پاکستاني رينجرو په کراچۍ کې د يو ګينګ ۳ غړي ووژل

د سټاف راپور

کراچۍ - جيو ټلويزيون راپور ورکړ چې په کراچۍ کې نيم پوځي رینجرو د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۵مه) په نښته کې د يو ګينګ درې غړي په ډزو ووژل.

د رینجر يو وياند وويل، دغه نښته هغه وخت رامنځته شوه کله چې رينجرو د يو ګينګ په پټنځای باندې حمله وکړه. هغه زياته کړه چې په دغه پيښه کې دوه رینجر زخمي شول او يو شکمن کس وتښتيدو.

د ډان خبري اژانس راپور ورکړ چې د صوبه سيند په روهړۍ سيمه کې د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۴مه) د يو بهرني انجنير موټر ته نږدې د سړک په غاړه يو ريموټ کنټرول بم وچاوديدو. په دغه چاودنه کې څه مرګ ژوبله رامنځته نه شوه.

پوليسو وويل چې شرپسندو هغه وخت بم وچادوو کله چې دغه موټر او د رینجرو ايسکورټ د دغه ځای نه تيريدو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500