کډوالان

پاکستان د یوناني کښتۍ تر پېښې وروسته د انساني قاچاقبرانو پر ضد عملیات ترسره کوي

د زرک خان لخوا

په دې عکس کې چې د ۲۰۲۳ کال د جون په ۲۰مه اخیستل شوی، تعظيم پرويز، چې د هغه مهاجر توقیر پرویز مور ده چې وروسته له هغې ورک شو کله چې یوه ډېره ډکه کښتۍ په ایونین سمندر کې نسکوره شوه او ډوبه شوه، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې په بندلي کلي کې ژاړي، پداسې حال کې چې په لاس کې يې د خپل زوی عکس نيولی دی. [سجاد قیوم/ ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۲۰۲۳ کال د جون په ۲۰مه اخیستل شوی، تعظيم پرويز، چې د هغه مهاجر توقیر پرویز مور ده چې وروسته له هغې ورک شو کله چې یوه ډېره ډکه کښتۍ په ایونین سمندر کې نسکوره شوه او ډوبه شوه، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې په بندلي کلي کې ژاړي، پداسې حال کې چې په لاس کې يې د خپل زوی عکس نيولی دی. [سجاد قیوم/ ای اېف پي]

پاکستاني چارواکو د یونان په اوبو کې پدې وروستيو کې د يوې کښتۍ د خونړۍ پېښې وروسته په ټول هېواد کې ​​د انساني قاچاقبرانو ​​پر ضد پراخه عملیات پېل کړي دي.

د راپورونو له مخې، د ایټالیا په لور د کب نیولو یوه کښتۍ چې د ۲۰۰ څخه زیاتو پاکستانیانو په ګډون، د ۷۰۰ څخه ډېر مسافر پکې سپاره وو، د جون په ۱۴مه یونان ته نژدې نسکوره شوه.

د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۲۲مه) د وژل شویو شمېر ۸۰ ته ورسيدو کله چې لټون کونکو دوه نور لاشونه وموندل. خو د ډېرو نورو مسافرو د ډوبېدو وېره هم شته.

چارواکي تر دې دمه یوازې د ۱۰۴ ژوندي پاتې شويو کسانو په اړه خبر دي، او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي چې تر ۵۰۰ پورې مسافر لاهم ورک دي.

ظهیر احمد، چې د اېف آی ای د انساني قاچاق ضد څانګې پخوانی مشر دی، د قاچاق ضد قوانینو د پلي کولو لپاره يې د 'هیرو ایوارډ' ترلاسه کړو. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني جې بلینکن دا ايوارډ د جون په ۱۵مه هغه ته ورکړو. [اېف آی ای]

ظهیر احمد، چې د اېف آی ای د انساني قاچاق ضد څانګې پخوانی مشر دی، د قاچاق ضد قوانینو د پلي کولو لپاره يې د 'هیرو ایوارډ' ترلاسه کړو. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني جې بلینکن دا ايوارډ د جون په ۱۵مه هغه ته ورکړو. [اېف آی ای]

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) په وینا، لږ تر لږه ۲۰۹ پاکستانیان په دغه بدمرغه کښتۍ کې سپاره وو.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړو چې په هېواد کې د قاچاقبرانو شبکې له منځه یوسي او د دې غیر قانوني کاروبار د ختمولو لپاره دې قانون جوړ کړي.

د پاکستان دولتي راډیو راپور ورکړو چې په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت چارواکو شهباز شریف ته خبر ورکړو چې پولیسو په ټول هېواد کې د انساني قاچاقبرانو په وړاندې د مبارزې په لړ کې ګڼ شمېر شکمن کسان نیولي دي.

په نیول شویو کسانو کې یو پاکستانی هم شامل دی چې په ډوبه شوې کښتۍ کې یې د ډېرو مسافرو د ځای پر ځای کولو په تور تورن دی.

پاکستان د دوشنبې په ورځ د ماتم ورځ ولمانځله او د کورنیو چارو وزارت د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې لپاره د همغږۍ سیل جوړ کړو.

اېف آی ای د پنجشنبې په ورځ وویل چې د پېښې وروسته د قانون پلي کونکي ادارې د هېواد په مختلفو برخو کې ۱۷ اوسیدونکي نیولي دي.

په لاهور کې د اېف آی ای یو چارواکي، چې د نوم د نه ښودلو غوښتنه يې وکړه ځکه چې هغه له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لرله، وویل چې "ایف آی ای د انساني قاچاقبرانو په ضد ټولټال ۵۴ کېسونه ثبت کړي دي، او په راتلونکو ورځو کې به نور کسان ونیول شي."

د قربانیانو کورنیو او مدني ټولنو د انساني قاچاقبرانو پر وړاندې د مبارزې هرکلی کړی دی.

د دوو ورک شویو ځوانانو خپلوان عابد راجروي وویل، "دا د حکومت له خوا یو مثبت ګام دی."

راجوروي وویل، "د انساني قاچاقبرانو ډلې په کلیو کې ګرځي او ځوانان په اروپا کې د یو سوکاله راتلونکي خوب ته هڅوي او له هغوی څخه د ۷۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰۰ آمريکايي ډالرو پورې ډېرې پېسې اخلي."

واشنګټن هغه يو پاکستاني ته درناوې وړاندې کوي چې د انساني قاچاق دښمن دی

انساني قاچاق په پاکستان کې یوه جدي ستونزه ده، او اټکل کیږي چې د انسان قاچاقبران هر کال په زرګونو پاکستانیان بهر ته قاچاق کوي.

په اسلام آباد کې د امریکې د سفارت خانې په وینا، د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د جون په ۱۵مه د پاکستان يو پولیس افسر ظهیر احمد ته په واشنګټن کې د انسانانو د قاچاق (ټي آی پي) هیرو جایزه ورکړه.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن احمد ته دا جایزه ورکړه، چې د اېف آی ای د انساني قاچاق ضد څانګې پخوانی ډايريکټر و.

د سفارت خانې د یو بیان له مخې، د احمد "هڅو په ۲۰۲۲ کال کې د ټي آی پي د ټير ۲ د څار لیست څخه ټير ۲ ته د پاکستان په وده کې مهم رول لرلو."

د بهرنیو چارو وزارت د ټیر ۲ هېوادونه د هغو په توګه تعریفوي چې "حکومتونه يې په بشپړه توګه د TVPA [د قاچاق قربانیانو د ساتنې قانون] لږترلږه معیارونه نه پوره کوي خو د دغه معیارونو د پوره کولو لپاره د پام وړ هڅې کوي".

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500