اسلام اباد - پاکستاني ځواکونو په دې وروستيو کې پنځه ترهګر ووژل او ۱۶ يې ونیول.
د ډان خبري اژانس له مخې، ايف سي د نومبر په ۲۹مه وويل چې فرنټير کور (ايف سي) په دې وروستيو کې د بلوچستان په سبي ډسټرکټ کې د وسله والو درې پټنځايونه تباه کړل او پنځه ترهګر یې ووژل.
جيو نيوز راپور ورکړ، یوه ورځ وروسته په کراچۍ کې چارواکو درې تښتول شوي کسان وژغورل او نهه شکمن تښتوونکي يې ونيول. د رپوټ له مخې، هغوی په ټوله کراچۍ کې شپږ نور کسان هم ونيول.
نيشن اخبار راپور ورکړی چې په عين حال کې د نومبر په ۲۹مه د پنجاب ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې په خوشاب کې د بسونو په يوه اډه کې يو شکمن ځانمرګي بريد کوونکی ونيوو.