اقتصاد

له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د رئیسي لخوا د ایراني ریالو د کارولو وړاندیز غوسه راپاروي

د حمزه لخوا

سړي د فبرورۍ په ۲۱مه په تهران کې د اسعارو د تبادلې په مرکز کې د اسعارو د تبادلې نرخ ګوري. د ایران کرنسي د اروپایي اتحادیې د تازه بندیزونو په ترڅ کې د جنورۍ په ۲۰مه نوي ټیټې کچې ته راښکته شوه، چې د بهرنیو اسعارو په بازارونو کې په نفسياتي توګه د مهم نرخ (۵۰۰۰۰۰ ايراني ريال/۱ آمريکايي ډالر) له حد څخه تېره شوه. [عطا کینیر/ای اېف پي]

سړي د فبرورۍ په ۲۱مه په تهران کې د اسعارو د تبادلې په مرکز کې د اسعارو د تبادلې نرخ ګوري. د ایران کرنسي د اروپایي اتحادیې د تازه بندیزونو په ترڅ کې د جنورۍ په ۲۰مه نوي ټیټې کچې ته راښکته شوه، چې د بهرنیو اسعارو په بازارونو کې په نفسياتي توګه د مهم نرخ (۵۰۰۰۰۰ ايراني ريال/۱ آمريکايي ډالر) له حد څخه تېره شوه. [عطا کینیر/ای اېف پي]

کابل -- افغان سوداګرو او اقتصاد پوهانو د ایران د صدر ابراهیم رئیسي هغه وړاندیز غندلی چې افغانستان او د سیمې نور هېوادونه باید د تجارت او سوداګرۍ لپاره د امریکايي ډالرو پر ځای ایراني ریال وکاروي.

دوی وايي، دا ډول اقدام به افغانستان نور هم جلا کړي،​ د افغانۍ ارزښت به را ټيټ کړي، اقتصاد ته به لوی ګوزار ورکړي او افغانان به نور له کړاوونو سره مخ کړي​.

رئیسي دا وړاندیز د اپرېل په ۳۰ مه په خوزستان صوبه کې له ایراني سوداګرو سره په یوه غونډه کې وکړو.

د طلوع نیوز په وینا، هغه وویل، "له عراق سره، موږ کولی شو له ریال څخه کار واخلو، موږ دا کار له افغانستان او د سیمې له ځینو نورو هېوادونو سره هم کولای شو." "داسې نورې مسلې هم شته چې باید پرې بحث وشي او اغېزمن او مهم رول لوبولی شي."

له ایران څخه راستون شوی يو افغان (ښي لوري ته) د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۴مه په هرات صوبه کې د اسعارو د تبادلې په مرکز کې د ایراني بېنک نوټونه شماري. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

له ایران څخه راستون شوی يو افغان (ښي لوري ته) د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۴مه په هرات صوبه کې د اسعارو د تبادلې په مرکز کې د ایراني بېنک نوټونه شماري. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د اقتصادي چارو شنونکي او سوداګر وايي، دغه نظر د افغانانو لپاره بې بنسټه او زیانمن دی.

د پېسو نړېوال صندوق له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې، هېوادونو د خپلو بهرنیو اسعارو د ٪۵۸ څخه ډېره برخه په ډالرو کې ساتلې وه.

عبدالنصیر رشتیا، چې د افغانستان د فولادو د تولید د اتحادیې ستر مشر او په کابل کې مېشت اقتصادي شنونکی دی، وویل، "د نړۍ زیاتره هېوادونه د امریکا ډالر د خپلو اسعارو د ملاتړ لپاره کاروي."

هغه وویل،""که ریال له افغانستان سره په سوداګریزو راکړو ورکړو کې وکارول شي، نو د ایران حکومت او خلک به يې ګټه ترلاسه کړي، خو افغانستان ته به زیان ورسوي، چې له بده مرغه د دې هېواد خلک به تر ټولو ډېر اغېزمن کړي."

رشتیا وویل، "زموږ سوداګر زیاتره سوداګریزې توکي او خام مواد له ایران څخه واردوي."

هغه وويل، "د ایران کرنسي بې ثباته او بې ارزښته ده.""که ایراني ریال په سوداګریزو راکړو ورکړو کې وکارول شي، نو دا به افغان سوداګر زیانمن کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګري زیانمنه کړي او تر ټولو زیات زیان به افغانان ترلاسه کړي."

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، له ایران سره د افغانستان کلنۍ سوداګري له یو میلیارده ډالرو څخه زياته شوې ده.

د طلوع نیوز له مخې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالسلام جواد وویل، "موږ [په مارچ ۲۰۲۲ - مارچ ۲۰۲۳ شمسي کال کې] د ۲۸ میلیونه ډالرو صادرات او ۱.۴۷ میلیارده ډالره واردات لرل.

ویجاړونکي پایلې

شنونکي خبرداری ورکوي چې هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې چې په ایراني اسعارو ترسره کیږي د افغانستان لپاره به خطرناکې او ویجاړونکې اقتصادي پایلې ولري.

په کابل کې یو افغان سوداګر محمد زلمي عظیمي وویل، "د ایران لخوا د افغانستان سره په سوداګرۍ کې د خپل ریال کارول خورا ستونزمن او د اندېښنې وړ دي ځکه چې د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو سره زموږ سوداګري، صادرات او واردات په امریکايي ډالرو کې ترسره کېږي." "ډالر نړېواله کرنسي ده چې نړېوال اعتبار او ثبات لري."

عظيمي وويل، دا ډول وړانديز، که عملي شي، "په طبيعي توګه د [ايران] په ګټه دی، خو افغانستان ته زيان رسوي ځکه چې ايراني ريال بې ارزښته دی، په سيمه او نړۍ کې هېڅ اعتبار او ارزښت نه لري."

هغه زیاته کړه، "د ایراني ریال په کارولو سره سوداګریزې راکړې ورکړې به د افغانستان خصوصي سکتور، سوداګرۍ او خلکو ته زیان ورسوي او زموږ د سوداګرۍ او اقتصاد راتلونکی له خطر سره مخ کوي."

د افغانستان د صنعتکارانو د اتحادیې ډايريکټر عبدالجبار ساپي وویل، د ریال په کارولو سره د افغانستان او نورو ګاونډیو سره د سوداګرۍ لپاره د رئیسي خواهش دا معنی لري چې "د [ایران] د اسعارو ملاتړ وکړي، د ایرانیانو او سوداګرو ګټې يقيني کړي، او په خپل هېواد کې اقتصادي وضعیت ښه کړي."

هغه وویل، "افغانستان یو واردوونکی هېواد دی چې ایران ته لږ شيان صادروي، نو له همدې امله، د ایراني ریال په کارولو سره هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه زموږ په ګټه نه ده." "که دا ډول پرېکړه عملي شي، نو دا به د افغانستان سوداګرۍ، اقتصاد او خلکو لپاره لوی ګوزار وي، چې د منلو وړ نه دی."

ساپي وویل، "زه ټینګار کوم چې تومان یا ایراني ریال د نړۍ تر ټولو بې ارزښته کرنسي ده، چې نړېوال شهرت او اعتبار نه لري، او په ایران کې يې اقتصادي سقوط رامنځته کړی دی."

"د ایراني اسعارو په کارولو سره هر ډول راکړه ورکړه غیر منطقي ده او که موږ په هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه کې له ایراني اسعارو څخه کار واخلو، دا به زموږ لپاره په بشپړ ډول زیانمن وي."

بد ګاونډیان، بد ملګري

عبدالواسع دانشیار، یو افغان اقتصادي شنونکی چې په متحده عرب اماراتو کې ژوند کوي، "زموږ د ګاونډیانو لخوا صادر شوي ناکامه طريقې او پالیسۍ د کارولو پروړاندې خبرداری ورکړو " چې موخه یې د افغانستان "تباه کول" دي.

هغه وویل، "د ایراني اسعارو کارول به په ټوله ايز ډول ویجاړونکې او خطرناکې اقتصادي پایلې ولري. "دا به د افغانۍ د سقوط لامل شي، چې اقتصادي سیسټم به له منځه یوسي او د افغانۍ کارول به محدود کړي، په داسې حال کې چې د منع شوي ریال کارول به پراخه شي او ارزښت به یې لوړ شي."

هغه وویل، "دا به د مهنګايۍ او په بازار کې د افغانۍ د ارزښت د ټیټېدو لامل شي."

دانشیار څرګنده کړه، افغانستان د وارداتو پر بنسټ اقتصاد لري چې ډېر کم تولیدي او صادراتي ظرفیت لري.

"که موږ د ډالر د ارزښت د کمولو ناکامه ایراني اقتصادي پاليسۍ پلي کړو، موږ به خپل ځانته زيان ورسوو، او د بندیزونو سره به مخ شو چې موږ ته به د کړاوونو، د زياتې بې وزلۍ او بیکارۍ نه علاوه بل څه رانه کړي او د ودې مخه به ونیسي."

هغه وویل، "څومره چې زموږ کرنسي ارزښت له لاسه ورکوي، په هماغه اندازه به زموږ خلک او هېواد په سیمه کې کمزوري شي، چې دا به د اقتصادي سقوط لامل شي." "له دې څخه بېرته راګرځیدل به خورا ستونزمن وي."

د سوداګرۍ کمېدل

په کابل کې مېشت اقتصادي شنونکي شاکر یعقوبي وویل، په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د ایراني ریال د کارولو وړاندیز يو لنډ ليد دی.

هغه وویل، د دې هدف دا دی چې د ایران اقتصادي او مالي سیسټم ته ګټه ورسوي او د دې د اسعارو د ارزښت په لوړولو کې مرسته وکړي.

يعقوبي وويل، ستونزه دا ده چې "د افغانستان اقتصاد په امريکايي ډالر پورې تړلی دی، په داسې حال کې چې د نور اسعارو نرخ هم د ډالرو په مقابل کې ټاکل کيږي او ټولې سوداګريزې راکړې ورکړې په ډالر کې ترسره کېږي."

"که دا پریکړه عملي شي، د افغانستان اقتصاد ته د زیان رسولو سربېره به دا افغان سوداګر له ایران سره له سوداګرۍ کولو څخه منع کړي او دوی به دې ته اړ کړي چې بدیلې لارې ولټوي."

یعقوبي وویل، "که ایراني ریال په سوداګریزو راکړو ورکړو کې وکارول شي، افغان سوداګر به هېڅکله خپل ارزښتناکې توکي د بې ارزښته ایراني ریال په بدل کې ونه پلوري او یا به د ایراني سوداګرو سره د خپلو اسعارو پر اساس سوداګري ونه وکړي."

هغه وويل، "دا به د دواړو هېوادونو تر منځ صادرات او واردات کم کړي، او زموږ سوداګر به هغو هېوادونو ته مخه کړي چې امريکايي ډالر کاروي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500