امنیت

پاکستان په کلونو کې په تر ټولو خونړي وسله وال برید ماتم کوي

د زرک خان او ای اېف پي لخوا

کارکونکي يو ژوبل شوی کس وروسته له هغې هسپتال ته وړي کله چې د جولای په ۳۰مه د پاکستان په شمال لویدیځ کې د یو مخکښ اسلامي ګوند په یوې سیاسي غونډه کې د یو ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۴۴ کسان ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول. [عبدالمجید/ای اېف پي]

کارکونکي يو ژوبل شوی کس وروسته له هغې هسپتال ته وړي کله چې د جولای په ۳۰مه د پاکستان په شمال لویدیځ کې د یو مخکښ اسلامي ګوند په یوې سیاسي غونډه کې د یو ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۴۴ کسان ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول. [عبدالمجید/ای اېف پي]

اسلام آباد -- پاکستان د خېبر پښتونخوا په باجوړ ضلعه کې د اسلامپاله ګوند په یوې جلسه کې د تر ټولو خونړي وسله وال ځانمرګي برید په ترڅ کې د لږ تر لږه ۴۴ کسانو په مرګونو ماتم کوي.

یو ځانمرګي بریدګر د یکشنبې په ورځ (د جولای په ۳۰ مه) په باجوړ ضلعه کې، چې د افغانستان د کونړ صوبې سره پوله لري، د جمعیت علماء اسلام (فضل) په یوې غونډه برید وکړو.

چارواکو وويل چې د ۱۵۰ نه زیات کسان ژوبل شوي دي.

د باجوړ د پوليسو وياند محمد اسرار وويل، د باجوړ او شاوخوا ضلعو په هسپتالونو کې د بېړني حالت اعلان شوى، چې ډېر ژوبل شوي کسان ورته وړل شوي دي.

د جمعیت علماء اسلام (فضل) غړي په کراچۍ کې د جولای په ۲۳مه په یوې جلسه کې ګډون کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د جمعیت علماء اسلام (فضل) غړي په کراچۍ کې د جولای په ۲۳مه په یوې جلسه کې ګډون کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

هغه وويل، سخت ژوبل شوي کسان د پوځي هيلي کاپټرو په واسطه د باجوړ څخه د پېښور، چې د صوبې مرکزي ښار دی، هسپتالونو ته لېږدول شوي دي.

د عراق او سوریې د اسلامي دولت خراسان څانګې" (ISIS-K) د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۳۱مه) د خپلې خبري څانګې اعماق له لارې د دغه برید مسوولیت ​ په غاړه واخیست.

د داعش خراسان څانګې پخوا په باجوړ کې د جمعيت علماء اسلام (ف) مشران په نښه کړي، ځکه چې دوی مرتد يې ګڼي او په انتخابي سیاست کې د برخه اخیستو لپاره په هغوی انتقاد کوي.

د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې، د داعش خراسان څانګې یو لړ فتوې (اسلامي احکام) جاري کړې چې د جمعيت علماء اسلام (ف) د دیني عالمانو او فعالانو د وژلو اجازه ورکوي.

قاري صابر ماموند، چې د جعميت علماء اسلام (ف) غړی دی چې دوه خپلوان یې د يکشنبې په چاودنه کې ژوبل شوي وو، وویل، "جمعيت علماء اسلام (ف) یو سوله ایز سیاسي ګوند دی چې ورته په انتخاباتي سیاست کې د برخه اخیستلو او د اورپکو ډلو لخوا د خپلو تخریبي فعالیتونو لپاره د اسلام په غلط استعمال سره د مبارزې لپاره سزا ورکول کیږي."

ماموند وویل، دا برید په راتلونکي نومبر کې د انتخاباتو نه مخکې د دغه ګوند د بې ثباته کولو هڅه ده.

د ۲۰۱۸ کال د عمومي انتخاباتو نه مخکې، د داعش خراسان څانګې څو سیاسي جلسې او سیاسي شخصیتونه په نښه کړل. په جولای ۲۰۱۸ کې، د بلوچستان په مستونګ ضلعه کې په یو لاریون کې له ۱۴۰ ډېر کسان ووژل شول.

د يکشنبې په ورځ په اردو ژبه کې وزيراعظم شهباز شريف ​په يو ټويټ ​کې دغه بمي چاودنه په سختو ټکو وغندله او ويې ويل چې په سياسي ګوندونو بريد څرګندوي چې دښمن په پاکستان کې د جمهوري نظام مخالفت کوي. دا ډول کړنې به ونه زغمل شي."

په اسلام آباد کې د امریکې سفارت خانې هم په یو ټویټ کې دا برید وغندلو او دا تاکید یې وکړو چې​​د امریکې حکومت "د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د خپلو اتباعو د خوندیتوب​​ او امنيت په برخه کې د پاکستان د هڅو ملاتړ ته ژمن دی".

وحشتناک منظر

عبدالله خان، چې له قربانیانو سره یې د مرستې هڅه کوله، وویل، "خیمه د یو طرف نه راغوزاره شوه او [ژغورونکي] پکې راګېر شول چې د تېښتې هڅه یې کوله."

"په بشپړه توګه ګډوډي وه، پداسې حال کې چې د انسان غوښې، پښې او د بدن برخې په ټوله سیمه کې د بې ژونده جسدونو تر څنګ پرتې وې."

صبیح الله، د ګوند یو ۲۴ کلن ملاتړی چې په چاودنه کې یې لاس مات شوی و، وویل چې د ژوبل شويو کسانو شمېر خورا زيات و.

هغه د تلیفون له لارې ای اېف پي ته وویل، "ما وليدل چې زه د یو کس سره خواته پروت وم چې خپله پښه یې له لاسه ورکړې وه. هوا د انسان د غوښې د بوی نه ډکه وه."

هغه ای اېف پي ته وویل، "دا یو ځانمرګی برید و، پداسې حال کې چې بریدګر سټېج ته نږدې ځان ته چاودنه ورکړه."

ای ایف پي د پاکستاني رسنیو له قوله وويل، د چاودنې پر مهال په خیمه کې شاوخوا ۴۰۰ کسان موجود وو او د پېښې په ځای کې د بېړنیو چارو ګڼو کارکوونکو کار کولو.

د داعش پر ضد عملیات

د یکشنبې ځانمرګی برید ښیي چې، په داسې حال کې چې​ د داعش خراسان څانګې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د پام وړ زیانونه ترلاسه کړي​، دا ډله لاهم د وژونکو عملیاتو د ترسره کولو توان لري، او په ځانګړي توګه په پاکستان کې د سیاسي جلسو او غیر مسلم اقلیتونو په څېر نرم هدفونه په نښه کوي.

د جون په میاشت کې، د خېبرپښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) وویل چې قانون پلي کونکو په باجوړ کې​ د داعش د خراسان څانګې یو کمانډر سبحان الله عرف عثمان​ وژلی و.

د سي ټي ډي يو لوړپوړي چارواکي امجد خان پاکستان فارورډ ته د جون په میاشت کې وويل، "سبحان الله د امنیتي ځواکونو او پولیس پرسونلو باندې د بریدونو په ګډون په څو تروریستي کېسونو کې مطلوب دی، او د هغه پر سر د دوو میلیونو (نږدې ۷۰۰۰ آمريکايي ډالرو) انعام ایښودل شوی دی.

د جون په مياشت کې د پنجاب د پولیسو سي ټي ډي وویل چې دوی د لوی اختر په ورځ د یوې ښځې په ګډون، چې د داعش د خراسان څانګې سره يې تړوا لرلو، نهه شکمن وسله وال ونیول او د ترهګرۍ یوه لویه منصوبه يې ناکامه کړه.

چارواکي او شنونکي وايي، د داعش کمزورې شوې خراسان څانګه د سیاسي جلسو غړي او د اقليت زیان منونکي ټولنې د نا امیدۍ له امله په نښه کوي.

داعش خراسان څانګې د جون په میاشت کې په پېښور کې په دوو مختلفو بریدونو کې د ​سیکانو د اقليت د ټولنې د دوو غړو​ د وژلو مسولیت په غاړه واخیستو.

د اپرېل په میاشت کې یو سک تبعه په پېښور کې په خپل دوکان کې په ډزو ووژل شو. تېر کال د کوهاټ اډې او سربند ته څېرمه هم پر سکهانو د بریدونو راپور ورکړل شوی و.

د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې، ​​د داعش خراسان څانګې په پېښور کې د شیعه ګانو په یو جومات ځانمرګي برید وکړو ​​چې د ۶۴ نه زيات عبادت کوونکي یې ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500