امنیت

ایران د چین په زياتيدونکي پوځي ملاتړ سره د 'هایپرسونیک' توغندي پرانسته وکړه

د پاکستان فارورډ لخوا

د ایران "هایپرسونیک" فتاح توغندی د جون په ۶مه په یو نامعلوم ځای کې د پرانستې په مراسمو کې ښودل شوی. [تسنیم]

د ایران "هایپرسونیک" فتاح توغندی د جون په ۶مه په یو نامعلوم ځای کې د پرانستې په مراسمو کې ښودل شوی. [تسنیم]

متحده ایالاتو د جون په ۶مه یوه شبکه په تور لیست کې شامله کړه چې په ایران، چین او هانګ کانګ کې فعاليت کوي. متحده ايالاتو وويل چې دغه شبکې د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام لپاره مواد چمتو کول ځکه چې ایران ادعا وکړه چې د خپل لومړي "هایپرسونیک توغندي" پرانيسته يې کړې ده.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت وویل، اوو کسانو او شپږو ادارو شبکې مالي راکړې ورکړې ترسره کړې او د ایران د بالیسټیک توغندیو په پراختیا کې د کلیدي فعالینو لپاره د حساسو او مهمو پرزو او ټیکنالوژۍ په ترلاسه کولو کې یې مرسته وکړه.

د شبکې په ګټه اخیستونکو کې د ایران د دفاع وزارت او د وسله والو ځواکونو لوژستیک او د هغې اړوندې ادارې شاملې دي: د پارچین کیمیاوي صنعت (پي سي آی)، د فضایي صنعت سازمان، د ایران الکترونیک صنعت او پي.بي صدر.

د خزانې وزارت وویل، پي بي صدر د توغندیو پروپيلنټ د جوړولو په موخه د پرزو ترلاسه کولو لپاره د پي سي آی کلیدي منځګړی دی، په داسې حال کې چې پي سي آی، چې د شبکې اصلي ګټه اخیستونکی دی، د وزارت د دفاعي صنایعو سازمان یوه فرعي اداره ده.

د ایران نوی فتاح توغندی د جون په ۶مه په یو نامعلوم ځای کې د پرانستې په مراسمو کې ښودل شوی. [فارس]

د ایران نوی فتاح توغندی د جون په ۶مه په یو نامعلوم ځای کې د پرانستې په مراسمو کې ښودل شوی. [فارس]

یو لوی بلبورډ چې د فتاح توغندي انځور لري، چې په فارسۍ، عبرانۍ او عربي ژبو کې پرې ليکل شوي "تل ابیب ته ۴۰۰ سيکنډه"، د جون په ۷مه په تهران کې د یوې ودانۍ په څنګ کې ولاړ دی. [عطا کینیر/ای اېف پي]

یو لوی بلبورډ چې د فتاح توغندي انځور لري، چې په فارسۍ، عبرانۍ او عربي ژبو کې پرې ليکل شوي "تل ابیب ته ۴۰۰ سيکنډه"، د جون په ۷مه په تهران کې د یوې ودانۍ په څنګ کې ولاړ دی. [عطا کینیر/ای اېف پي]

پي سي آی د راکټونو او توغندیو لپاره مهمات، چاودیدونکي توکي او قوي پروپیلنټ جوړوي.

هغه شرکتونه چې د سه شنبې په ورځ پرې بنديز لګول شوی، هغه بیجینګ شایني نایټس ټیکنالوژي ډيولپمنټ، کینګ داو ژونګرونګټونګ ټرېډ ډيولپمنټ، هانګ کانګ کی، دو انټرنېشنل ټرېډ کمپني، لینګو پروسس انجینرنګ لمیټډ او ژی جیانګ کینګجي انډسټريل کمپني دي.

دوی د تېلو د تولید لپاره سنټرفیوجونه، د احتمالي پوځي استعمال لپاره غیر فیرس فلزات، برقي آلات او ګیروسکوپونه د بنديزونو سره مخ د ایران حکومتي ادارو او پرايوېټ ادارو ته ولیږل چې د توغندیو په جوړولو کې ښکېل وو.

د خزانې په وینا، په هغه کسانو کې چې د سه شنبې په ورځ پرې بندیزونه لګول شوي ول، په بیجینګ کې د ایران دفاعي اتاشي داوود دامغني هم شامل دی، چې د ایران د دفاعي صنعت لپاره يې د چینایي اکمالاتو په پیرود کې مرسته وکړه.

ایران د يو نوي توغندي پرانيسته وکړه

همدارنګه د جون په ۶مه، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) په یو نامعلوم ځای کې د مراسمو په ترڅ کې د خپل لومړي "هایپرسونیک توغندي" پرانيسته وکړه.

د ایران د سپاه پاسداران د فضايي حریم قوماندان امیر علي حاجي زاده وویل چې د نوي توغندي نوم -- فتاح (فاتح) -- د ایران مشر علي خامنه اي غوره کړی دی.

فتاح د سه شنبې په ورځ د بينرونو سره ښودل شوی چې د فتحې په اړه پرې د قرآن کریم آیتونه ليکل شوي، پداسې حال کې چې د ایران صدر ابراهیم رئیسي او د سپاه پاسداران ځواک لوړ پوړي قوماندانان د پرانستلو په مراسمو کې برخه اخلي.

سپاه پاسداران ادعا وکړه چې دا "سوپر توغندی" د دقیق هدف ويشتلو وړتيا لري، د ۱۴۰۰ کیلومتره پورې مزل کوي او په يو سيکنډ کې د ۵۱۴۵ مترو په اعظمي سرعت سره حرکت -- "نږدې ۱۳ ماچه" -- کولی شي کله چې فضا ته ورننوځي.

د سپاه پاسداران ادعا به پدې معنی وي چې فتاح د هر پیژندل شوي روسي یا چینایي هایپرسونیک توغندي په څېر ګړندی یا د هغوی نه زيات ګړندی سفر کوي، چې دا يوه داسې ادعا ده چې پوځي څارونکو بې بنسټه ګڼلې ده، په ځانګړي توګه د ایران د غلطو ادعاګانو تاریخ ته په پام سره.

د آی آر جي سي په وینا، د توغندي وار هېډ یو کروی انجن لري چې د حرکت وړ نوزل ​​سره په جامدو تیلو سره فعاليت کوي چې وار هېډ ته توان ورکوي چې خپل سرعت زیات کړي او په ټولو لورو کې حرکت وکړي.

حاجي زاده د پرانېستې په مراسمو کې پدې فخر وکړو چې فتاح د "هغې ټیکنالوژۍ په کارولو سره جوړ شوی چې ډېر هېوادونه يې نه پيژني"، او د توغندیو ضد سیسټمونو څخه د تېرېدو او د توغندیو دفاعي سیسټمونو ته د ننوتلو توان لري.

هغه وویل، ایران په نړۍ کې یو له هغو څلورو هېوادونو څخه دی چې دا ډول توغندی لري.

د چهارشنبې په ورځ په تهران کې په یو لوی سړک باندې په یو بلبورډ کې د ياد راکټ عکس ورکړل شوی او په عبراني، عربي او فارسي ژبو يوه کلمه "تل ابیب ته ۴۰۰ سيکنډه" پرې لیکل شوې ده.

د سپاه پاسداران پورې تړلې رسنۍ وايي چې دا جمله د يوروشلم پوسټ له مقالې څخه اخیستل شوې، چې پکې ادعا شوې چې د ایران میزایل سیسټم اسراييل ته "ګواښ" وکړو کله چې سپاه پاسداران په ۲۰۲۲ کال کې اعلان وکړو چې دوی د هایپرسونیک توغندي په جوړولو کار کوي.

خو د یروشلم پوسټ مقالې، چې د نومبر په میاشت کې خپره شوې وه، په حقیقت کې د سپاه پاسداران اونیزې خپرونې، صبح صادق، ته اشاره وکړه چې په هغه وخت کې یې په عبرانۍ ژبه کې دا جمله په خپله لومړۍ پاڼه کې خپره کړې وه.

د اټومي فعالیتونو په اړه اندېښنه

ایران د خپلو اټومي او توغندیو پروګرامونو په دوامداره توګه ستاينه کوي او نورو هېوادونو ته ګواښ کوي، پداسې حال کې چې ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې د سوله ایزو موخو لپاره دی.

بريتانيې، فرانس او جرمني (E3 ډله) د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې (IAEA) ته په تازه بيانونو کې د ايران د اټومي فعاليتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په داسې حال کې چې د اټومي انرژۍ نړېوال څارونکي د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه خپلو پلټنو ته دوام ورکوي، د IAEA مشر رافایل ګروسي د دوشنبې په ورځ وویل چې ایران د څارنې د تجهیزاتو بیا نصبول ځنډوي چې یو کال مخکې یې لرې کړي وو.

E3 د نړېوالو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ د اټومي موافقې پراساس، چې د عمل جامع ګډ پلان (JCPOA) په نوم پیژندل کیږي، د ایران لخوا د خپلو ژمنو د پلي کولو په اړه د IAEA پلاوي ته یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

په بیان کې ویل شوي چې E3 هېوادونه "د ایران په چلند کې د پام وړ بدلون نه ویني."

په ياد بيان کې ويل شوي، "د راپور ورکولو په موده کې، ایران په بې ساري ډول د ملکي استعمال نه زيات خپل اټومي پروګرام ته دوام ورکړی، او د تېر مارچ په ګډه اعلامیه کې د شفافیت ژمنې پلي کولو لپاره یې لږه اراده څرګنده کړې."

ياد بيان زياته کړه چې ایران د ٪۵، ٪ ۲۰ او ٪ ۶۰ غني شویو یورانیمو خپله زېرمه نوره هم پراخه کړې ده، چې د غني شویو یورانیمو زېرمه یې د JCPOA له حد څخه ۲۱ چنده لوړه شوې ده.

د E3 په بیان کې ويل شوي، "د ایران د ٪۶۰ غني شوي یورانیم ذخیره نږدې یو پر دریمه برخه د UF6 په شکل کې ۱۱۴.۱ کيلوګرامو ته لوړه شوې ده."

په دغه بيان کې ويل شوي چې ایران همداشان د اضافي پرمختللي سنټرفیوژ کاسکیډونو نصبولو ته هم دوام ورکړی دی. په دغه بيان کې يادونه وشوه چې د تېرې جنورۍ په میاشت کې د یورانیمو د ذراتو کشف چې ۸۳.۷٪ U-235 ته غني شوي، د ایران د دوامداره زیاتوالي جديتوب په ګوته کوي.

ای اېف پي راپور ورکړو چې د ایران څخه دا غوښتل چې د خپلو اټومي فعالیتونو زیاتوالی بېرته خپل ځای ته راولي، د E3 ډلې خواشیني څرګنده کړه چې ایران دا انتخاب کړی چې خپل اټومي پروګرام ګړندی کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500