيان ونیول کوم چې ترهګرو په خیبر ایجنسۍ کې پټ کړي ول. [آی ايس پي آر]

د څارونکو په وینا، پاکستاني ځواکونو څلور غارونه وموندل کوم چې ترهګرو د پوځي عملیاتو، د وسلو او مهماتو د ذخیره کولو، او په اغوا شوي کسانو باندې د تشدد لپاره کارول. [آی ايس پي آر]

د څارونکو په وینا، پاکستاني ځواکونو څلور غارونه وموندل کوم چې ترهګرو د پوځي عملیاتو، د وسلو او مهماتو د ذخیره کولو، او په اغوا شوي کسانو باندې د تشدد لپاره کارول. [آی ايس پي آر]

هغه وويل، نرګوسه د تحريک طالبان پاکستان او لشکر اسلام وسله والو، چې منګل باغ يې مشري کوله، او د ترهګرۍ د فعاليتونو د ترسره کولو لپاره يو قوي مرکز و.

هغه وويل: "ترهګرو به دغه غارونه او پټنځايونه د سختو بمباريو، هوايي او د ميزايل بريدونو نه د بچ کيدو لپاره کارول. هغوی به په دغه غارونو او پټنځايونو کې په تښتول شويو ملکي کسانو او امنيتي پرسونلو تشدد کولو."

شینواری وویل: "د پلټنې عملیات د تروریزم سره په مبارزه کې او د عامه باور بیرته راوستلو کې لوی بریالیتوب دی."

''یوه لویه لاسته راوړنه'

د فاټا د ملي شورا غړی، الحاج شاه جي ګل افریدی، په تيراه دره او د خيبر ايجنسۍ په نورو سیمو کې د سولې د بیا بحالۍ لپاره دا عمليات "ستر بریالیتوب" وبللو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا به په پیښور او د خیبر پښتونخواه په پاتې سيمو او همداراز د پاکستان په نورو سیمو کې په امينت باندې خورا لوی تاثیر ولري ځکه چې په دې غارونو کې پټ شوي چاودیدونکي توکي او وسلې به د معصومو پاکستانيانو خلاف کارول کيدل."

هغه وويل، د خيبر ايجنسۍ زياتره قبايلي سيمې، د راجګال درې پورې، پاکې شوي دي.

آفريدي وويل: "د وسلو او چاوديدونکو توکو د ساتلو لپاره د ترهګرو خوندي پټنځايونو موندل په سيمه کې د تلپاتې سولې او په حکومت باندې د خلکو د باور د بيا بحالۍ لپاره يوه لويه لاسته راوړنه ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500