سياست

په داسې حال کې چې روسیه په بحران کې ښکېله ده، ایران په سوریه کې خپل نفوذ زیاتوي

د ولید ابوالخیر لخوا

د واګنر ګروپ اجیر عسکر د نومبر په ۳مه په پوسټ شوي عکس کې د سوریې دیرایزور ښار ته نږدې لیدل کیږي. [ریا فین/ټلیګرام]

د واګنر ګروپ اجیر عسکر د نومبر په ۳مه په پوسټ شوي عکس کې د سوریې دیرایزور ښار ته نږدې لیدل کیږي. [ریا فین/ټلیګرام]

په داسې حال کې چې روسیه له پرله پسې بحرانونو سره لاس او ګریوان ده، په اوکراین کې له درنو زیانونو څخه تر هغو شخړو پورې چې ​د واګنر ډلې له ناکامه بغاوت وروسته​ د دې داخلي ثبات ته ګواښ کوي، د ایران رژیم د خپل واک لاندې سیمو په پراخولو سره په سوریه کې ګټه پورته کوي.

سوریه په منځني ختیځ کې د روسیې مرکزي نقطه پاتې شوې ده، خو د کرملین سرچینې په اوکراین باندې د هغې د برید وروسته کمې شوي، چې دا يې اړ کړې چې له سوریې څخه د اوکراین محاذ ته ځینې ځواکونه وليږدوي.

شنونکي وايي، د روسیې د ځواکونو جزوي وتلو د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) سره د متحدو ځواکونو لپاره دروازه پرانستله څو دغه خلا ډکه کړي او په سوریه کې خپل حضور پراخه کړي.

دوی وويل، په عېن حال کې، د ایران له خوا روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو دوامداره اکمالات چې د اوکراین په جګړه کې یې کاروي، د ایران رژیم ته په سوریه کې له روسیې سره په خپلو معاملو کې لږه ګټه ورکړې ده.

د واګنر ګروپ يو ټېنک د روسیې په روستوف آن ډون کې د جون په ۲۴مه لیدل کیږي، په هغه ورځ چې دغه ډلې د روسیې د رژیم پر ضد پاڅون وکړو. [روزیچ/ټلیګرام]

د واګنر ګروپ يو ټېنک د روسیې په روستوف آن ډون کې د جون په ۲۴مه لیدل کیږي، په هغه ورځ چې دغه ډلې د روسیې د رژیم پر ضد پاڅون وکړو. [روزیچ/ټلیګرام]

د متحده ایالاتو د هوايي ځواک لفټننټ جنرل الیکسس ګرینکویچ د جون په ۲۱مه په یو خبري کانفرنس کې وویل، "زما انګیرنه دا ده چې ایران دا احساس کوي چې روسیه یو څه پوروړي ده، او دا چې روسیه اوس په یو ډول ایران ته مکلفه ده."

د سپاه پاسداران سره د متحدو ملېشو یو کارپوه شیيار ترکو وویل، له سوریې څخه د روسیې په وتلو کې "د حمیمیم په څېر مهمې پوځي اډې شاملې نه وې."

هغه وويل، خو دا کار په ټوله سوریه کې پېښ شوی او په دې کې "د سوریې د پوځ اډې شاملې دي چېرې چې روسي ځواکونه د ساتنې لپاره ځای پر ځای شوي وو، د مهماتو ګودامونه، او د روسیې د هغو وسلو ځایونه چې د ماسکو لخوا سوریې ته ورکړل شوې ول."

هغه وویل، د روسي ځواکونو پر ځای، "د سپاه پاسداران سره ملېشې، چې د نفوذ سیمې یې د روسیې د هغې سره پولې لري، په ځانګړې توګه په دمشق، حلب، شرقي صحرا (بادیا) او دیرايزور کې،" ځای په ځای شوي.

هغه وویل، "د سوریې اوسنی وضعیت په لنډ ډول په دې ډول بیان کيدی شي: روسیه په وتلو ده، ایران خپل نفوذ پراخوي او د سوریې خلک، چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې یې له پايلو سره مخ دي، یوازې دي او د زيان سره مخ دي."

د برترۍ لپاره هڅه

د سیمه ایزو او ستراتیژیکو مطالعاتو د الشرق مرکز څیړونکي فتحي السید، چې د ایران په چارو کې تخصص لري، وویل، "که څه هم دوی متحدین دي، خو ایران او روسیه د سوریې د کنټرول لپاره په یوه توده سیالۍ کې ښکیل دي."

هغه وویل، هر یو په سوریه کې مختلفې هیلې لري، چې روسیه یې په منځني ختیځ او بحيره روم کې د ستراتیژیک مرکز په توګه ګڼي.

هغه وویل، "ترڅو چې د ایران خبره ده، دا په ​​سوریه کې د خپل حضور لپاره یو مهم دهلیز ویني، نه یوازې د سیاسي او پوځي لاسرسۍ لپاره بلکې د سوداګرۍ د لاسرسۍ لپاره هم."

د سوریې اقتصاد پوه او د دمشق يونيورسټۍ استاد محمود مصطفی وویل، "سوریه د ایراني محصولاتو د پلورلو لپاره يو لوی بازار ګڼل کیږي."

هغه زیاته کړه، "مګر د ایران لپاره چې څه خورا مهم دي، هغه د سوریې له حکومت سره د هغو تړونونو له لارې چې په تېرو کلونو کې شوي دي د فاسفیت او تېلو په ګډون د سوریې په طبیعي زیرمو باندې د خپل کنټرول څخه ګټه پورته کول دي."

د سوریې د رژیم د کلیدي شریک په توګه د برترۍ لپاره د روسیې هڅې، د واګنر ګروپ -- چې د یوګیني پریګوزین په مشرۍ د روسیې اجیر ځواک دی چې په سوریه کې فعال دی -- په وروستیو کې د بغاوت د هڅو له کبله کمزورې شوي.

العربي الجدید د جون په ۲۷مه راپور ورکړو، چې د ناکامه پاڅون وروسته، د روسیې پوځي پولیسو او د سوریې د رژیم استخباراتي ادارې د سوریې په مختلفو صوبو کې د واګنر مشران، عناصر او د استخدام چارواکي ونیول.

وال سټریټ ژورنال د جون په ۲۸مه راپور ورکړو چې د روسیې د بهرنیو چارو نايب وزیر سرګي ورشینین د سوریې صدر بشار الاسد ته د پیغام رسولو لپاره سوریې ته لاړو چې د واګنر ځواکونه به نور هلته په خپلواکه توګه عملیات ونه کړي.

هغه له بشارالاسد څخه وغوښتل چې د ماسکو له څارنې پرته د واګنر جنګیالیو له سوریې څخه د وتلو مخه ونیسي.

د مصر پوځي شنونکي عبدالکریم احمد وویل، "دا بغاوت به د نویو احتمالي شخړو لپاره دروازه پرانیزي." هغه یادونه وکړه چې که د واګنر ګروپ په سوریه کې د عملیاتو څخه منع شي، نو د واک خلا به رامنځته شي.

د روسیې لپاره پایله

د قاهرې يونيورسټۍ د نړېوالو اړیکو پروفیسر محی الدین غانم وویل، "د واګنر د کړکیچ په پایله کې به د روسیې لوی زیان په سوریه کې وي."

هغه وویل، د روسیې او واګنر ګروپ ترمنځ هر ډول کړکېچ به دواړه کمزوري کړي.

د پوځي چارو کارپوه وائل عبدالمطلب وويل چې روسیه به پوځي او استخباراتي کمانډران بدل کړي، چې په سوریه، افریقا او اوکراین کې به د دوی پر فعالیت اغېز وکړي.

هغه وویل، "د روسیې پوځ د واګنر په څېر د یو کوچني ځواک په مقابل کې او همدارنګه د اوکرایني ځواکونو په مقابل کې بې کفایته ثابت شوی دی."

هغه یادونه وکړه چې د روسیې د استخباراتو هم ورته حال دی، چې د بغاوت له هڅې مخکې يې د پریګوزین اراده نه وه موندلې.

عبدالمطلب وویل، په سوریه، لیبیا او د مرکزي افریقا جمهوریت (کار) په څېر هېوادونو کې چېرې چې شخړې روانې دي، مشران په سیاسي، پوځي او مالي لحاظ -- یو قوي ملاتړي ته اړتیا لري.

هغه وویل، وروستیو پېښو د روسیې د رژیم وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده چې له دغو هېوادونو سره یو پیاوړی ملګری پاتې شي.

هغه زیاته کړه، "که د دې مثلث یوه پښه ولړزول شي، باور به له منځه لاړ شي او دا هېوادونه به یو پیاوړي ملاتړي ته مخه وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500