اسلام اباد - ميډيا راپور ورکړ چې پاکستاني ځواکونو په دې وروستيو کې د يو مطلوب کس په ګډون ۱۱ شکمن کسان ونیول، او د وسلو يوه زیرمه يې ترلاسه کړه.
د ډان خبري اژانس راپور ورکړ چې د خیبر پښتونخوا (KP) پولیسو د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (CTD) پرسونلو د نومبره په ۲۳مه په پېښور کې تر ټولو مطلوب وسله وال فيروز خان ونيوو. د CTD يو چارواکی وايي چې فيروز په ۲۰۰۹ کال کې په پېښور کې د موټر کار په يوه چاودنه کې چې ۶۰ کسان پکې ووژل شول او په ۲۰۱۲ کال کې د خېبرپښتونخوا سپرنټنډنټ آف پوليس (رورل) خورشيد خان په وژلو کې لاس لرلو، مطلوب وو.
د دنیا تلويزيون له مخې، چارواکو د نومبر په ۲۳مه وويل چې په کراچۍ کې پوليسو د نومبر په ۲۲مه ۱۰ تنه شکمن کسان د درې شکمن وسله والو په ګډون ونیول. سربيره پر دې، نيم پوځي رينجرو په دې وروستيو کې په کراچۍ کې د وسلو يوه زیرمه ترلاسه کړه.
د ډان خبرې اژانس راپور ورکړ، په همدې حال کې، د خیبر ايجنسۍ خاصادار ځواک يو غړی د نومبر په ۲۲مه د سمګلرانو سره په يوه نښته کې ووژل شو. د خاصادار ځواک غړی زخمي شو او یو شکمن سمګلر يې ونيوو او د نشه يي توکو يوه زيرمه يې ترلاسه کړه.