بشري حقونه

روسیه په اوکراین کې د نیول شویو ملکي وګړو لپاره د ګلګ کېمپونو په څېر نوي زندانونه پرانیزي

د اولها چیپل لخوا

د ځورونې یوه خونه چې روسانو په خیرسون کې په عارضي توقیف ځای کې جوړه کړې ده. دا عکس د نومبر په ۲۴مه خپور شو. [د اوکراین د لوی څارنوال دفتر]

د ځورونې یوه خونه چې روسانو په خیرسون کې په عارضي توقیف ځای کې جوړه کړې ده. دا عکس د نومبر په ۲۴مه خپور شو. [د اوکراین د لوی څارنوال دفتر]

کييف -- د حقونو فعالان د هغو زندانونو په شمېر کې زیاتوالی ثبتوي چې د روسیې رژیم پکې په غیرقانوني ډول اوکرایني ملکیان ساتلي دي.

په کییف کې د یوې غیر دولتي موسسې د بشري حقونو لپاره د میډیا نوښت په وینا، له ۱۰۰ څخه ډېر دا ډول تاسیسات په روسیه کې فعالیت کوي. دا موسسه جنګي جرمونه تعقیبوي او څېړنه يې کوي.

د دې سازمان مشرې اولها رشتیلووا کاروانسرای ته وویل، "د دې زندانونو شمېر مخ په ډېرېدو دی."

هغې وویل، "موږ دا د هغه بندیانو د سروی پر بنسټ ګورو چې خوشې شوي دي." "دوی وايي چې خلک د روسیې لرې سيمو ته لیږدول کیږي."

یو سړی د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۵مه په ماسکو کې د ګلګ تاریخ میوزیم د لیدنې پرمهال بریښنایي لارښود ګوري. ګلګ يوه دولتي اداره وه چې د شوروي د جبري کارګرانو د کېمپونو مسؤليت يې په غاړه لرلو. دا کېمپونه په شوروي اتحاد کې د سیاسي جبر یوه لویه وسیله وه. [الکسانډر نیمینوف/ای اېف پي]

یو سړی د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۵مه په ماسکو کې د ګلګ تاریخ میوزیم د لیدنې پرمهال بریښنایي لارښود ګوري. ګلګ يوه دولتي اداره وه چې د شوروي د جبري کارګرانو د کېمپونو مسؤليت يې په غاړه لرلو. دا کېمپونه په شوروي اتحاد کې د سیاسي جبر یوه لویه وسیله وه. [الکسانډر نیمینوف/ای اېف پي]

اولینا یاګوپووا د جون په میاشت کې په خارکیف کې د خپل میړه سره ښودل شوي کله چې هغه د روسیې له بند څخه راوتله. [د اولینا یاګوپووا شخصي ريکارډ]

اولینا یاګوپووا د جون په میاشت کې په خارکیف کې د خپل میړه سره ښودل شوي کله چې هغه د روسیې له بند څخه راوتله. [د اولینا یاګوپووا شخصي ريکارډ]

د دونیتسک د حقونو فعاله لیوډمیلا حسینووا، چې د روسیې په بند کې يې درې کاله تېر کړې ول، د مارچ په میاشت کې د سویټزرلېنډ په برن ښار کې د فرانس د سفیر په استوګنځي کې ښودل شوې. [د لیوډمیلا حسینووا شخصي ريکارډ]

د دونیتسک د حقونو فعاله لیوډمیلا حسینووا، چې د روسیې په بند کې يې درې کاله تېر کړې ول، د مارچ په میاشت کې د سویټزرلېنډ په برن ښار کې د فرانس د سفیر په استوګنځي کې ښودل شوې. [د لیوډمیلا حسینووا شخصي ريکارډ]

اسوشیټیډ پریس په دې وروستیو کې د روسیې د حکومت یو سند ترلاسه کړو چې په کې ویل شوي چې روسیه په پام کې لري چې تر ۲۰۲۶ کال پورې د اوکراین په نیول شویو سیمو کې د شپږو توقیف مرکزونو سره ۲۵ نور نوي زندانونه پرانیزي.

د راپورونو له مخې، د اوکراین په نیول شویو ښارونو او کلیو کې د روسي ځواکونو غړي اوکراینیان د اوکراین د پوځ سره د مرستې په تور یا حتی د اوکراین د پلوه کېدو په تور یا د اوکرایني ژبې ویلو په تور نيسي.

د اوکراین د پارلمان د بشري حقونو کمیشنر دیمیټرو لوبینیتس له مخې، روسیې دا مهال د ۲۵۰۰۰ نه ډېر "ملکي کسان يرغمال" کړي دي.

رشتیلووا وویل، "هغوی په مختلفو ځایونو کې ملکیان نیولي دي."

بندیان ممکن لومړی په نیول شوي سیمه کې د محلي پولیسو مرکز یا توقیف ځای ته یوړل شي، او بیا په روسیه کې د اوږدمهاله توقیف ځایونو لکه اصلاحي تاسیساتو ته لیږدول کیږي.

رشتیلووا وویل، "په هر پړاو کې دوی د ځورونې یا غیر انساني چلند سره مخ کيږي،" پداسې حال کې چې بندیان وايي چې "هرکلی" د آزموینې ترټولو وحشتناکه برخه ده.

رشتیلووا وویل، "کله چې دوی نوي ځای ته راوړل شي، هغوی د وهلو ټکولو او ځورونې سره مخ کيږي چې د څو ګهنټو پورې دوام کوي."

د څو مياشتو ځورونه

د زاپوریژهیا صوبې اوسیدونکي اولینا یاګوپووا شپږ میاشتې د روسیې په بند کې تېرې کړې او په معجزانه توګه په وتلو بریالۍ شوه.

هغې هغه ځورونه بیان کړه چې زغملو ته يې مجبوره شوې وه.

روسانو یاګوپووا په خپل کور کې له دې امله ونیوله چې مېړه یې د اوکراین په پوځ کې دی.

هغې وویل، "روسیه د هغو خلکو هرکلی کوي چې د یو بل په اړه خبر ورکوي." "دوی دا د غندنې په نوم یادوي. تاسو د یو کس په اړه د خبر ورکولو لپاره ۱۰۰۰۰روبله [۱۱۱ آمريکايي ډالره] ترلاسه کوئ."

یاګوپووا وویل، "دوی پلټنه وکړه او ویې ویل چې یو کس زما په اړه شکایت لیکلی و. خو دوی زما په کور کې هېڅ ونه موندل، او زه یې د پولیسو ځايي مرکز ته بوتلم." "هغوی زه هلته څو ورځې وځورولم."

هغې وویل، راتلونکې څو میاشتې د هغې د ژوند تر ټولو وېروونکې وې.

هغې وویل، "هغوی زما سر مات کړو او زخمي يې کړو." "دوی زما سر د دوو لیټرو په بوتل سره ووهلو. دا د قدیروف [د چیچنیا د مشر رمضان قدیروف پوځیان] کسان وو چې دا کار یې وکړو.

"بیا د دونیتسک د خلکو جمهوریت او اېف اېس بي [د روسیې فدرالي امنیت خدماتو] [اجنټانو] زما لاسونه او پښې د يو میز پورې وتړلې. زه په نیم ځوړند حالت کې ومه."

یاګوپووا یادونه وکړه، "له دوی څخه یو زه په سر ووهلم، پداسې حال کې چې بل پوښتنه کوله، 'ستا میړه چېرته دی؟ موږ ته ووایه چې هغه چېرته دی!''

هغې وويل، که څه هم یاګوپووا نه پوهیده چې میړه یې چېرته دی، ځکه چې سرتېرو ته اجازه نه ورکول کیږي چې خپل ځای له خپلو خپلوانو سره شریک کړي، د روسیې اجنټانو د هغې ځورونې ته دوام ورکړو.

یاګوپووا وویل، دوی له ما څخه وپوښتل، 'ایا موږ باید ستاسو حافظه تازه کړو؟' او دوی زه په سر باندې په بوتل ووهلم، بیا یې زما په سر یوه کڅوړه واچوله او زما د غاړې نه يې يوه پټۍ تاو کړه."

"هغوی هوا بنده کړه تر هغه چې تاسو د کرسۍ سره غوزار شئ او لړځېدل پېل کړئ."

یاګوپووا وویل، روسانو هم هغه او نور "ملکي یرغمال" دې ته اړ کړل چې د سرتېرو لپاره خندقونه وکني.

یاګوپووا وویل، "دوی به موږ د ساتونکو سره داسې په ګاډي کې وړلو لکه چې موږ د کار لپاره روانې یو، مونږ به يې د سهار په ۶ بجې بوتلو او بیا به يې په تیاره کې بېرته راوستلو. داسې وخت به هم راغی چې موږ به د سهار تر ۴ بجو پورې خندقونه کنل. ټوپکوالو به موږ ته رڼا نيولې وه."

نور بندیان چې خوشې شوي دي هغه کېسې شریکوي چې د یاګوپووا د ځورونې او کارګرانو د استحصال د راپور ملاتړ کوي.

د دونیتسک صوبې د حقونو فعالې لیوډمیلا حسینووا کاروانسرای ته وویل چې هغه په ۲۰۱۹ کال کې له دې کبله ونيول شوه چې هغې سیمې ته يې د اوکراین ادبیات راوړې ول چې د کییف تر کنټرول لاندې نه وه. هغه یوازې تېر اکتوبر خوشې شوه.

حسینووا وویل، "له ۲۰۲۲ کال راهیسې، زما په څېر په لسګونو زره ملکیان نیول شوي دي."

هغې وويل، "هغه کسان چې د مخکې نه د اصلاح مرکز ته لېږدول شوي او د مخکې نه يې سزا ترلاسه کړي، د کارګرانو په توګه کارول کيږي."

هغې وویل، "د بېلګې په توګه، د دونیتسک په صوبه کې د سنزني د اصلاح مرکز ښځې دې ته اړې شوې چې د روسي پوځیانو لپاره یونیفورمونه یا جانګي وګنډي."

"بیا د هفتې په پای کې دا میرمنې ۵۰ کیلوګرامه سکاره یا د اوبو بالټې راوړي ځکه چې هلته اوبه نشته."

کرملین د ګلګ سیسټم ته راستنیږي

د بشري حقونو فعالانو په وینا، کرملین د ګلګ سیسټم ته راستنیږي -- د شوروي د دورې د کېمپونو يو سیسټم چې په شوروي اتحاد کې موجود وو او په زرګونو مخالفين یې پکې ساتلې ول.

د کییف د بشري حقونو فعال ادوارد باګیروف وویل، د اشغالګرو چارواکو موخه دا ده چې په ځایي خلکو کې ویره رامنځته کړي "تر څو دوی د هغو نویو مقرراتو او قوانینو خلاف خبرې ونه کړي چې چارواکو پلي کړي دي".

د اوکرایین د اتباعو د حقونو د ساتنې د نړېوالې ټولنې د مشر باګیروف په وینا، د ملکیانو لپاره دا زندانونه د عامه مقاومت د ماتولو لپاره د نفسياتي فشار یوه طریقه ده.

هغه کاروانسرای ته وویل، "دا په ښکاره توګه د [جنیوا د کنوانسیونونو] څخه سخته سرغړونه او د بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

د بشري حقونو فعالان وايي، کرملین ملکي یرغمال شوي کسان په اوکراین د فشار د اضافي عنصر په توګه کاروي.

رشتیلووا وویل، "روسیه دوی په بند کې ساتي ترڅو د اوکراین په چارواکو او نړیوالې ټولنې په دواړو باندې فشار رواړي." "اوکراین ټینګار کوي چې یرغمال شوي ملکي وګړي باید پرته له شرطه خوشې شي."

هغې وویل، "دا ممکنه ده چې روسیه دوی د خبرو اترو لپاره د وروستۍ وسيلې په توګه په بند کې ساتي." هغې یادونه وکړه چې روسیه د مینسک تړونونو په اړه د خبرو اترو په جریان کې په ورته ډول فشار کې ښکېل ده، چې روسیې او اوکراین په ۲۰۱۴ کال کې لاسلیک کړې و.

رشتیلووا او د هغې همکارانو یو پلان جوړ کړی چې اوکراین باید د ملکي یرغمال شویو کسانو د خوشې کولو لپاره په اغیزمنه توګه مبارزه وکړي، چې په دې کې د یوې ځانګړې ادارې جوړول شامل دي چې د دې پروسې مسولیت به لري.

رشتیلووا وویل، "موږ باید دا کار وکړو ځکه چې همدا اوس اوکرایني بندیان د نه ختمېدونکو تکليفونو سره مخ دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500