امنیت

د روسیې پوځي ماتې په منځنۍ اسیا او منځني ختیځ کې خپلو ملګرو ته د اندېښنې وړ پيغامونه لېږي

د پاکستان فارورډ لخوا

د روسیې د بېړني حالاتو پرسونل د تیر اکتوبر په ۱۸مه د روسیې د یویسک ښار د هستوګنې په سیمه کې د غورځېدو د ځای نه د Su-34 پوځي جټ الوتکې ملبه لرې کوي. روسي چارواکو وويل چې دغه حادثه کيدی شي د تخنیکي خرابۍ له کبله رامنځته شوې وي. [سټرینګر/ای اېف پي]

د روسیې د بېړني حالاتو پرسونل د تیر اکتوبر په ۱۸مه د روسیې د یویسک ښار د هستوګنې په سیمه کې د غورځېدو د ځای نه د Su-34 پوځي جټ الوتکې ملبه لرې کوي. روسي چارواکو وويل چې دغه حادثه کيدی شي د تخنیکي خرابۍ له کبله رامنځته شوې وي. [سټرینګر/ای اېف پي]

په اوکراین د روسیې یرغل په منځنۍ اسیا کې د امنیت د تضمین لپاره د کرملین په هیلو ژورې اغیزې لري او په منځني ختیځ کې یې له خپلو شریکانو سره اړیکې خړې پړې کړې دي.

جګړه د ناوړه ماتې لامل شوې، چې پکې د روسیې ډېر پرسونل وژل شوي، مادي او اقتصادي زیانونه يې ترلاسه کړي، او کرملین يې دې ته اړ کړی چې له سوریې او نورو ځایونو څخه پوځي او سرچينې اوکراین ته انتقال کړي.

روسیې په ۲۰۱۵ کال کې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د سوریې د صدر بشارالاسد لپاره مداخله وکړه، او په دغه هېواد کې یې د پوځي، مالي او بشري سرچینو برابرولو ته دوام ورکړو -- تر هغه چې روسي ځواکونه په اوکراین کې له ناکامیو سره مخ شول.

د نړېوالې سولې لپاره د کارنیګي انډومنټ د فبرورۍ په مياشت کې راپور ورکړو، "په وروستیو میاشتو کې، روسیې په سوریه کې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړی، د سیمې کنټرول یې له لاسه ورکړی او بشري مرستې یې کمي کړي دي."

ځایی اوسیدونکي د ملبو په منځ کې ولاړ دي په داسې حال کې چې دوی په سوریه کې د مارچ په میاشت کې د ویجاړونکي زلزلې وروسته د خپلو شیانو لټون کوي. په اوکراین کې د پوځي ماتې وروسته، روسیه په لویه کچه نه ده توانيدلې چې د خپلو ملګرو سره حتی د بشري مرستو په برخه کې هم مرسته وکړي. [بلینټ کلیک/ای اېف پي]

ځایی اوسیدونکي د ملبو په منځ کې ولاړ دي په داسې حال کې چې دوی په سوریه کې د مارچ په میاشت کې د ویجاړونکي زلزلې وروسته د خپلو شیانو لټون کوي. په اوکراین کې د پوځي ماتې وروسته، روسیه په لویه کچه نه ده توانيدلې چې د خپلو ملګرو سره حتی د بشري مرستو په برخه کې هم مرسته وکړي. [بلینټ کلیک/ای اېف پي]

یو سړی د جنورۍ په لومړۍ نېټه د اوکراین په خیرسون کې د روسیې د توغندیو له برید وروسته د ماشومانو د ویجاړ شوي هسپتال ته نږدې تېرېږي. پوځي ناکاميو روسیه دې ته اړ کړې چې ملکي جوړښتونه په نښه کړي، چې ډېر یې هسپتالونه او د روغتیا تاسیسات دي. [ډيميټر ډيلکوف/ای اېف پي]

یو سړی د جنورۍ په لومړۍ نېټه د اوکراین په خیرسون کې د روسیې د توغندیو له برید وروسته د ماشومانو د ویجاړ شوي هسپتال ته نږدې تېرېږي. پوځي ناکاميو روسیه دې ته اړ کړې چې ملکي جوړښتونه په نښه کړي، چې ډېر یې هسپتالونه او د روغتیا تاسیسات دي. [ډيميټر ډيلکوف/ای اېف پي]

دغه موسسې وويل، "تجربه کار روسي سرتېري په تدریجي ډول اوکراین ته لیږدول کیږي او ناتجربه کاره سرتېري په سوریه کې ځای په ځای کيږي."

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې په اوکراین کې د جګړې له پېل ژر وروسته، ماسکو د Su-25 جنګي الوتکو یوه ډله له سوریې څخه بېرته روسیې ته ولېږله.

د اسراییلو د سيټلايټ عکس اخیستونکي شرکت ايمېج سېټ انټرنېشنل (آی اېس آی) له مخې، بیا د اګست په میاشت کې، روسیې د سوریې د طرطوس له بندر څخه کریمیا ته د S-300 اوږد واټن توغندیو سیسټم واستوو.

رویټرز د اګست په ۲۹مه راپور ورکړو چې آی اېس آی هغه عکسونه اخیستي چې د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د سوریې په شمال لویدیځ مسیف کې د S-300 الوتکې ضد ډله او بیا د اګست په ۲۵مه خالي ځای ښيي.

مختلفو عکسونو وښودل چې د الوتکو د ډلې پرزې له ۱۲م څخه تر ۱۷م اګست پورې په طرطوس کې په بندر پرتې وې، خو د ۲۰م اګست نه مخکې يې شتون نه لرلو. آی اېس آی دې نتیجې ته ورسیده چې دوی د روسیې یوې کښتۍ سپارتا II ته لیږدول شوي چې د طرطوس څخه په تور سمندر کې د روسیې نووروسیسک بندر ته انتقال شوې.

کارنیګي راپور ورکړو چې روسیې هم په حقیقت کې له سوریې سره خپلې مالي مرستې بندې کړې، او مرستې او بشري توکي د اوکراین نوي الحاق شويو سیمو ته لیږي.

"سوریه لاهم د نړېوالو بندیزونو سره مخ ده او په دې وروستیو کې له ویجاړونکي زلزلې سره مخ شوې ده، نو د خپلو کلیدي ملاتړ کونکو له مرستې پرته، د هېواد وضعیت به ضرور خراب شي."

غلط فهمۍ په ډاګه شوي

خو حتی د اوکراین له جګړې مخکې، ماسکو په سیمه کې د خپلو همکارانو په سمه توګه د ملاتړ توان نه لرلو.

لنډن انډیپنډنټ د هغه کال په مۍ کې راپور ورکړو، د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې، د روسیې اجیرانو او د دوی سوري متحدینو چې هڅه یې کوله د سوریې په دیر ايزور صوبه کې له یوې اډې څخه د متحده ایالاتو یو کوچنی ځواک وباسي، د داسې ګډو وسلو عملیاتو سره مخ شول چې روسیه پکې هېڅ تجربه نه لرله.

د خاشام په جګړه کې، پنټاګون د برید کوونکو د له منځه وړلو لپاره "ریپر ډرونونه، F-22 سټیلټ جنګي الوتکې، F-15E سټرایک فايټررز، B-52 بمبار الوتکې، AC-130 توپچي کښتۍ او AH-64 اپاچي چورلکې" واستولې.

په ځوابي برید کې د روسیې د اجیر پوځیانو په ګډون د سوریې د حکومت پلوه شاوخوا ۵۰۰ وسله والو له ډلې څخه د ۲۰۰ او ۳۰۰ تر منځ سرتېري ووژل شول.

په دغه جګړه کې شامل نږدې ۴۰ امریکایانو ته هېڅ زیان نه و رسيدلی.

داسې راپورونه هم شته چې د روسیې تر کنټرول لاندې د ساحلي دفاع کروز توغندي (CDCM) ډلو په تېرو کلونو کې د ناټو ایتلاف بریدونو په جریان کې د خپلو سوري ملګرو ملاتړ کولو څخه انکار کړی دی.

د اوکراین جګړې دا غط فهمي لرې کړې چې د روسیې پوځي تجهیزات لوړه کچه لري.

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین له اوږدې مودې راهيسې د خپل هېواد د نه ماتېدونکي وسلو په نوي نسل باندې ویاړ کړی دی.

بیا هم د هغه ادعاګانو د اوکراین ځواکونه تېره میاشت د "نه زیانمنونکي" کینزال هایپرسونیک توغندي یا د مارچ په میاشت کې د Su-34 څلورم نسل جنګي الوتکې د نسکورولو څخه منع نه کړل.

د اوکراین توغندیو د جګړې په لومړیو دوو میاشتو کې د روسیې دوه جنګي کښتۍ هم ډوبې کړې: د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۱۴مه د توغندیو کروزر ماسکوا، چې د روسیې د تور سمندرګي بیړۍ ده، او د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۴مه ساراتوف، چې د الیګیټر کلاس ټېنک کښتۍ ده.

دا ټیکنالوژیکي ماتی وروسته له هغې رامینځته شو کله چې د لویدیځو وسلو سره، چې هغه وسلې پکې شاملې دي چې په ترکیه او اسراییلو کې جوړې شوي، پوځونو په منظمه توګه هغه دښمنانو ته ماتی ورکړو چې په سوریه، لیبیا او اذربایجان کې یې د روسیې وسلې کاروي.

په ۲۰۲۰ کال کې د شپږو هفتو د جګړې په جریان کې، د ارمينيا او ناګورنو قره باغ، چې په اذربایجان کې د ارمينيا پلوه جدا شوې سیمه ده، څخه د روسیې مجهز سرتېري د ترکيې د بې پیلوټه الوتکو د تباهۍ سره مخ شول چې آذربايجان کارولې.

د منځنۍ اسیا د خلکو لپاره يوه غمجنه تجربه

د منځنۍ اسيا د خلکو لپاره، په اوکراين کې د روسيې ناوړه کارکردګۍ د دوی د ساتنې لپاره د پوځ وړتيا کمزوري کړې ده.

په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، روسیې د منځنۍ اسیا د "محافظ" په توګه پر پاتې کېدو ټینګار وکړو. تر نن ورځې پورې، دا په قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان کې سرتېري لري.

دا درې هېوادونه د روسیې تر واک لاندې امنیتي بلاک، د ډله ایز امنیت تړون سازمان (CSTO) کې شامل دي. د CSTO غړي هېوادونو پوځونه په منظم ډول ګډ مشقونه ترسره کوي، او روسیه د دوی د وسلو لومړنی عرضه کونکی دی.

اوس د روسیې د پوځي اصولو او ټیکنالوژۍ ارزښت تر پوښتنې لاندې دی.

حتی د اوکراین د لويې کچې یرغل نه مخکې، د منځنۍ آسیا پوهه خلکو شک لرلو.

په آستانه کې د نړېوالو اړیکو شنونکي روسلان نظروف په ۲۰۱۹ کال کې وویل، "روسیه، د مرستې په بڼه، قرغزستان او تاجکستان ته هغه وخت زاړه تجهیزات ورکوي کله چې د ځینو ګټو لپاره هڅه کوي."

هغه په دقیق ډول وویل، "دا ګاډي او تجهیزات به په ریښتیني جنګي حالاتو کې څومره اغیزمن وي، دا یوه لویه پوښتنه ده."

جسټین کرمپ، چې د برتانوي پوځ يو پخوانی او د خطر استخباراتي شرکت سیبیلین ستر مشر دی، په ۲۰۲۲ کال کې بزنس انسايډر ته وويل، "تل به دا خبره کيده چې روسیه یو لوی، عصري پوځ لري."

هغه وويل، "موږ وموندله چې عصري برخه ډېره لویه نه ده او لویه برخه يې ډېره عصري نه ده. او لویه برخه په زیاتیدونکې توګه کوچنۍ کیږي."

د روسیې لپاره بله ستونزه: 'د مسلکي خلکو اخراج'

د خپلو پوځي او سیمه ییزو متحدینو د ساتنې په برخه کې د روسیې بې کفایتي هم د اوکراین د اشغال وروسته د دې هیواد د مسلکي خلکو د بې ساري اخراج له امله نوره هم زیاته شوې ده.

په داسې حال کې چې د روسیې پوځي عمر لرونکي نارینه له ګډون څخه تښتي، او کورنۍ او ځوان مسلکي کسان د سخت بندیزونو څخه د تېښتې په حال کې دي، لږ شمیر کسان پاتې دي چې د هر ډول بدلونونو پلي کولو وړتیا ولري چې دا مهمې نیمګړتیاوې حل کړي.

د خپلواکو اټکلونو له مخې، د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې په اوکراین د کرملین له برید وروسته، لږ تر لږه ۵۰۰۰۰۰ او تر ۱ میلیونو پورې روسان -- د لوړ پوړو چارواکو، صنعتکارانو، نامتو شخصیتونو او تخنيکي کارګرانو په ګډون -- له هېواده وتلې دي.

دا اخراج په تېر سپټمبر کې اوج ته ورسیدو کله چې کرملین د ۳۰۰۰۰۰ نارینه وو د مخنيوي امر وکړو، چې د قزاقستان، جورجیا او منګولیا په څېر هېوادونو سره د روسیې په پولو کې د ترافیک د ودرېدو لامل شو چې لاهم روسي اتباعو ته د څه محدوديت پرته د داخليدو اجازه ورکوي.

د انجنیرانو او ساینس پوهانو له لاسه ورکول به د روسیې د وسلو صنعت ته نور هم زیان ورسوي، چې د مخکې نه په اوکراین کې د روسیې د وسلو د ناقص فعالیت او د احتمالي پيرودونکو، چې د لویدیځ د بندیزونو خطر لري، د انکار له امله اغیزمن شوی.

په ملکي اهدافو بریدونه کول

روسیه، چې د خپلو پوځي او سیمه ایزو متحدینو د ساتنې توان نه لري، د سیاسي ګټو لپاره ښارونه، ملکي وګړي او مهم زیربناوې په نښه کوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د ۲۰۲۲ کال مارچ د ملکي وګړو لپاره د جګړې تر ټولو خونړۍ میاشت وه. اوکرایني چارواکو په دغه میاشت کې وویل چې په اپارتمانونو او عامه ودانیو باندې د روسیې د راکټونو او توغندیو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پنټاګون یو چارواکي په تېر اکټوبر کې وویل، "موږ ارزونه کوو چې روسیې په قصدي توګه ملکي بنسټونه او غیر پوځي اهداف په نښه کړي، چې هدف یې قصداً ملکي وګړو ته زیان رسول دي او دا هڅه کوي چې د اوکراین په وګړو کې ويره رامنځته کړي."

د دې ستراتیژۍ بیلګې هره ورځ پیښیږي.

د مثال په توګه، د جون په ۱۳مه، د اوکراین په کریموي ریح ښار کې د یوې پنځه پوړیزې اپارتمان ودانۍ په شمول په زیربنا باندې د شپې د روسیې د توغندیو برید لږ تر لږه شپږ ملکي وګړي ووژل.

هغه وويل، شپږ توغندي پنځه ملکي ځايونه په نښه کړل، او دوه نور کسان د خوراکي توکو په يوه زېرمه کې ووژل شول، چې په نښه شوې وه.

د سوریې په څیر، د روسیې بریدونو په اوکراین کې هسپتالونه هم ندي پريښودي.

د روغتیا نړېوال سازمان (ډبليو اېچ او) د مۍ په ۳۰ مه وویل، د روسیې د یرغل له پېل راهیسې په اوکراین کې پر روغتیايي سیستمونو تر ۱۰۰۰ زیات بریدونه ثبت شوي دي، چې د بل هر بشري بیړني حالت په پرتله زیات دي.

د روغتیا نړېوال سازمان وویل، "د بشپړې کچې جګړې په تېرو ۱۵ میاشتو کې د ۱۰۰۴ بريدونو، چې ډبليو اېچ او يې تصديق کړی، لږ تر لږه ۱۰۱ کسان وژلي، چې د روغتیا کارکونکي او ناروغان داوړه پکې شامل دي، او ډېر نور یې ژوبل کړي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500