په بلوچستان کې په يوه چاودنه کې ۲ کسان ووژل شول، پوليسو په پنجاب کې ۶ شکمن کسان ونيول

د سټاف راپور

اسلام اباد - رسنيو راپور ورکړی چې د بلوچستان په سبي ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه وژلی شوي او نهه نور ټپيان شوي دي، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو په پنجاب کې په جلا عملياتو کې شپږ تنه شکمن کسان نیولي دي.

يو چارواکی ډان ته وويل، چې دا چاودنه د سبي ولسوالۍ په بابر کچ سيمه کې هغه مهال وشوه کله چې يو ګاړې ځايي قبایلي وړل او پر سړک ايښودلی شوی ماين د اکتوبر په ۲۰ مه وچاوديد.

دنیا تلویزیون خبر ورکړی چې له بلې خوا پوليسو د اکتوبر په ۲۱ مه د پنجاب په چنیوټ ولسوالۍ کې د وسلو ستره زيرمه تر لاسه کړې ده او دوه شکمن کسان يې نيولي دي. دغه وسلې په يو موټر کې د سرګودها څخه لاهور ته لېږدولی کیدې.

پوليسو د دنیا تلويزيون له مخې وويل، د اکتوبرپه ۲۰ مه د ملتان ولسوالۍ په ګل زيب کالونۍ کې په چاڼيز عملياتو کې څلور نور مشکوک وسله وال نيولی شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500