اسلام اباد - يوه شکمن وسله وال او يوه قبايلي مشر او د هغه ورور وژل شوي دي او دوه ليوی پرسونل ټپيان شوي دي، په داسې حال کې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې چارواکو د القاعدې دوه شکمن کسان نيولي دي.
سما خبرې اژانس د ايف سي (FC) له خولې راپور ورکړی دی چې امنيتي ځواکونو د اکتوبر په ۱۰ مه د بلوچستان ولايت په سبي سيمه کې په يو بريد کې يوه وسله وال وژلی دی.
د ايکسپريس ټريبيون له مخې، د باجوړ پوليټيکل ايډمنسټريشن وويل چې د اکتوبر په ۱۰مه دوه ليوی پرسونل د لاس جوړې شوې چاودونکي وسیله (IED) چې په مومند باجوړ ايجنسۍ کې وچاوديده، لخوا ټپيان شوي دي.
ډان خبرې اژانس د ليوی چارواکو له قوله راپور ورکړ چې په جلا توګه، وسله والو د اکتوبر په ۸ مه د بلوچستان قبايلي مشر او د هغه ورور په بولان ولسوالۍ کې په ډزو وژلی دی.
د سیمه ییزو پولیسو افسر (RPO) ذوالفقار احمد د ډان له مخې وايي، په پنجاب ولایت ک پوليسو د اکتوبر په ۸ مه په سرګودها کې د القاعدې دوه مشکوک کسان نيولي دي.
د ډان خبري اژانس د اکتوبر په ۱۰ مه راپور ورکړ چې د پنجاب د کور رياست په دې وروستيو کې تائید وکړ چې ۱۰۲ وسله وال چې په واچ لسټ کي شامل وو له خپلو کورونو څخه تم شوي دي.
د تم شوې وسله والو اکثریت له بهاولپور، فيصل آباد، ملتان، راولپنډۍ او ډیره غازي خان ډویژنو سره تعلق لرلو او کیدای شي چې دوی د محرم په ترڅ کې د ناوړه فعالیتونو سره یوځای شي. د کور رياست پوليسو ته امر ورکړ چې هغوی راپیدا کړي.