امنیت

په متحده عرب اماراتو کې د چین په خفيه پوځي مرکز کې د ساختماني کار بیا پېل اندېښنه راپورته کوي

د ولید ابوالخیر راپور

د متحده عرب اماراتو په خلیفه بندر کې د چینایي کانټینر ټرمینل، د کوم لپاره چې د چین د سمندري بار وړلو دولتي شرکت لمیټډ د ۳۵ کالو جواز ترلاسه کړی و، دلته د می په ۴مه اخیستل شوي عکس کې لیدل کیږي.

د متحده عرب اماراتو په خلیفه بندر کې د چینایي کانټینر ټرمینل، د کوم لپاره چې د چین د سمندري بار وړلو دولتي شرکت لمیټډ د ۳۵ کالو جواز ترلاسه کړی و، دلته د می په ۴مه اخیستل شوي عکس کې لیدل کیږي.

افشا شوي استخباراتي اسناد چې ښیي چین په متحده عرب اماراتو کې په یو بندر کې ساختماني کار پېل کړی چېرې چې دا د راپورونو له مخې پټ پوځي تاسیسات جوړوي د اماراتي پوځي پرسونلو لخوا تایید شوي.

​خبرونه چې چین په خليفه بندر کې پټ پوځي تاسیسات جوړوي لومړی د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې راپورته شول، پداسې حال کې چې وال سټریټ ژورنال (ډبليو اېس جې) راپور ورکړو چې متحده ایالات نږدې یو کال مخکې د دې فعالیت څخه خبر و.

داسې ښکاري چې ساختماني کار د ډبليو اېس جې د راپور په وخت کې ودرول شوی و، خو د نوي استخباراتي لیک -- او د درېو اماراتي پوځي افسرانو څخه د معلوماتو چې له وضعیت سره اشنا دي -- - له مخې دا بیا پېل شوی دی.

واشنګټن پوسټ د اپرېل په ۲۶مه د افشا شویو اسنادو په حواله راپور ورکړو، په تېر دسمبر کې، د متحده ایالاتو استخباراتي خدماتو وموندله چې په متحده اماراتو کې د چین په شکمن پوځي تاسیساتو کې ساختماني فعالیتونه بیا پېل شوي.

د ابوظبي ولیعهد محمد بن زاید آل نهیان د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲۲مه په بیجینګ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د چین له صدر شي جین پینګ سره د پوځي اعزاز پرېډ لیدنه کوي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

د ابوظبي ولیعهد محمد بن زاید آل نهیان د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲۲مه په بیجینګ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د چین له صدر شي جین پینګ سره د پوځي اعزاز پرېډ لیدنه کوي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

د اماراتو دغه پوځي پرسونل چې له المشارق سره یې خبرې وکړې په متحده اماراتو کې د ساختماني فعالیتونو بیا پېل او د چین پوځي شتون تایید کړو.

دوی د پورتني کانټینر ترمینل، چې چین يې د خلیفه بندر ته نږدې په تویله کې جوړوي، ته د غیر چینایي وګړو په ننوتلو باندې د غیر معمولي محدودیتونو هم ياودونه وکړه.

د ۲۰۱۸ کال په دسمبر کې، د ابوظبي بندرونو شرکت د دولتي ملکیت د چین د سمندر بار وړلو شرکت لمیټډ (کاسکو) سره د ۳۵ کالو تړون لاسلېک کړو ترڅو د خلیفه په بندر کې د سوداګریزو کانټینر ترمینل وچلوي او پراخه يې کړي.

استخباراتي راپورونه وړانديز کوي چې چین په مهمو سیمو کې په دغه بندر او نورو بندرونو کې د خپلو پوځي فعالیتونو د پټولو لپاره قانوني سوداګریز فعالیتونه کاروي.

دوی یادونه کوي چې د اماراتي بندر پراختیا د ستراتیژیک پلوه موقعیت لرونکي سیمو کې د چینایي تسلط د پراختیا لپاره د لوی سکیم يوه برخه ده او د بندرونو له لارې، چې د سویلي چین بحر څخه سویز کانال ته غځیږي، سیمې ته په لاسرسي ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

د جاسوسۍ په اړه اندېښنې

د متحده ایالاتو د کانګرس خبري رسنۍ رول کال په وینا، د متحده ایالاتو یو قانون جوړونکي پدې وروستیو کې په متحده عرب اماراتو کې د احتمالي چینایي څارنې فعالیت په اړه خبرداری ورکړو.

استازي راجا کرشنامورتي وویل چې بیجینګ د متحده عرب اماراتو مخابراتي زیربنا د 5G تجهیزاتو سره د پراخه کولو وړاندیز کړی چې د چین د مخابراتو لوی شرکت هواوې لخوا جوړ شوی.

هغه رول کال ته وویل، "دا خبرداری ځکه ورکړل شو چې موږ پوهیږو چې د هواوې زیربنا د چین کمونست ګوند (سي سي پي) ته د شبکې د کاروونکو په اړه مهمو معلوماتو ته د لاسرسي لپاره خفيه لاره برابروي."

د اماراتو پوځي سرچینو المشارق ته وویل چې د چین کانټینر ترمینل اوږدمهاله ګواښ دی ځکه چې دا د جاسوسۍ د فعالیتونو لپاره يو احتمالي پلېټ فارم چمتو کوي.

د اماراتو د پوځ یو جګپوړي چارواکي وویل، "په ښکاره توګه، د خليفه په بندر کې د چين د سوداګرۍ سيمه د کانتينرونو د مرکز او د چينايي توکو د ترانزيټ سټيشن په توګه ښکاري، په داسې حال کې چې حقيقت بل ډول دی."

هغه د نوم د پټ ساتلو په شرط وويل، ساختماني کار يواځې د لنډې مودې لپاره ودرېدو او له هغه وروسته بيا پېل شوی، چې فعاليت يې په غړيدلو سترګو ليدل کېدې شي.

هغه خبرداری ورکړو چې حتی هغه شرکتونه چې د چین د پوځ ملکیت نلري د دې د مستقیم کنټرول لاندې دي، او مکلف دي چې ټول هغه معلومات شریک کړي چې دوی يې ترلاسه کوي او د پوځي مشرتابه امرونه پلي کوي.

د اماراتو ريټايرډ پوځي افسر عبدالله العامري المشارق ته وویل چې هغه تمه نه لري چې چین به "په روايتي لحاظ سره په متحده عرب اماراتو کې پوځي اډه جوړه کړي بلکې د امنیت د څار یو مرکز به جوړ کړي چې د خلیج سیمه به وڅاري".

هغه وویل، د خلیفه بندر په ستراتیژیک ډول د پوځي او ملکي څارنې لپاره موقعیت لري، که څه هم د جاسوسۍ کار ترسره کول خطر وړاندې کوي.

هغه وویل، د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو د پوځي خوځښتونو څارنه له نږدې سیمو څخه چېرې چې دوی فعالیت کوي "د ویجاړونکو پایلو لامل کېدې شي."

الامیري یادونه وکړه چې له ایران سره د چین نږدې اړیکې هم "متحده عرب امارات او د خلیج پاتې هېوادونه په دوامداره خطر کې اچوي".

دا به په ځانګړې توګه د خطر خبره وي که چېرې ایران ته اجازه ورکړل شي چې په متحده اماراتو کې د چین بندر تاسیسات وکاروي. هغه یادونه وکړه چې د خلیج په اوبو کې د ایران پوځي کښتۍ شتون لري او په منظمه توګه يې پوځي او سوداګریزې کښتۍ ځورولي دي.

هغه وویل، اوس به "ایران -- د چین د څارنې سټیشنونو له لارې -- له دننه څخه یو ملاتړی ولري -- چې دا به د هر هغه پوځي يونټو د فعالیت مخه ونیسي چې هدف یې د اماراتو د ساحلونو او اوبو دفاع کول دي."

هغه زیاته کړه کله چې د دې تاسیساتو جوړول بشپړ شي، چین به "د پام وړ ځای ولري چې له پولو بهر خپل فعالیتونه لکه د جاسوسۍ نه علاوه توقیف کول او جبري ورکېدل" ترسره کړي.

د چین د پراختیا لپاره هڅې

د دوبۍ د پوليسو د مخدره موادو ضد ادارې پخواني افسر کرنل راشد محمد المري وویل، د غیر چینایي وګړو لپاره، د خلیفه بندر سيمې ته چې د کاسکو لخوا نیول شوي لاسرسي ډېر محدودیت لري.

هغه المشارق ته وویل، "حتی د اماراتو امنیتي او د کسټمز پرسونل د دې واک نه لري چې د دې په شاوخوا کې وګرځي او د معمول معاينې ترسره کړي" لکه څنګه چې دوی د خلیفه په بندر کې په نورو سوداګریزو ځايونو کې کوي.

هغه وویل چې هغه پوه شوی چې د شرکت سره قرارداد په اصل کې د چینایي کارګرانو د کارولو معنا لري، او دا حال د څارنې او ساتونکي دندې هم دی، چې "يو عجيبه کار دی چې د چین په څېر هېواد يې ترسره کوي".

هغه وویل چې په متحده عرب اماراتو کې له ۴۵۰۰ څخه ډېر چینایي شرکتونه او ادارې شتون لري، "چې چین ته دا وړتیا ورکوي چې په دغه ځای کې ګڼ شمېر چینایي اتباع ولري".

المري وویل، "کاسکو، چې د چین د پراختیا لپاره د یو مخکښ شرکت په توګه پیژندل شوي، په سیمه کې نور سټیشنونه لري، لکه په مصر او نور هېوادونو کې، چې دې ته اجازه ورکوي چې د چینایي نفوذ په تړاو ستراتیژیک رول ولوبوي."

په نورو نړېوالو بندرونو کې د چینایي شرکت فعالیتونه پدې هفته کې په خبرونو کې راپور شوي، پداسې حال کې چې د آلمان حکومت د چهارشنبې په ورځ (د می په ۱۰مه) موافقه وکړه چې کاسکو ته اجازه ورکړي چې د هامبورګ په بندر کې ونده واخلي.

ای اېف پي راپور ورکړو چې د آلمان حکومت د اکتوبر په میاشت کې د دولتي چینایي بېړیو لوی شرکت ته په هامبورګ کې د ټولرورټ کانټینر ترمینل کې د ٪۲۴.۹ ونډې اخېستو لپاره په متنازع ډول اجازه ورکړه.

دا کار د چینایي سرمايه کارانو ته د زیربناوو د پلور په اړه د امنیتي اندېښنو سره ترسره شو.

کاسکو په پېل کې د جوړجاړي تړون اعلانولو نه مخکې په بندر کې د ٪۳۵ لویې ونډې اخېستو هڅه وکړه.

المان له چین سره د خپلو اقتصادي اړیکو بیا ارزونه کوي، پداسې حال کې چې د هغې د بشري حقونو ریکارډ او له روسیې سره د اړیکو او همدارنګه د تایوان په اړه د کړکیچ د زیاتوالي په اړه اندېښنې شتون لري.

د نومبر په میاشت کې، آلمان د کلیدي ټیکنالوژۍ په هکله د امنیتي اندېښنو له امله چینایي سرمايه کارانو ته د دوو چپ جوړونکو پلور بند کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500